Friday, March 10, 2006

پنځوس ميليونه


هغه څوك چې بن لادن مړ يا ژوندى امريكايانو ته وسپاري ، د پنځوس مېليونه ډالرو انعام به خپل كړي . خبر لا پاى ته نه و رسېدلى چې د جانداد له خولې بې اختياره ووتل :

پنځوس مېليونه !

بيا يې د مقاومت او جهاد د كلونو نژدې ملګري ګلداد ته مخ ور واړاوه او د دويم وار لپاره يې د اوږده اسوېلي په ملتيا وويل :

پنځوس مېليونه ؟ دې ته غوپه وايي .

ګلداد يې خبره تصديق كړه :

ښه مشوړه ده ، خو داسې نر لا مور نه دى زېږولى چې د ده درك معلوم كړي … هغه په پنځوس مېليونو سوړو كې پيسې لټوه نو !

جانداد دستي ورغبرګه كړه .

امريكايان ساده ګان نه دي . دوى پوهېږي چې په پنځوس مېليونو سوړو كې د هغه درك همداسې پنځوس مېليونه كلونه او سرونه غواړي .

بيا يې ګلداد ته وويل :

خو پنځوس مېليونه ډالره هم په خوله ياديږېي ، كه سړى د دې پيسو له پاره 50 مېليونه خطرونه هم په ځان ومني لا كم دي .

خو ګلداد وويراوه :

- خو هغه ګوره داسې وړې سپګې نه دى خوړلى ، د هغه معاملې كې ګوتې وهل ، لكه په سره انګار كې چې پښې ږدې ، له امريكايانو نه د ده خبرلوڅي ډېر دي . او چې خبر شي درباندې ولا چې د پنځوس مېليونو سوړو څخه خو دې راوباسي .

جانداد په خندا شو .

- او پنځوس مېليونه ميخونه خو دې په سر ټك وهي .

خو ژر بېرته اصلي خبرې ته راغى .

- ښه څه يې كوې ، اوس اصلي خبرې ته راشه ! ته څه وايې ، چې كه مټې پسې رابډ وهم ، څه به ونه شي . په طالبانو كې خو بلا لوى خلك لرم .

ګلداد وپوښت :

- نو ته وايې چې ځان يې ليكو ته ورګډ كړې .

جانداد ځواب وركړ :

- خود ، كه خداى يې كوم وت راپيدا كړي .

ګلداد يې خبره تاييد كړه :

- دا خو دې ولا ښه سوچ كړى ، چې مازې بوى يې درشي او په ډاډه شې ، امريكايان دې خالي لاس نه پرېږدي ، د خلكو خولو كې ګوتې ووهه ، څه هرومرو ترې راوځي .

جانداد وپوښت :

- څه وايې ، چې دا كار څنګه كېدونكى دى ؟

ګلداد په بيړه ځواب وركړ :

- كار خو ګران ، خو شونى دى . بس داسې وكړه چې په غرونو ورسر او طالبانو ته ځان وروسپاره او زه به د امريكايانو سره شم . بس چې څه اورې او ګورې ، ما ته احوال رالېږه . بيا زه پوه شه او امريكايان .

دوى په همدې خبرو كې وو چې د ماښام اذان وشو ، او په اورېدو يې دواړو خبرې بس او په منډه يې جومات ته ځان ورساوه .

جانداد له لمانځه وروسته ګلداد سره مخه ښه وكړه او كور ته روان شو . كور ته د راتګ په ټوله لار يې ګڼو فكرونو زړه ته لار وكړه او هغه ټول په بن لادن او د 50 مېليونو ډالرو په هوس راتاوېدل . وېرې واخېست او څه عجيبه پوښتنې ورسره پيدا شوې . كه راباندې پوه شي ؟ دوى يې چې په دومره سړو او پيسو كې نه شي لاندې كولى زه به يې څنګه ومومم ؟

- چې ظاهرشاه يې په ايټاليا او مسعود يې په چاريكارو كې ښكار شول ، زه څنګه ترې بچېداى شم ؟

په همدې چرتونو او خيالونو كې و چې كور ته راورسېد كور ته په راننوتلو هم هماغه چرتونه او خيالونه ترې راتاو وو او داسې فكر نه كېده چې دى دې په خپل كور كې وي او د خپلې ښځې خوا ته دې ولاړ وي ، بلكې بيخي په بله نړۍ د بن لادن او د پنځوس مېليونو د هوس په نړۍ كې يې مزلې كولې .

دې پوښتنو او ځوابونو ترې خوب وتښتاوه ، اړخ په اړخ اوښت رااوښت او د اوږدو چرتونو په ټال كې يې ټالۍ وهلې ، خو دوهمې او ځوانې ښځې يې د چورتونو لړۍ پرې كړه .

څه درباندې شوي ؟ ويده يې كه وېښ !؟

سم له لاسه يې ځواب وركړ :

- سودا رالوېدلې .

ښځه حيرانه غوندې شوه .

- د څه شي سودا ؟

جانداد ژر ځواب وركړ :

- د بن لادن .

د ښځې حيرانتيا نور هم زياته شوه .

- بن لادن !؟ ستا يې په هغه څه كار … هغه خو د امريكايانو مدعي دى .

جانداد وپوښتله :

- راډيو دې واورېده ؟

ځواب يې وركړ :

- نه .

په بيړه يې د راډيو له اعلانه خبره كړه .

- د بن لاندن په مړي يا ژوندي امريكايانو ( 50 ) مېليونه ډالره منلي .

ښځې په حيرانتيا تكرار كړه ؟

- پنځوس مېليونه ډالر !

جانداد وويل :

او ! پنځوس مېليونه .

پنځوس مېليونه يې څو څو ځلې واړول راواړول او بيا يې ښگځې ته مخ ور واړاوه .

- پوهېږې ، ښځې ، كه مې خداى په دې كار كې كامياب كړي په سرو او سپينو كې به ګرځې . دومره پيسې په خولې يادېږي . بيا به هېڅ قوماندان زما سيال نه وي ، چې پيسې وي سړي هم وي او چې سړي دې وي امريكايان دې هم خپل دي او بيا چې په كوم منصب لاس كېږدې هغه دې خپل دى .

خو ښځې يې ووېراوه :

په خزانې پسې كه سره زر هم وي څوك ځان اور ته نه ګوزاروي . لږ اوار راځه ! اوس دې د څه شي كمى دى ؟

جانداد وويل :

- كمى !! … دا دوه موټرګي ، يوه بنګله او دوه دوكانګي ، دا دې ټوله دارايي ده . په دې تاسې دواړه د دومره لښكر بچيانو سره ساتل كېږئ ؟ زه له كوم صاحبه كم يم . له چا كم جنګېدلى يم ، په شمار مې (10) جازونه په سټينګر وېشتلي ، (25) ټانګونه مې په خپل لاس سوځولي ، (1500) ملحدين مې په خپل لاس له تېغه تېر كړي . دا دومره قربانۍ او دا دومره ستړې … دا ټول په هوا ولوزوم ؟ … جنګ كې دې د مخه او غنيمت كې دې د ټولو شا ته ، دا شونې نه ده .

جانداد په راسبا دستي ګهيځ له كوره ووت ، او نېغ هغو سيمو ته ورغى چې يې فكر كاوه ګوندې بن لادن به هلته پټ وي . د نورستان غرونه ، توره بوړه ، كونړونه، سپين غر ، هلمند ، ارزګان … يو ځاى هم ترې پاتې نه شو . خو په هېڅ ځاى او سيمه كې د بن لادن څرك ورمعلوم نه شو . په دې لټه يې پوره كال واوښت، خو لټې يې ثمر ورنه كړ . د بن لادن نه ميندنې هغه پوره نهيلى كړ . داسې يې انګېرله لكه لويه جګړه چې يې بايللې وي . دا يې خپله لويه ماته ګڼله ، داسې ما ته لكه يو لوى امپراتور چې وي او د يوه هېواد په يرغل كې پاتې راغلى وي .

دې ماتې نه يوازې د ده د (50) مېليونو حاصل شنډ كړ ، بلكې د ده په نه تسليمېدونكي غرور يې هم لوى اثر پرېښود .

د دومره ډېرو پيسو هوس يې عجيب فكرونه په ذهن مېلمانه كړي وو :

- كار هم ونه شو او دا د ظالم زوى هم يوه ورځ ضرور راباندې خبرېږي … يو څه فكر په كار دى !؟

ناببره بيا د سوچونو درياب واخېست .

خامخا بايد يو څه وكړم . دا غوپه مې بايد له لاسه ونه وځي .

د بن لادن څېره چې له جيبه راوكښله او ښه شيبه يې په ننداره شو .

- دا به چا ته ورته وي ؟

دستي يې په خپله ځان ته ځواب وركړ .

- خانمير كاكا ! هغه خو په عمر پوخ دى .

بيا يې شاه ځوان ماما په نظر ورغى .

دى هم ورته دى ، خو دى همم په عمر نه ور برابرېږي .

ګلاب چې خورين يې و ، په ذهن كې تداعي شو .

- دا سركوزى ورته دى .

- خو افسوس يې وكړ !

كاشكې چې خام نه واى .

په درنګ شېبه كې يې ټول كلى او خپلوان مخې ته ودرېدل او له هر يوه سره يې د بن لادن څېره پرتله كړه ، خو له بل هېچا سره يې سر ونه خوړ .

كور ته د راتګ په ټوله لار كې يې دا چرتونه او فكرونه ووهل . په همدې چرتونو كې و ، چې بيا كور ته راورسېد .

كله چې كور ته راورسېد لا يې د كور د دروازې په ډبولو لاس نه و پورې كړى چې له ده كشري يوازېني ورور يې له لېرې پرې ورغږ كړ :

- لالا ستړى مه شې .

جانداد د خپل ورور په ليدو ټكان وخوړ ، خو له حيرانتيا سره يې يوې غيرې مريي خوښۍ په زړه كې ځاى ونيو :

دا مې څنګه له پامه وليدلى و ، دا خو كټ مټ ورته دى ، په خپله هماغه دى … .

دې فكر يې په ذهن د خوښۍ احساس پاچا كړ . د مخه تر دې چې كور ته ورننوځي . ورور ته يې په ورو شان وويل :

ته درځه ! زه لږ سارا ته تېرېږم .

په بيړه يې بيا د بن لادن تصوير له جيبه راوكيښ ، او په ننداره يې شو ، ښه پوره شېبه يې د ورور او بن لادن په پرتلې ذهن وجنګاوه . بيا د كشرۍ ښځې كوټې ته ورننوت ، ښځه يې له ليدو په بيړه ورغاړې وته :

ودې مينده !؟

او د ده له خولې دستي د رحمان بابا دا شعر راووت :

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي

چا ويل چې په درياب كې ګوهر نه شته

خو ښځه يې جدي شوه :

څه د لېونيانو غوندې سر يې ؟ سم دم ووايه ! بيا دې موند ؟

جانداد په بيړه ځواب وركړ :

- خود .

ښځې يې د ځاى پوښتنه وكړه :

- چېرته ؟

جانداد ځواب وركړ :

- همدلته .

هغه حيرانه شوه .

- چېرته دلته !؟

جانداد ځواب وركړ :

- بس همدلته ، په همدې كور كې .

ښځه نوره هم حيرانه شوه .

- دا څه په ګډو وډو سر يې .

جانداد موسكى شو :

- نور يې څه كوې ، كه (50) مېليونه درته رانه وړم ، پنځه مېليونه خو به شي .

ښځې يې وضاحت وغوښت :

- زه دې په خبرو نه رسېږم .

جانداد ورسپينه كړه :

- دا عكس ګورې ؟

ښځې ځواب وركړ .

- هو ، دا خو بن لادن دى .

بيا يې پورته په دېوال كې راځوړند عكس ته ګوته ونيوله :

- پاس عكس وينې ؟

ښځې ځواب وركړ .

- دا خو مې د لېوره ، ستا ورور زرداد دى كنه !

جانداد پوښتنه وكړه :

- په دواړو كې فرق وينې ؟

ښځې يې په حيرانتيا ځواب وركړ :

- … دا خو لكه سكه وروڼه چې وي .

جانداد كړس په خندا شو .

- راكړه لاس ، وموګټله ، همدا ستا تصديق مې په كار و .

ښځې يې په حيرانتيا بيا وپوښت :

څه شى دې وګاټه !؟

ځواب يې وركړ :

- 50 مېليونه ډالره .

بيا يې وويل :

- خبره خلاصه شوه .

ښځې يې بيا وپوښت :

- د څه شي خبره ؟

جانداد ځواب وركړ :

- د زرداد خبره ، زما د ورور زرداد .

ښځه نوره هم حيرانه شوه .

- ولې څه خبره ده ؟

جانداد ځواب وركړ :

- بس لكه چې مقصد كې خداى كامياب كړو .

ښځې وپوښت :

- د څه شي مقصد ؟

جانداد ځواب وركړ :

- د مېليونو ډالرو مقصد .

د ښځې زړه تنګ شو .

- خبره رالنډه كړه .

جانداد وويل :

- خبره لنډه شوه .

ښځې يې بيا وپوښت :

- څنګه ؟

جانداد ځواب وركړ :

- داسې چې زرداد په مرګ او موږ په ژوند جنت ته ځو ..

د ښځې له خولې ناڅاپي چېغه پورته شوه :

- دا څه وايې ، وژنې يې ، خداى به اوس اسمان راوغورځوي سكنى ورور دى وژنې … ؟

جانداد احساساتي شو .

- دا په كابل كې چې دا دومره كلونه زموږ په پاچاهۍ كې مرګونه وشول ، دا څه وروڼه نه وو ، هلته ولې خداى اسمان نه راغورځاوه !؟

ښځې نور هېڅ ونه ويل ، خوابدې ، ژړغونې او بېرېدلې بلې خونې ته لاړه ، خو جانداد خپل حال ته پرېنښوده ، او نېغ پسې ورغى د تفنګچې لټ يې وواهه او په كراره شان يې د غوږه ورتېره كړه .

- سوڼ دې ونه باسې ، كه دې څوك خبر كړ ، دا شاجور ټول درباندې تشوم .

بيا يې په كراره سره وويل :

- زه خو دا يوازې ځان لپاره نه كوم ، غواړم چې ان كړوسيانو ته دې د خانانو ژوند جوړ كړم .

ښځې يې چې رېږدېدله په كراره ورغبرګه كړه .

- زه او بچيان مې دې زهر وخورو . د خداى روى وګوره .

خو جانداد لكه چې هېڅ يې نه وي اورېدلي خبره واړوله او د خپل مرام په پلي كېدو شو .

- چېرته ده ، هغه لويه چاړه ؟

ښځې يې هېڅ ځواب ورنه كړ .

جانداد په غوسه شو :

- ځه وركه شه ! په بړستنه ننوځه ! زه يې پخپله پيدا كوم ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي .

لږ وروسته يې لويه چاړه ومېندله او په لږه شېبه كې د خپل مېلمه ورور پسې ورغى .

ورور يې د جانداد د نيمايي شپې بې خبره ورتګ وارخطا كړ او چې كله يې د ده په لاس كې لويه چاړه وليدله وارخطايې څو برابره شوه . فكر يې وكړ چې ورور يې ګواكې لېونى شوى ، نېغ په كټ كې راكېناست ، د مخه تر دې چې له جانداده د ناببره ننوتو په باب وپوښتي ، جانداد ترې ړومبى شو :

- مه وارخطا كېږه . د يوې پوښتنې ځواب ته راغلى يم . راته ووايه چې زه دې ورور يم !؟

زرداد په ژړغوني او حېرانوونكي ډول ځواب وركړ :

خود ، ولې دا پوښتنه كوې ؟

- جانداد بيا وپوښت :

- زما لپاره هر كار ته حاضر يې ؟

ورور يې په كراره د زړه له اخلاصه ځواب وركړ .

- لالا چې سر مې دې هم په كار وي .

جانداد له خوشالۍ نه وغوړېد .

- شاباس ! ورور همداسې وي .

پوښتنه يې تكرار كړه :

- له زړه نه وايې ؟

زرداد ځواب وركړ :

- ما كې منافقت نه شته لالا ، تا سره خو وړوكى رالوى شوى يم ، ته مې د پلار په ځاى يې ، په مرۍ كې مې همدا اوس چاړه راكاږه كه مې د خولې سوڼ وخوت ، خون مې دربښلى !

جانداد نور هم تازه او وغوړېد .

- په ايمان دې رحمت شه .

بيا يې په كراره شان وويل :

- ستا او ځان لپاره مې د ډېرې ښې سودا تابيا كړې .

زرداد حيران شو :

- سودا ! د څه شي سودا . سر مې خلاص نه شو … څه خبره ده ؟

جانداد په بيړه ځواب وركړ :

- څه يې كوې ، د ددواړو په خير ده .

زرداد سپيناوى وغوښت .

- لالا ، راسپينه يې كړه ، څه سودا رااچوې . دا څه شى دي ؟

جانداد ځواب وركړ :

- دا درته نه وايم ، له دې يو خداى ، يو زه او يوه دې كشرۍ ورېندار خبره ده .

زرداد نور هم حيران شو ، خوله يې خبرې ته جوړوله چې جانداد ترې د مخه شو .

- ځه څه يې كوې ؟ تا خو وويل چې هر بار درباندې كېږدم ، غاړه ترې نه غړوې .

زرداد بيا ځواب وركړ :

- لالا ما خو درته وويل چې په مرۍ مې چاړه راكاږې او ستا ښه په شي ، دَووس به نه وكړي ، سر مې درنه ځار لالا .

- دې وروستۍ خبرې جانداد ته د خپل هوډ او نيت حقوقي سند وركړ .

دستي له ځانه سره ګډ شو .

- اوس مې نو خداى ته هم غاړه خلاصه ده .

بيا يې زرداد ته مخ ور واړاوه او ترې ويې غوښتل :

- بس ځه اودس وكړه .

زرداد حيران شو :

- اوس خو د لمانځه وخت نه دى ، لا وختي دى .

جانداد ټينګار وكړ .

- بس خو چې زه څنګه مناسبه ګڼم ، نېك عمل بايد په اوداسه كې وشي ، ځكه بركت ښه كوي .

بيا دواړه د نفلي او ثوابي لمونځ په ادا بوخت شول .

جانداد له سلام ګرځولو وروسته د دعا لاسونه پورته كړل او له ځانه سره په خبرو راغى !

- لويه خدايه ! ته خو پخپله ګواه يې چې ده خپل سر او وينه راوبښله ، په خپل مرحمت مې ټول كړي ګناهونه راوبخښې .

- جانداد به له هر لمانځه وروسته په دعا ښه پوره وخت اړاوه ، خو دا ځل يې دوعا ډېر وخت ونه نيو .

زرداد ته يې مخ ور واړاوه :

- ګوره بيا درته وايم ، چې زما او زما د خير لپاره هره سختي په ځان منې ؟ ګوره خداى هر څه ګوري او اوري يې .

دا ځل زرداد بې حوصلې شو .

- لالا ! دا څه په ګډو وډو سر يې ، څه دې اورېدلي ، خو درته ومې ويل چې سر مې له تا قربان ، دغه دى دربښلى مې دى .

له دې سره سمدستي بيا د جانداد چاړه د سترګو په رپ كې د زرداد مرۍ ته ورسېده او په درنګ شېبه كې يې سر له تنې بيل شو .

د هغه چېغې ژر د جانداد ښځه راخبره كړه ، خو د مخه تر دې چې چېغه كړي . جانداد له لرې پرې غږ كړ :

زه دومره ساده او بې رحمه نه يم ښځې . خداى ګواه دى هر څه اوري او ګوري ، ما ته يې پخپله خپل سر او وينې راوبښل .

ښځې يې غوښتل چې څه ووايي ، خو ده پرېنښوده .

- خو خداى يې بې اجره نه پرېږدي چې دومره يې زما لپاره وكړل ، زما دعا به يې هم ټول عمر په جنت كې ساتي .

ساه يې واخېسته ، او بيا يې خبره داسې وغزوله .

اوس هر څه چې وشو ، د خداى رضا به وه ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي . ښځې يې په داسې حال كې چې له ژړا رېږدېده په ورو شان وويل :

- ستا له لاسه … .

خو جانداد يې خبره ژر په خوله كې وچه كړه .

- بس وركه شه !

بيا يې غلي شان وويل :

- د خداى رضا او د ده خوښه وه … اوس داسې وكړه چې د سر بندوبست يې زما او د تنې يې ستا ، چې بنده ذات درنه خبر نه شي .

- بيا يې په منډه د خپل ورور سر په ځانګړې ټوټه كې وپوښت ، صندوق ته يې ورواچاوه او په بيړه د امريكايانو د پوځي مركز په لور له كوره ووت .

خپل جيپ يې ودراوه او له څو ساعته مزله وروسته يې بيا د امريكايانو د پوځي مركز ترمخه . د موټر په درېدو امريكايي پوځيان حيران شول ، په بيړه يې د ژباړن له لارې د ده د ورتګ پوښتنه وكړه ، خو ده د ژباړن په مخ كې هېڅ ځواب ورنه كړ . په ورو يې د يوه پوځي تر غوږه په كرار وويل:

- بن لادن .

- پوځي حيران شو ، خو هغه ژر خپل جيپ ته لاس ونيو ، امريكايي نور هم حيران شو ، بيا يې له ژباړن وغوښتل چې دى وپوښتي ، خو ده ژر په خپلې خولې لاس كېښود او هغه يې وپوهاوه چې له ده سره د بن لادن په باب پټه خبره لري . پوځي په بيړه له ځايه لاړ او په مخابره كولو شو ترڅو د دې معما په باب خپل مقام ته راپور وركړي . له مقامه دستي امر وشو چې په بيړه يې له موټر سره يوځاى ور ورسوي .

امريكايي پوځي دستي د ده د موټر په لټه شو ، ژر يې د مړ بنيادم بوى پزو ته راغى ، خورا حيران شو ، خو جانداد ژر ورو له غوږه ورتېره كړه .

- بن لادن .

او بيا يې د تېر په څېر په خوله لاس كېښود .

جانداد او ورسره پوځي په درنګ شېبه كې د لښكركوټ مشر ته ورسېدل . او د مخه تر دې چې هغه ته د روغبړ لاس وركړي ، د خپل ورور سر يې د ده په مېز كېښود .

د سر په ليدو د لښكركوټ د مشر په سترګو كې له ډېرې حيرانتيا او خوشالۍ نه اوښكې راغلې ، فكر يې كاوه چې خوب يې وليد . په يوه ساه يې څو ځلې جانداد وپوښت :

بن لادن ، بن لادن ، بن لادن … ؟

جانداد دستي سر وښوراوه .

- خود ، پخپله هاغه دى ، بن لادن دى . يو كال د ده په لټه نه رانه غر او نه سمه ټول مې په يوه پښه پسې وكتل ، صاحب !

د لښكركوټ مشر د مننې له څرګندولو وروسته په بيړه په ټېلفون او مخابره سر شو ، لږه شېبه بيا نه وه تېره ، چې د امريكايانو پوځي ځانګړې الوتكه راورسېده او ژوندى جانداد او وژل شوى زرداد دواړه يې د كابل په لور پورته او واخېستل . په كابل كې دواړه سره بيل شول .

دى په كابل كې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره تم شو او هغه په مدرنو لابراتوارونو كې د څېړنو لپاره امريكا ته واستول شو .

- د سي اّى اى ( CIA ) لوړ رتبه مامور د جانداد په لومړي ليدو له روغبړ وروسته په داسې حال كې چې د خوښۍ احساس يې په ټول بدن خپور و ، جانداد ته له خپل اوسپنيز بكسه د (100) سل زرو ډالرو بنډل راوويست او ويې ويل :

- دا اوس واخله ، هغه كه بن لادن وي او كه نه ؟ دا يوازې ستا د ښه نيت ځواب دى او كه موږ ته په دې هكله مثبت ځواب راشي ، په هماغه دم دې 50 مېليونه خپل دي .

جانداد د پنځوس مېليونو په اورېدو بيا وغوړېد ، په ورو يې د سي اّى اى (CIA) مامور ته كړل :

- خداى دې وخېژوي چې هم ستاسې سر په دنيا كې جګ شي او هم زما خواري اوبه يونسي .

مامور وخندل :

- ستا خواري خو اوبه نه ده وړې ، ما خو درته وويل : سل زره خو دې خپل شو ، هغه سر كه د بن لادن وي او كه د بل چا ؟

جانداد وويل :

- كه د هغه سر نه وي ، د كوم خپلوان خو به يې وي !

مامور يې په ملاتړ وويل : چې هر څوك او هر رګ يې ورسره شريك وي او زموږ لابراتوارونه يې تصديق كړي ، كه پنځوس نه وي پنځه مېليونه خو دې خپل دي .

جانداد وويل :

- او كه بيخي پردى ، بېګناه څوك وي ، نو بيا ؟

مامور وخندل :

- پس بيا دې همدا يو لك په نصيب كې وو .

په جانداد رنګارنګ خيالونو غلبه راوړه او ګڼې سوداګانې او فكرونه ورولوېدل .

كه راباندې پوه شي چې ورور مې دى څه به ورته وايم .

- څه سزا به راكړي ؟ … سزا يې په بلا پسې ؟ دا د دنيا او د خداى تعالى شرمنده ګي ګوره .

خو بيا يې زړه ته ډاډ وركړ .

- ځه ! څه يې كوم !؟ ماشينونه هم غلطي كوي ، كه داسې غلطۍ نه كېدلى ، نو دوى څنګه تېره مياشت د طالبانو په ګومان ماشومان ووېشتل ؟ خداى مهربانه دى كه لابراتوار غلط شي .

له جانداده دا څو ورځې كېدې چې دا ډول اندېښنې او سوچونه راتاو وو . په څلورمه ورځ د سي اّى اى ( CIA ) بل مامور وروغوښت او دستي يې خبر وركړ :

- جانداد خانه ! هغه سر د بل چا وخوت !

جانداد وارخطا شو :

- دا څه وايې صاحب ! خواري مې اوبو يوړه ؟ د ده په لټه خو مې پوره كال تېر كړ، نه رانه نورستان او نه وزيرستان … بس الله تعالى به يې نه وژني ، كه نه ما خو يو كال … .

مامور يې خبره پرې كړه :

- موږ ستا په خبرو باور لرو ، او ستا په اخلاص پوهېږو .

- جانداد له وېرې او وارخطايۍ ژيړ رااوښتى و .

- خو مامور ډاډ وركړ :

مه ډارېږه ، هرڅوك چې وي، وي به، زه هم كه ستا په ځاى واى، داسې مې كول … سړى بايد پرې تېر وځي ، كټ مټ ورته دى . دې كې هېڅ شك نه شته .

جانداد په عجز وويل :

صيب ! دا خو ولا ډېر خراب كار شوى ، هم مې كړې خواري اوبو يوړه او هم مې بېګناه سړى وژلى .

مامور ډاډ وركړ :

هېڅ خبره نه ده ، سهوه يوازې ته نه كوې ، موږ هم كله ناكله تېر وځو . څو ځلې رانه د طالبانو په ځاى عادي وګړي او كوچنيان لګېدلي .

بيا له خپلې چوكۍ راپورته او جانداد ته يې نور پنځوس زره ډالره هم وركړل .

بس دا خبرې د دندو په سر ته رسولو كې پېښېږي ، خو دا ځل تېر نه وځې ، دا ځل به مو د رښتيني بن لادن په سر نمانځې چې هم ته په ډالرو كې ولامبې او هم موږ د ترورېزم سره په مبارزه كې ستر برى لاس ته راوړو .

براتسلاو ، سلواكيا

10 – 1 – 2004

0 Comments:

Post a Comment

<< Home