Friday, March 10, 2006

كركه

نن شپه رستورانت له هره پلوه ډېر په زړه پورې و ، هم د ساز ډله نوې وه او هم د سندرغاړو ساز او اواز ډېر زړه راكښونكى و ، رستورانت ته راغلي مېلمانه هم خورا ډېر ډولي او فيشني وو ، د راغليو نجونو يوې په ښكلا او ښاېست كې كمى نه و او هرې يوې له لېرې د سړي پاملرنه د ځان په لورې اړوله ، تر ټولو مهمه دا چې نن زاړه او د پاخه عمر كسان ډېر كم په نظر راتلل او داسې وختونه به كله كله پېښېدل ، بله دا چې نن د رستورانت مېزونو او د ناستي چوكيو هم بدلون كړى و او ټول خورا نوي او ښاېسته برېښېدل .

حسن به تل له خپلو دوو ملګرو سره دلته راته او تل به د شپږ كسيز مېز تر شا كېناستل ، نن يې بيا بخت وېښ و ، پر مېز مخامخ ورته درې حسينو نجونو ځايونه نيولي وو ، دوى خورا چټي پېغلې وې ، خو يوه نسبتاً د پاخه عمر لرونكې وه ، خو ډېره سخته وه چې په هغې دې د يوې تنكۍ پېغلې مينه ماته نشي ، جګه لوړه دنګه وه ، وېښتان يې تور او په ډېر عالي سويه يې خپلې زلفې په خپلو اوږو راخپرې كړي وې ، له نازك كميسه يې تيونه چې ښه ځيرېدې له ورايه معلومېدل چې ننداره يې خورا خوندوره وه ، د سر له پاسه يې د وېښتانو چتر هم حيرانوونكى و او دې يې د عالي فېشن نماينده ګي كوله ، سترګې يې غټې او وريځې يې تورې وې او د نورو اروپايانو په خلاف يې نه وي خرييلې ، ښايي د شرقيانو دغه احساس يې ښه اېسېدلى و . د هغې شونډې هم د پخو انارو په څېر وې او هېڅ ډول رنګ يې پرې نه و مښلى ، د هغې هر څه د تعريف او ستاينې وو، خو د هغې سرو غومبرو د هغې د څيرې په جوړونه كې تر ټولو لوړ ځاى درلود او چې كله به موسكۍ شوه ، نو د ډېره لېرې به يې د سرو غومبرو د ځلا پړك سترګې وبرېښولې .

په رستورانت كې ناستې نجونې يوه هم د دې په منګ نه وه ، خو د هغې حسينې څېرې له هر چا زړونه كښلي وو او د ټولو سترګې يوازې د دې په لور كږې وې .

حسن او ملګري يې هم له هماغه پيله په دې ګرم شول ، دواړو جوړو تر ډېره وخته يوه بل ته هېڅ ونه ويل او هر يوه جوړه بلې ته د خبرو او پېژندنې د وړانديز په انتظار و ، يوازې د سترګو په رنګارنګ كتلو يې د يوه بل حركات څارل ، خو د ساز او سندرو د پيل درشل و چې حسن او ملګرو يې دغه سكوت مات او دوى ته يې د پېژندنې وړانديز وكړ د هغوى ځواب مثبت و او بيا هرې يوې ځان ور وپېژاند :

- ناديا

- ناتاشا

- تانيا

د پاخه منګ ښكلې ښځه ناديا وه چې تر ټولو يې ځان اول ور وپېژاند حسن په خندا كې خپلو ملګرو ته په هماغه لومړي ځل وويل :

- بس همدا پخه يې زما .

له دې وروسته د دوى د پېژندنې په وياړ د پيالو د پورته كېدو وړانديز وشو او لا يې پيالې په سر نه وې رااړولې چې بيا سازيانو په ساز پيل وكړ ، هر يو پاڅېد او دوى يې نڅا ته راوبللې .

نڅا خورا په زړه پورې وه ، له يوې خوا د سازيانو مست ساز او سندرو او له بلې لورې د برېښنا د شنو ، سرو ګروپانو پړقېدل او لګېدل ، رستورانت ته پوره ښكلا وروبخښله ، د نجونو نڅا ، اتڼوڼو او د دوى مستو خنداګانو زړونه تخڼول او نازول. ښه شېبه ونڅېدل او د نڅا په جريان كې يې ډېرې كيسې يوه بل ته سره وكړې . دواړه لورې يو له بله خورا راضي وې او چې لا ساز څه شېبه غلى شوى نه و ، تر پايه يې نڅا ته دوام وركړ ، خو كله چې ساز د لنډ وخت له پاره ودرېد ، نو د معمول په توګه دوى هم بېرته خپلو مېزونو ته ستانه شول . بيا يې څو څو ځلې پيالې په سر راواړولې او چې تر هغې يې دوه – درې ځلې پيالې ډكې او تشې كړې. ساز بيا وغږول شو ، او د سندرغاړو مستو سندرو زړونه وتخڼول ، دوى هم په پوره شوق نڅا ته بيا ور ولاړ شول ، خو دا ځل ناديا هغه د پاخه منګ ښكلې ښځې حسن دوى بدرګه نه كړل . هغې تا به ويل په مېز سليخ شوي وي ، له ځايه هېڅ راونه خوځېده او په خپل ځاى يې په څوكۍ ټينګه تكيه ووهله .

- اوه ! خدايه ! هغه ولې داسې برګه او مچو چيچلې ده … ښايي زموږ له كوم ملګري كومې خطا سر وهلى وي .

دا او دا څېر ډېرې خبرې د حسن په زړه كې وګرځېدې . په بيړه يې د نڅا ميدان پرېښود او د دې د احوال په لټه د دې خوا ته ورنږدې شو .

- سلام ! ګرانې ! … ولې خوابدې يې … څه مرسته كولى شم ؟

خو د هغې هركلى خورا سوړ و ، هېڅ ځواب يې وانه ورېد . لږ څه شېبه وروسته يې ورو ، خو د غضبه ډكه خبره وكړه :

- له تاسې كركه لرم … مه رانږدې كېږه !

دې خبرې لكه اسماني تندر د ده په سر كې څړيكې وكړې . نه پوهېده څه وكړي او څنګه يې خبره ورغبرګه كړي او چې غوښتل يې خپل عكس العمل څرګند كړي ، له لېرې يې ملګرو او ورسره نڅېدونكو پېغلو د سر په اشاره د نڅا ميدان ته راوباله . هېڅ يې ونه ويل ، او په ورو شان د نڅا ميدان ته ورګډ شو ، خو اوس نڅا او ساز دواړه په ده بد لګېده او هر څه يې اوس د خپلو ملګرو او د مېز د نجونو د طبعې په خاطر كول . په ده كې اوس د خوښۍ احساس مړ و . په ناديا چې څومره ژر مئين شو ، هومره ژر يې په زړه كې كركه هم وكرل شوه .

ناديا خپلې سترګې د دوې په لور نيولي او د هر ليد او كتلو يې د دښمنۍ او تربګنۍ اور بليږي ، د دوى له هر حركت سره يې افسوس كاوه ، اوسيلي يې ويستل او بيا له ځانه سره څه وايي .

د حسن بيا طاقت ونه شو ، خو چې د ورتلو تكل يې كاوه ، بيا ساز غلى او دى هم بېرته له خپلو ملګرو سره خپل مېز ته راوګرځېد ، دا ځل د ناديا له خولې بې اختياره ووتل :

- اوف ! چې څوك زما ستاسې په وطن كې مړ واى .

د حسن يوه ملګري په حيرانتيا وويل :

- دا څه پرتې وايي ، لكه چې نشه وي ؟

حسن په بيړه په غوسې ځواب وركړ :

- ښه جوړه ده ، اصلاً ډېره بې حيا او لوى سترګې ده .

د دوى په دې وضعيت لكه چې د مېز نورې نجونې هم ورسېدې ، يوې په ورو شان وويل :

- دا احمقه لكه چې نشه شوه ، پام مه ورته رااړوئ .

بيا يې ناديا ته مخ وروګرځاوه !

- ناديا ! ولې داسې احمقه شوې ، دوې هرڅنګه چې وي مسافر دي ، مېلمانه دي.

- خو د ناديا احساس او كركه هماغسې تاوده وو .

- اّه ! ما به دوى ته دا نڅا ښوولې واى ، چې څوك مې هلته مړه واى .

او د ده د دې خبرې سره د حسن يوه ملګري مخ ورواړاوه ، او په قهر يې وويل :

- څه دې كولى شول ؟ … اوس دې هم څه چې د وسې پوره وي ، درېغ يې نه كړې .

بيا د هغې بلې ملګرې مخ ورواړاوه :

- ناديا ! هيله كوم … دا رستورانت دى ، نه د كرملين ماڼۍ … دا د تفريح او پام غلطۍ ځاى دى ، نه د رياست او ديپلوماسۍ .

او بلې يې په پلوۍ وويل :

- ناتاشا رښتيا وايي … دا زموږ او د دوى خبرې نه وي ، دا د برژنيف او كارمل خبرې دي … دوى او موږ عادي خلك يو .

خو په ناديه هېڅ خبرې اغېزه نه درلوده او د پخوا په څېر يې پرله پسې دغه يوه جمله تكراروله :

- كاشكې زما څوك ستاسې په وطن كې مړ واى … تاسې ته به ما دا نڅا درښوولې واى .

دوى په همدې جنجال كې و ، چې بيا ساز او اواز د رستورانت چوپتيا ماته كړه ، تر خوا ناستو نجونو بيا دوى ته د نڅا په لور بلنه وركړه ، ټول سره د دې چې د نڅا مينه يې ناديا په ډېره بېرحمۍ وژلې وه ، ورسره په ډېر سړښت له ځايه پورته شول .

دا ځل نه يوازې حسن ته نڅا ستړې كوونكې وه ، بلكې د دواړو ملګرو چُرت يې هم ښه نه و او دوى هم په هغه شور او قوت سره نه شو نڅېدلى . او چې ورسره نڅېدونكيو نجونو يې دغه حالت احساس كړ ، نو دستي بيا يوې وړانديز وكړ :

- زه پوهېږم چې نادانې ناديا ستاسې افكار ګډوډ كړل او خوشالي يې له تاسې وتختوله ، خو خيال پرې مه ساتئ !

او بلې د دې خبره ورغبرګه كړه :

- ناتاشا رښتيا وايي … هغه هسې لېونۍ ده ، پروا يې مه ساتۍ !

بيا يې ناتاشا ته مخ راواړاوه :

- څنګه خوښه دې نه ده ، چې يو دوه پيالې پورته كړو ، د دې خلكو فكر بايد بلې خوا واوړي .

او د ناتاشا په ځاى زموږ ملګري ځواب وركړ :

- په ځاى خبره ده … هر څه ستړي كوونكي دي ، نور هېڅ شى خوند نه راكوي ، فكر بايد بلې خوا ته لاړ شي .

او دوى ټولو يوه بل ته د تاييد په ډول سرونه وښورول ، او له ځايه روان شو ، خو هلته هم له ورايه د ناديا تروې تنډې او د دوى په ادرس له ځانه سره د سپكو سپورو زمزمې د دوې په ذهن كې عجيبه ننداره جوړوله . دوى هرڅنګه چې وو ، زړه لوى كړ ، او په مېز كېناستل ، خو په ناستې يې د ناديا ټنډه هم لكه پښېمانه شوې چې وي ، وغوړېده . له خولې يې هېڅ نه راكښل او قرار په خپل ځاى ناسته وه .

ناتاشا دستي په ټوكو كې وويل :

- ناديا ! لكه چې عقل دې سر ته راغلى دى ؟

ناديا هېڅ ونه ويل … نه ! ښه ! او نه بد .

بيا تانيا خبرې پيل كړې :

- څنګه ناديا لكه چې د چلنده دې پښېمانه يې ؟

ناديا هماغسې چوپ وه ، او لكه چې بې ځوابه وه ، ناڅاپه ناديا په خبرو راغله … خبرې پرېږدئ ! راځئ چې پيالې پورته كړو !

ناتاشا ځواب وركړ :

- موږ هم د څكلو لپاره ميدان پرېښود ، خو له تا هيله كوو ، چې سياست شا ته واچوې او نور زلميان خوابدي نه كړې .

ناديا بيا ځواب ورنه كړ ، او لكه چې څه يې نه وي اورېدلي ، خو لږ ځنډ وروسته يې بيا خپله غوښتنه تكرار كړه :

- خبرې پرېږدئ ! پيكونه پورته كړئ !

پيكونه ډك او په لاسونو كې ونيول شول ، حسن غوښتل يو څه ووايي ، خو ناديا ترې لومړۍ او د خبرو وار يې واخېست :

- زه به يو څه ووايم … خو له تاسې ټولو هيله كوم ، زما شعار بدرګه او تاييد كړئ!

حسن او ملګرو ټولو د تصديق سرونه وښورول . هغې په داسې حال كې چې لاسونه يې رېږدېدل او غومبري يې د احساساتو سره رااوښتي وو ، په زور راغږ كړ :

زما خبرې اورئ !؟

ټولو ځواب وركړ :

- هو ، ډېر ښه .

- نو پيالې پورته كړئ !

ټولو پيالې پورته كړې .

ناديا شعار پيل كړ :

- ستاسې د نابودۍ په هيله !

او پياله يې بې اختياره په سر راواړوله .

دې خبرې په ټولو لړزه راواسته ، حسن او ملګري يې حيران دريان شول ، حسن غوښتل څه ووايي ، خو ناتاشا پرېنښود او ناديا ته يې كلكه څپېړه وركړه ، خو ناديا د هېڅ او هېچا پروا ونه كړه ، او دا ځل چې تر څو د ټولو پام كېده ، د ودكا پاتې بوتل چې نيمايي ته رسېدلى و په يوه ساه ټول په سر راواړاوه . په لږه شېبه كې په رستورانت كې عجيبه ننداره جوړوه شوه ، سازيانو ساز ودراوه او د رستورانت مسوول د رستورانت د تړل كېدو اعلان وكړ ، ناديا لكه حلال كړى حيوان په زمكه پړمخې برابره غځېدلې وه له خولې يې ځګونه ختل او د بې هوښۍ په نړۍ كې ډوبه وه .

كابل ، د 1370 هجري لمريز د حمل 2

0 Comments:

Post a Comment

<< Home