Thursday, March 09, 2006

د ډوډۍ په لټه

په ژورو چورتونو كې ډوبه وه، سترګې پكې لوېدلې وې، لكه چې ټوله شپه يې په ويښه تېره كړې وه.
شمعې ته يې وكتل نژدې په تمامېدو وه، له خپله ځايه را ولاړه شوه، د مشر زوى سر ته ودرېده، شونډې يې ورپېدې. خدايزده څه يې وويل بيا يې د خپل كوچني زوى له مخ څخه بړستن پورته كړه، پر مخ يې ښكل كړ، سوكه يې له ځان سره وويل:
_ اه خدايه! ته ښه پوهېږې په ټوله ورځ كې يوه خاشه (ټوټه) ډوډۍ، خدايه څه وكم، چا ته ورشم خپلوانو ما ته سترګې نيولي دي.
له خواشينۍ يې سترګې راډكې شوې، ښه ځنډ يې وژړل، په ژړا كې يې له واره چيغه كړه:
_ نه، نه، نه شم كولى، خداى دې مرګ راكړي نه، نه.
اوښكې يې پاكې كړې بيا د خپلو سوچونو دنيا ته ستنه شوه، تېر وختونه ورياد شول، هغه چې ښكلې ځواني يې لرله او ټولې سترګې به د دې پر لوري كږې وې، له دې سره د روزي خان لېونۍ مينه او بيا له هغه سره د ګډ ژوند خوږې شپې.
روزي خان يې سترګو ته جګ ودرېد، داسې ورته ښكاره شوه چې هغه ورته نارې وهي.
_ هيلو وه هيلو، ما مه هېروه پر عبدالله او بسم الله پام كوه چې درنه وږي نه شي.
هيلۍ په ويښه خوب ليد، له ځايه را ولاړه شوه، شمعې ته چې وروستۍ لمبې يې كولې ودرېده.
_ تم ژاړې، ته څه غم لرې، تر ما خوښه يې، اوښكې تويې كړې، بيا مړه شې. . .
خپل غږ يې پسې لوړ كړ:
_ ما ته راشه چې ويلې كېږم، مړه كېږم نه.
بيا يې ورو له ځانه سره وويل:
_ وۍ زه خوم چوره لېونۍ يم، زامن به راويښ كړم، بيا به ډوډۍ غواړي.
پر خپل ځاى كښېناستله. د اولادونو لوږه ورياده شوه، په سوچونو كې ډوبه شوه، په خپله هم وږې وه، زړه يې سولېده، پورته په تاخچه كې يوه ټوټه ډوډۍ يې را واخيستله، نيمه يې كړه خو بيا يې په زړه كې څه ور وګرځېدل، ډوډۍ يې بېرته پر خپل ځاى كښېښوده. دا يوه ټوټه ډوډۍ يې بېګا له خپلو زامنو څخه سپمولې وه، نور نه په كور كې ډوډۍ وه، نه پيسې.
د كور د كاليو ډېره برخه يې لا پخوا خرڅه كړې وه، پخپله لوږه نه وه، د اولادونو لوږې يې زړه خوړ، له ځانه سره يې وويل:
_ څه وكم، چېرې لاړه شم؟ څوك به مې غم وخوري، هديرې ته ځم تر ژوندو مړه ښه دي، ژوندي پر چا زړه سوى نه لري خو مړه خپل هډوكي وركوي، ټول خلك دا كارونه كوي، خرڅ به يې كم، ډوډۍ به پې واخلم.
عبدالله او بسم الله يې له خوبه را ويښ كړل، عبدالله ډوډۍ غوښته مور يې هغه يوه ټوټه ډوډۍ د دوى تر منځ ووېشله خو عبدالله ډوډۍ ايسته غورځاره كړه او په ژړا يې پيل وكړ، هيلۍ يوه كلكه ځپېړه پر مخ وركړه:
_ خداى مې دې درچې (څخه) خلاصه كړي، لېونۍ دې كړم.
عبدالله پړمخې پرېووت ژړا يې نوره هم پسې زياته شوه، مور يې بېرته په غېږ كې ونيو، دې هم ورسره ژړل په ژړا كې يې ورته وويل:
_ مه ژاړه در جار مې كړې، اوس خو ډېره ډوډۍ به راوړم.
هيلۍ په هديره كې پوه شوه چې شپې پسې اخيستې وه، سپيده داغ ته لا وخت پاتې و، ګبڼۍ واخيسته، ټول وجود يې له ډاره لرزېده خپل ځان يې ملامت كړ چې ولې په توره شپه كې دلته راغله.
يو نيم كال دمخه هغه ورځ ورياده شوه چې خلكو د روزي خان جنازه دغې هديرې ته راوړه او دا په وچ زور تر هديرې ورسره راغله او د دېواله څنګ ته يې له خپلو زامنو سره ژړل.
د غو سوچونو يې وېره له ياده وايسته، دواړه زامن يې په څادر كې پټ كړل او دا په كار لګيا شوه، سره له دې چې تياره وه خو په قبرونو كې د هډوكو ټولول دومره ګران كار نه و، ډېر قبرونه دمخه سپړل شوي وو.
هيلۍ په تلوار كله يوه او كله بل قبر ته تله او په وړه پلاستيكي بوجۍ كې يې هډوكي اچول يو وخت يې پام شو چې له خپلو زامنو څخه ليرې شوې ده، په منډه خپل ځاى ته راغله عبدالله او بسم الله ويده وو، هيلۍ بيرته په كار لګيا شوه.
د تيارې لمن په ټولېدو وه او د سهار رڼايي خورېدله هيلۍ سره له دې چې په تياره كې وېرېدله خو د سهار رڼا ته هم دومره خوشحاله نه وه هغې ته دا رڼا د كفن په څېر سپينه معلومېدله، اوس نو بوجۍ ډكه شوې وه، دواړه زامن يې له خوبه ويښ كړل. بسم الله ورته وويل:
_ببۍ تا خو ويل ډوډۍ به اخلو.
_ دا ده اوس خو دومره ډوډۍ به درته واخلم چې ته ووايې بس.
بوجۍ يې پر اوږو كښېښودله، هيلۍ په دې خوشحاله وه چې چا په هديره كې نه وه ليدلې، د هډوكو بوجۍ يې په اوږو دروندوالى كاوه، بوجۍ بل ډول ورته ښكارېده كټ مټ داسې لكه چې د روزي خان جنازه پر اوږو وړي، نن ځان بېخي بل ډول ورته ښكارېده، په غوږونو كې يې ډول ډول غږونو انګازې كولې.
چېگرې يې وړې، هى هى دومره ژر دې هېر كړم.
هغه دي يو يې وړل، لوږې پسې اخيستې ده، زما هډوكي وړي، زما هډوكي خوري.
هى هى ژوندي وګوره، حرص لېوني كړي دي، نور به لاڅه كوي.
مړه هم درڅخه په ارام پاتې نه شول.
ځان وخورئ، دلته مو هم نه پرېږدئ، پر ځان يې هم د انسان نوم ايښى. . . .
هيلۍ فكر كاوه چې دا غږونه به د دې په څېر ټول اوري، دې ته هكه پكه وه چې ښار ولې چوپ دى، ولې ځواب نه وايي.
سره له دې چې اوس يو څه رڼايي وه خو هيلۍ سختې وېرې اخيستې وه پښې يې پسې درنې وې، شا ته يې نه كتل، په ګډو وډو سوچونو كې لوى واټ ته ورسېده له څه مزل وروسته يې لويه شين رنګې دروزاه وټكوله دغه پته يوه اوونۍ دمخه نګارې وركړې وه او ورته ويلي يې وو، چې هغه د هډوكو لوى دلال دى هډوكي په ښه بيه اخلي.
يوه پنډ سړي چې كونډۍ ږيره يې لرله، سپېنې جامې يې په تن كې وې او له حالته يې معلومېده چې د دروازې ټك ټك له خواږه خوبه پاڅولى، په ډېر كاوړ سره دروازه بېرته كړه، خو د ځوانې ښځې په ليدو يې پر پرېړو شونډو موسكا خوره شوه داسې يې وښوده چې له ډېر پخوا يې پېژني:
_ اوهو ته له كومه، په خير راغلې خداى دې راوله.
هيلۍ خپل ټيكرى په سر سم كړ، يوه څنګ ته ودرېده. ويې ويل:
_ په دې بوجۍ كې مې هډوكي راوړي دي. . . .
_ راځه راځه دننه راځه.
_ ته مې زامن وينې چې وږي دي، ډوډۍ غواړي هډوكي من په څو اخلئ؟
د هيلۍ له تروې ټنډې پوه شو چې په رضا نه ورسره ځي، بله لومه يې ورته كښېښوده.
_ هډوكي؟ خبره داسې ده چې هډوكي بېخې ډېر شوي، ټول ګودامونه له هډوكو ډك دي، پاكستان كې يې هم نرخ ټيټ شوى دى، خلكو ته دې خداى انصاف وركړي، چې يوه شي ته يې پام شي ټول منډې پسې وهي.
هيلۍ سوكه وويل:
_ نو نه يې اخلې.
_ اخلم يې، خو په يوه شرط. . . .
د هيلۍ د ټيكري پېڅه يې ونيوله، خبره يې داسې بشپړه كړه:
_ چې ته هم كور ته راسره لاړه شې، څنګه خوښه دې ده؟
دا خبرې نه وې د ټوپك ټك و، د هيلۍ په سترګو توره شپه شوه، سر پرې وګرځېده د خپلو زامنو سپېرو مخونو ته يې وكتل، ستونى يې راډك شو ټيكرى يې له سره اوږو ته وښويېده، ټوله سره پوړېده سترګې يې رډې راوختې، د هډوكو په بوجۍ ورټيټه شوه دوه غټ هډوكي يې راواخيستل پنډ سړى يې پر مخ پرې وويشت. سړي غبرګ لاسونه سرته نيولي وو خلك پرې راټول شول، د خلكو په ګڼه ګوڼه كې د هډوكو د دلال غږ اورېدل كېده:
_ مه يې كوئ غريبه لېونۍ ده، لېونۍ ده.

كابل څارندوى مېنه
18/11/1378


0 Comments:

Post a Comment

<< Home