Friday, March 10, 2006

د خير كار

د دروازې په زوره وهل او د باندې په كوڅه كې د وسله والو طالبانو شور او زوږ د ټنګ ټكور ټول پروګرام ګډوډ او له ټولو يې اّرام او خوښي وتښتوله ، ټول له يوه سره په منډه په كوټو كې خواره او د هېچا له خولې سوڼ قدرې ونه خوت ، ټولو يوه بل ته رډ رډ كتل ، خو لويې دروازې ته هېچا زړه نه ښه كاوه ، ناببره جنت ګل ته يو كس وړانديز وكړ :

- جنرال صاحب ! ورووځه ،كه موږ هر يو لاسته ورشوو ، ولا چې په وهلو خو مو پوستكى وباسي .

جنت ګل په خپله اوږده ږيره لاس راكښود ، كلمه يې په ځان چوف كړه او د دروازې په لور ، ځولۍ – ځولۍ ور روان شو :

له دروازې د باندې د وسله والو طالبانو ګواښونو يې په وجود كې وينه وچه كړه ، خو زړورتيا يې له لاسه ورنه كړه ، لويه دروازه يې پراننېستله ، يوازې له دروازې يې سر لږ شان ور وويست او بيا په عجز او زاريو سر شو :

- صاحب ! زه پخپله طالب يم ، جنرال يم ، د پوليسو په قوماندانۍ كې يم ، … هسې دې ځوانانو ته دې خداى انصاف وركړي … .

لا خبره يې بشپړه كړې نه وه چې له د باندې يې كلكه څپېړه وخوړه .

- چوپ شه منافقه ! د طالب نوم په ځان مه ږده ، كه نه اوس دې دا شاجور په ګېډه درتشوم .

جنت ګل په ورو سر رادننه كړ ، خو لويه دروازه يې هماغسې تړلې پرېښوده او بيا د دروازې له شا په زاريو شو :

- په خداى قسم خورم كه چا هېڅ شى كړى وى .

وسله وال طالب وغورېد :

- د دوكڼو ساز مو عالمونه په سر اخېستي وو او ته منافق وايې چې هېڅ شى … .

جنت ګل بيا ځواب وركړ :

- صاحب ! ښادي خو خامخا څه خندا او ساتيري غواړي ، خو زه په دا سپينه ږيره درته قسم خورم ، كه چا باجه او يا دوكڼه وهلې وي .

وسله وال طالب پوښتنه وكړه :

- او كه مو بيا درسره پيدا كړل :

جنت ګل ځواب وركړ :

- بس غرغره مو كړئ ! ما خو په قوماندانۍ كې ټوله دنيا پېژني .

وسله وال ملا وويل :

- چې داسې ده د دې دوكڼو غږ مو له كومه راته ؟

جنت ګل ځواب وركړ :

- دا هسې د تېلو بوشكه او لويه د اغږلو كاسه وه .

وسله وال ملا په غوسه شو :

- منافقه په دا سپينه ږيره درواغ مه وايه .

جنت ګل بيا په قسمونو سر شو :

- په خداى قسم خورم ملا صاحب ! …

د ډلې مشر ملا لږ څه ارام شو :

- ښه چې قسم خورې .. هغه كسان او هغه شيان دلته راحاضر كړه :

جنت ګل وويل :

- په سترګو ! خو سوال درته كوم چې هلكانو ته به څه نه واى .

وسله وال ملا وويل :

- كه له كاسې او بوشكې داسې لعنتي ساز جوړولى شي ، بخښم يې .

په جنت ګل كې په دې خبره سا وچلېده ، ژر په هغو زلمو پسې ورغى او په بيړه يې هغه دوه زلميان ، بوشكه او كاسه حاضر كړل .

ملا له دروازې ورغږ كړ :

- د باندې يې راوباسه !

جنت ګل زړه نازړه دروازه خلاصه كړه .

- بيا ملا له زلميانو وپوښتل :

تاسو دې خداى ووهي چې باجه او دوكڼه مو نه دي وهلي ؟

زلميانو په زړورتيا ځواب وركړ :

- په خداى قسم خورو .

بيا نو ملا امر وركړو :

- ښه نو شروع كړئ چې اوس مو دروغ او رښتيا معلوم شي .

زلميانو دستي د بوشكې او كاسې په وهلو پيل وكړ . ساز لكه جادو په ټولو وسله والو داسې اغېز وكړ چې يوه د درېدلو بولنه نه وركوله ، خو د ډلې مشر وويل :

- يره دا د كافر شيان خو ولاكه د باجې او دوكڼې سره وپېژنې .

وروسته يې زلميانو ته كړل :

- ښه تاسې اوس ورسره يوه سندره هم ګډه كړۍ !

زلميانو پوښتنه وكړه :

- كومه سندره !ء

له يوه طالبه غير ارادي ووتل :

- په طالبانو پورې دې كومه سندره نه ده ياده ؟

زلميانو دستي ځواب وركړ :

- طالبه ډېر مې يادېدې … .

د طالبانو مشر په منډه ځواب وركړ :

- بس د نښې منځ دې ووېشت .

بيا زلميانو سندره پيل كړه او چې سندرې ټول پسې واخېستل ، نو د طالبانو مشر لكه جادو چې پرې وشي ، ناببره له خولې ووتل :

طالبه خداېږو به ملا شې

په كتاب پروت يې يادوې شينكي خالونه

او بيا لكه له خوبه چې راكښيني ، دستي يې امر وكړ :

- هلكان پرېږدئ ، ځكه لوظ مو ورسره كړى ، لوظ نه ماتوو ، دا كاسه او بوشكه راواخلئ ، ټوله خبره په همدې شيانو كې ده .

بيا يې هلكانو ته مخ كړ :

- ځئ كور ته ! معاف مې كړئ ! لوظ نه ماتوو ، خو كاسه او بوشكه پرېږدئ . دې ښارښتي شي چې په موږ ښارښت راوست ، ستاسو لاسونه بيا كله اودرېږي ، بيا به تر سهاره ګډ ياست .

- د دوى له منځه د يوه طالب له خولې غيرارادي ووتل :

- ملا صاحب رښتيا وايي ، كه لږ دا ساز اوږد شوى واى ، ولا چې زه يې په ګډا راوستى واى .

بل هم د ده په پله وويل :

- ولا چې زما اوږې يې هم له مستې وخوځولې .

درېيم طالب پوښتنه وكړه :

ملا صاحب ! بوشكه او كاسه چېرې وړو ، وړو يې چې چېرته مجلس پرې تود كړو، كه څنګه ؟

ملا په قهر شو :

- بوشكه او كاسه بلې دنيا ته .

بيا يې وويل :

- بس څومره چې دې د كافر شيانو ته ورګورۍ په تاسو د منكراتو پيريانو كښېني.

بيا يې په زور غږ كړ :

- راواخلئ دا لعنتي شيان چې ولايت ته يې د معجزې كيسه تېره كړو ، بيا هغوى پوه شه او فرمان يې .

بوشكه او كاسه يې راواخېستل او په راسبا يې نېغ د ولايت د امير مخې ته كېښودل .

امير چې څنګه له حاله خبر شو ، هغه هم خورا حيران شو او په حيرانتيا يې وپوښتل :

- رښتيا وايي !؟

ملا ځواب وركړ :

- په خداى قسم خورم كه دې له سم ډول سره پېژندلى واى ، داسې غربهارى يې كاوه چې څه يې كوې .

بيا د ولايت امير د امر بالمعروف او نهى عن المنكر رئگيس ته مخ ور واړاوه .

د امر بالمعروف او نهى عن المنكر رئيس وړانديز وكړ :

- دا مخلوق كه هر څومره بند كړۍ ، يو سورى په هر شكل چې وي ځان ته راوباسي .

والي ته هم خندا ورغله .

- او يوه لار ځانته پيدا كوي .

بيا لږ څه جدي شو !

- ښه چاره څه ده ؟

رئيس ځواب وركړ :

- بس منكرات چې دومره چالاكي كوي ، موږ يې هم ټول سوري بايد وربند كړو .

امير وپوښت :

- د دې معجزې په باب څه وايې ؟

رئيس په بيړه ځواب وركړ :

- بس حكومت او يا مشر ملا ته وړانديز وليكه چې د داسې بوشكو او كاسو په وارداتو دې بنديز ولګول شي .

- امير وويل :

- او دا چې راغلي !؟

رئيس ځواب وركړ :

- د راغليو په اړه دې سر له سبا په لوډسپېكرونو كې اعلان وشي چې ټولې دا ډول كاسې او بوشكې دې زموږ ادارې ته وسپاري .

امير يې په بيړه وړانديز تصديق كړ :

- بس زه همدا اوس دا د خير كار دستخطوم .

رئيس يې په ملاتړ وويل :

- او زه دا اوس خپلو طالبانو ته امر كوم چې په تطبيق يې لاس پورې كړي .

براتسلاو - سلواكيا

د 2004 ميلادي كال د اپريل 20

0 Comments:

Post a Comment

<< Home