Friday, March 10, 2006

تصويرونه تقديرونه

پوره درې مياشتې كېدې چې يو له بله سره يې د دهليز له هېندارو نه سترګې جنګولې او د سترګو په هر جنګ كې د مينې په خواږه او نازك تار سره تړل كېدل او د يوه بل زړه ته يې لار موندله .

خو يوازې نن يې د نږدې وصال ارمان پرځاى كړ . او مازې د هغې په يوې اشارې يې د دې غېږې ته ځان ورساوه او د هغې د پستو شونډو د چينې په رودلو شو . بيا يې په ورو د هغې له ګلابي غومبورو ګرمې مچې واخېستې .

مازې په يوه وړه اشاره ، لكه د باد په څېر وروالوت ، پرته له دې چې فكر وكړي چې له هغې سره د وصال لاره له څومره ګواښونو او كږلېچونو ډكه ده او كېداى شي دا سودا ورته د سر په بيه پرېوزي . خو زړه ته يې هېڅ وېرې لار ونه كړه او نېغ د سترګو په رپ كې ورورسېد . په بيړه په دروازه ورننوت او سم له لاسه يې د زلميتوب په ټول زور له هغې لاسونه راتاو كړل ، لومړى يې د شونډو په رودلو او بيا يې په ورو د هغې د كميسه تڼۍ ته ګوتې ور وړې ، له شېدو ډكو د سپينو تيانو په خُم كې يې ځان ورواچاوه .

خورا خوند يې وركړ او په درنګ شېبه كې د هغې د ښكلا وږمو پسې واخېست هر څه ترې هېر شول:

- چېرته دى !؟ څه كوي !؟ او كه څوك ورباندې پوه شي څه به وشي !؟

خو په ټولو يې تېږه واړوله او هېڅ اندېښنې ته يې زړه كې ځاى ورنه كړ او هماغسې يې د هغې له سپينو او كلكو تيانو خوند اخېست . كله كله به يې په ورو د هغې اوږدو زلفو ته لاسونه ورتېر كړل او د تسپو په څېر به يې دانه ، دانه واړول راواړول ، بيا به يې د هغو په چتر كې خپل سر ورننيست .

د وروستي ځل له پاره چې يې هغه په غېږ كې ټينګه نيوله ، ناببره وخوييد ونه لوېده خو تاو راتاو شو او زمكې ته له ټيټېدو سره يې له جيبه يو تصوير راولوېد .

د تصوير په ليدو يې محبوبې سخت ټكان وخوړ په قهر يې وپوښتل :

دا څوك دى ؟

په بيړه او سړه سينه يې ځواب وركړ :

دا نه پېژنې ؟ د ده تصويرونو خو ټول ملك نيولى ، اّمر صاحب دى كه نه ؟

او بيا په تمجيد او تعريف سر شو :

دا خو ډېر لوى انسان دى .

خو هغې په داسې حال كې چې په بيړه يې له ده واټن نيوه ، دى نورو خبرو ته پرېنښود . په ملنډو يې وويل :

- لوى انسان !؟ ستا له پلار او موره هم ؟

ده په بيړه ځواب وركړ :

- زما پلار او مور به ما ته … خو دى د ټول افغانستان … .

هغه ژر په خبرو كې ورولوېدله .

- بس ، بس .

له غوسې سره شوه او له ډېرې كركې او غضبه يې په تصوير لاړې تو كړې ، بيا يې لكه يو پوځي افسر امر وكړ :

- ووځه ! چې بيا دې ونه وينم !

دى په بيړه له كوره راووت ، په زړه كې يې بلا ډېرې پوښتنې په راټوكېدو شوې :

- دا به كومه حزبۍ يا سازمانۍ وه … كمونېسته به وه ، پلار به يې د اّمر صاحب سړو ځورولى وي ، يا به يې د اّمر صاحب په جګړو كې كور نړېدلى وي ، يا به په خپله چا ځورولې وي !؟

دا چې هر څوك وه ، خو د ده لومړنۍ مينه وه ، په ځان يې بلا لعنتونه وويل ، بيا يې له غوسې عكس څيرې – څيرې كړ ، خو ژر يې بيرته بل احساس مل شو :

- شكر خدايه ! هر څه چې وو ، په خير تېر شول ، كه رسوا شوى واى هم به د دنيا او هم به د خداى تعالى شرمنده واى .

خو چې بېرته يې د هغې جادويي ښكلا په زړه شوه ، د اّمر ګرانښت او درنښت يې هېر شو او هغه به لكه سيورى ورسره سم روانه شوه .

دى په همدې سوداګانو او چُرتونو كې په منډه د زړو مكرويانو هغه بلاك ته راورسېد چې يې كور و ، خو لا يې د زينې اخري پوړ كې قدم نه و ايښى چې ناببره پرې غږ شو :

- چېرته وې ؟

دې غږ لكه اسماني تندر وبيراوه ، دا يې د مشر ورور غږ و ، چې له پيله تر پايه يې څارلى و .

په وارخطايي يې ځواب وركړ :

- هسې پورې بلاك …

نور يې نو بانه نه جوړېده ، په ژبه كې يې لاړې وچې شوې ، نه پوهېده ، څنګه يې ځواب كړي ، خو ورور يې چوپتيا ماته كړه .

- ما نه شې تېر اېستلى .

بيا يې هم ځان ناګاره واچاوه .

ولې څه خبره ده !؟

- څنګه څه خبره ده … د هغې نجلۍ كور كې دې څه كول !؟

بيا يې هم اعتراف ونه كړ :

- كومه نجلۍ !؟

ورور يې وخندل !

- ځه مه شرمېږه !

بيا يې دا متل ورته تېر كړ :

- ځواني يوه نشه وي ، داسې نه چې همېشه وي .

په سړه سينه يې ورور خبره وغزوله :

- د ګناه خبرې يوې خوا ته … كه چا ورسره نيولى واى !؟

ده دستي اقرار وكړ :

بس څه يې كوې لالا … يو بد وو رانه وشول .

ورور يې وپوښتل :

له څه وخت راهيسې دا نجلۍ پېژنې ؟

ځواب يې وركړ :

دوه درې مياشتې مو له همدې ځايه سترګې جنګولې .

ورور يې وخندل .

او له همدې ځايه مو سره اشارې كولې .

ځواب يې وركړ :

- هو !

… دا اول ځل و چې له هغې دې لاسونه راتاو كړل .

په سپين سترګۍ يې ځواب وركړ :

هو ، لالا !

ورور يې لكه همټو لګيوال ، لكه همزولى ورسره خواله پيل كړه :

ښه ، ښه ځه مه شرمېږه ، نو اخر … بيا ؟

ناببره يې له خولې ووتل :

ناكامه راغلم . له كوره يې راوشړلم .

ورور يې پوښتنه وكړه :

ولې !؟

ځواب يې وركړ :

هسې كومه حزبۍ به وه ، يا سازمانۍ به وه .

ورور يې بيا موسك شو :

اصلي حال ووايه ، مه شرمېږه ! څه ګلونو ته دې اوبه وركړې ؟

بې اختياره يې له خولې ووتل :

د اّمر صاحب عكس خداى بانه كړ .

ورور يې په حيرانتيا وپوښتل :

د اّمر صاحب عكس !؟

ده ځواب وركړ :

هو ، لالا ! د اّمر صاحب عكس .

ورور يې اوږد اوسېلى وكړ او بيا د تېرو يادونو په چُرت كې لاهو شو .

خو ده يې ژر د يادونو لړۍ پرې كړه .

ولې لالا ! څنګه چُرتي شوې ؟

ورور يې لكه له خوبه چې راكښېني ، دستي ځواب وركړ :

زه هم همداسې يو اّمر له لومړنۍ مينې محروم كړم .

بيا يې ورور مخ ورواړاوه او د دوهم ځل له پاره يې ترې وپوښتل :

او د هغه د تصوير له ليدو وروسته يې له كوره راووېستې !

ځواب يې وركړ :

هو ! ته څنګه پوه شوې ؟

ورور يې وخندل :

زه علم غيب لرم .

ده په حيرانتيا اقرار وكړ :

ولا ! لالا ، له تا نه يې څه پټوم ، كه د اّمر صاحب تصوير يې راسره نه واى ليدلى … خبره خلاصه وه .

او بيا د هغې د ښكلا د انځورونو په كښلو سر شو :

- يره لكه په خپل قلم چې خداى جوړه كړې وي ؟

ورور يې د ده بې شرمه اعتراف ته حيران شو ، خو ژر خپلو يادونو پسې بيرته واخېست .

زه هم د همداسې يوه اّمر تصوير ستا په څېر له لومړنۍ مينې محروم كړم .

ده ترې وپوښتل :

ته !؟

ورور يې ژر ځواب وركړ :

- هو ، زه هم خو زما او ستا توپير دا دى چې ته د يوې سيمې اّمر او يوه وزير او زه د ټول افغانستان د وخت امير .

بيا يې په خواږه او شاعرانه ډول خپله كيسه او ياد داسې وغزاوه :

- زه هم همدا ستا په څېر په هماغه مخامخ بلاك كې په څلورم پوړ كې په يوې ښاېسته كابلۍ مين وم ، هر مازيګر به مو سترګې جنګولې او د مينې په ټالونو كې به مو يو بل ته ځان رساوه ، يوه ورځ يې ستا په څېر د لاس په اشاره ځان ته وبللم او زه هم ستا په څېر سر په لاس لكه د باد په څېر وروالوتم او ستا په څېر مې زړه ته رانژدې ټينګه په غېږ كې ونيوله ، خو له تا عكس لاندې ولوېد او زما جيب ته ناببره د هغې لاس ورغى او د هغه وخت د اّمر عكس يې ترې راوويست .

- او خدايه ! د هغې كركې څرګندونه مې اوس هم نه هېرېږي ، چې دغې نجلۍ د عكس په وړاندې او بيا يې زما په وړاندې وښوده او څه په كركه يې له كوره راوشړلم . زما او ستا بل توپير دا دى چې ته د يوې لارې د اّمر او زه د بلې لارې د اّمر مريد وم . زما اّمر د هغه وخت د ټول هېواد اّمر و ، خو ستا اّمر يوازې د يوې چارې مسوول دى ، نه د ټول حكومت او دولت .

دى زر په خبره كې ورولوېد :

هغه د يوې سيمې او يوې چارې وزير دى ، خو عكسونه يې په ټول افغانستان كې خواره دي .

بيا يې له وروره پوښتنه وكړه :

كه هغه دومره لوى سړى نه وي ، ولې لوى اّمر ترې ډارېږي ؟

ورور يې د ده ليونۍ پوښتنې حيران كړ :

څوك ترې ډارېږي او څوك يې نه پېژني ، د خبرې ټوله معما همدا ده او هلته چې ته لا ماشوم وې ، هم واقعيت همدا شان و .

بيا يې په سړه سينه وويل :

خو سر مه خوږوه ، په همدې شكر وباسه ! د اّمر عكس يوازې د يوې حسينې له مينې ، لورېيني او په خوږه غېږ كې د خواږه خوبه راپاڅولى يې ، كه د عكسونو په پرستش دې له سره فكر ونه كړي ، ښايي له دې ډېر لوى تاوان درواوړي .

بيا يې خپله پښه لوڅه كړه :

ګوره ! لكه زه … چې يوازې تشو تصويرونو له پښې محروم كړم ، زما په څېر په زرګونو يې له سرونو … .

بيا يې پورته غونډۍ ته لاس ونيوه .

او همدې تصويرونو هاغسې هديرې جوړې كړي ،

بيا يې په كراره له لاسه راونيو .

راځه سر دې مه خوږوه ، ځه چې كور ته ځو .

څنګه چې كور ته ننوتل ، په تلوېزيون د صدام حسين تصويرونه مجسمې او لوى لوى يادګارونه تېرېدل راتېرېدل چا تصويرونه څيرل او چا مجسمې نړولې .

ورور يې په ورو خوله ورنږدې كړه :

دا عراقيان هم ما او تا په څېر وو . ګوره نن چې صدام نه شته ، داسې تصويرونه څيرې كېږي او داسې مجسمې نړېږي ، خو دى احساساتي شو :

دا خو امريكايان كوي .

ورور يې وخندل :

وړ او قدرمن تصويرونه هېڅوك نه شي څيرلى او وړ او ګران شخصيتونه ګوره هېڅ وخت په خپل ژوند خپله نمانځنه نه شي زغملى .

بيا يې ورور په ورو له خپلې كوچنۍ كتابخانې يو تاريخ راواخېست او په ورو يې څو پاڼې پرله پسې راواړولې .

دا وينې ! دا موسوليني ، دا بل هېټلر دا دريېمه پاڼه ستالين .

دا ټول يو وخت د دې خلكو بُتان وو ، خو نن …

دى ژر په خبره كې ورولوېد :

خو نن څنګه ؟

په بيړه يې ځواب وركړ :

نن يوازې د تاريخ يادګارونه دي .

بيا يې ورور له ده وپوښتل :

څه فكر كوې ، د دوى ټولو پرستش كوونكو ته د دې شخصيتونو لاره معلومه وه؟

ناځوابه شو :

څه پوهېږم ؟

ورور يې بيا پوښتنه وكړه :

او ته پوهېږې ستا د اّمر په ټولو فكرونو او اندونو ؟

ده د ځواب په ځاى له ده وپوښتل :

تا ته هم د خپل اّمر ټوله لاره نه وه څرګنده كنه ؟

ورور يې وخندل :

زه څه چې اّمر مې هم په خپل لار چې چېرې ځي نه و خبر ، خو زه ځوان وم او هغه په عمر پوخ .

بيا يې د وروستي ځل لپاره له ده وپوښتل :

سر دې اوس خلاص شو ؟

ځواب يې وركړ :

هو ! خو پوره نه .

ورور يې موسكى شو :

سر به دې هله خلاص شي چې له سره خلاص شې ، خو بيا به اوبه له ورخه تېرې وي .



براتسلاو – سلواكيا

د 2003 دسمبر

كركه

نن شپه رستورانت له هره پلوه ډېر په زړه پورې و ، هم د ساز ډله نوې وه او هم د سندرغاړو ساز او اواز ډېر زړه راكښونكى و ، رستورانت ته راغلي مېلمانه هم خورا ډېر ډولي او فيشني وو ، د راغليو نجونو يوې په ښكلا او ښاېست كې كمى نه و او هرې يوې له لېرې د سړي پاملرنه د ځان په لورې اړوله ، تر ټولو مهمه دا چې نن زاړه او د پاخه عمر كسان ډېر كم په نظر راتلل او داسې وختونه به كله كله پېښېدل ، بله دا چې نن د رستورانت مېزونو او د ناستي چوكيو هم بدلون كړى و او ټول خورا نوي او ښاېسته برېښېدل .

حسن به تل له خپلو دوو ملګرو سره دلته راته او تل به د شپږ كسيز مېز تر شا كېناستل ، نن يې بيا بخت وېښ و ، پر مېز مخامخ ورته درې حسينو نجونو ځايونه نيولي وو ، دوى خورا چټي پېغلې وې ، خو يوه نسبتاً د پاخه عمر لرونكې وه ، خو ډېره سخته وه چې په هغې دې د يوې تنكۍ پېغلې مينه ماته نشي ، جګه لوړه دنګه وه ، وېښتان يې تور او په ډېر عالي سويه يې خپلې زلفې په خپلو اوږو راخپرې كړي وې ، له نازك كميسه يې تيونه چې ښه ځيرېدې له ورايه معلومېدل چې ننداره يې خورا خوندوره وه ، د سر له پاسه يې د وېښتانو چتر هم حيرانوونكى و او دې يې د عالي فېشن نماينده ګي كوله ، سترګې يې غټې او وريځې يې تورې وې او د نورو اروپايانو په خلاف يې نه وي خرييلې ، ښايي د شرقيانو دغه احساس يې ښه اېسېدلى و . د هغې شونډې هم د پخو انارو په څېر وې او هېڅ ډول رنګ يې پرې نه و مښلى ، د هغې هر څه د تعريف او ستاينې وو، خو د هغې سرو غومبرو د هغې د څيرې په جوړونه كې تر ټولو لوړ ځاى درلود او چې كله به موسكۍ شوه ، نو د ډېره لېرې به يې د سرو غومبرو د ځلا پړك سترګې وبرېښولې .

په رستورانت كې ناستې نجونې يوه هم د دې په منګ نه وه ، خو د هغې حسينې څېرې له هر چا زړونه كښلي وو او د ټولو سترګې يوازې د دې په لور كږې وې .

حسن او ملګري يې هم له هماغه پيله په دې ګرم شول ، دواړو جوړو تر ډېره وخته يوه بل ته هېڅ ونه ويل او هر يوه جوړه بلې ته د خبرو او پېژندنې د وړانديز په انتظار و ، يوازې د سترګو په رنګارنګ كتلو يې د يوه بل حركات څارل ، خو د ساز او سندرو د پيل درشل و چې حسن او ملګرو يې دغه سكوت مات او دوى ته يې د پېژندنې وړانديز وكړ د هغوى ځواب مثبت و او بيا هرې يوې ځان ور وپېژاند :

- ناديا

- ناتاشا

- تانيا

د پاخه منګ ښكلې ښځه ناديا وه چې تر ټولو يې ځان اول ور وپېژاند حسن په خندا كې خپلو ملګرو ته په هماغه لومړي ځل وويل :

- بس همدا پخه يې زما .

له دې وروسته د دوى د پېژندنې په وياړ د پيالو د پورته كېدو وړانديز وشو او لا يې پيالې په سر نه وې رااړولې چې بيا سازيانو په ساز پيل وكړ ، هر يو پاڅېد او دوى يې نڅا ته راوبللې .

نڅا خورا په زړه پورې وه ، له يوې خوا د سازيانو مست ساز او سندرو او له بلې لورې د برېښنا د شنو ، سرو ګروپانو پړقېدل او لګېدل ، رستورانت ته پوره ښكلا وروبخښله ، د نجونو نڅا ، اتڼوڼو او د دوى مستو خنداګانو زړونه تخڼول او نازول. ښه شېبه ونڅېدل او د نڅا په جريان كې يې ډېرې كيسې يوه بل ته سره وكړې . دواړه لورې يو له بله خورا راضي وې او چې لا ساز څه شېبه غلى شوى نه و ، تر پايه يې نڅا ته دوام وركړ ، خو كله چې ساز د لنډ وخت له پاره ودرېد ، نو د معمول په توګه دوى هم بېرته خپلو مېزونو ته ستانه شول . بيا يې څو څو ځلې پيالې په سر راواړولې او چې تر هغې يې دوه – درې ځلې پيالې ډكې او تشې كړې. ساز بيا وغږول شو ، او د سندرغاړو مستو سندرو زړونه وتخڼول ، دوى هم په پوره شوق نڅا ته بيا ور ولاړ شول ، خو دا ځل ناديا هغه د پاخه منګ ښكلې ښځې حسن دوى بدرګه نه كړل . هغې تا به ويل په مېز سليخ شوي وي ، له ځايه هېڅ راونه خوځېده او په خپل ځاى يې په څوكۍ ټينګه تكيه ووهله .

- اوه ! خدايه ! هغه ولې داسې برګه او مچو چيچلې ده … ښايي زموږ له كوم ملګري كومې خطا سر وهلى وي .

دا او دا څېر ډېرې خبرې د حسن په زړه كې وګرځېدې . په بيړه يې د نڅا ميدان پرېښود او د دې د احوال په لټه د دې خوا ته ورنږدې شو .

- سلام ! ګرانې ! … ولې خوابدې يې … څه مرسته كولى شم ؟

خو د هغې هركلى خورا سوړ و ، هېڅ ځواب يې وانه ورېد . لږ څه شېبه وروسته يې ورو ، خو د غضبه ډكه خبره وكړه :

- له تاسې كركه لرم … مه رانږدې كېږه !

دې خبرې لكه اسماني تندر د ده په سر كې څړيكې وكړې . نه پوهېده څه وكړي او څنګه يې خبره ورغبرګه كړي او چې غوښتل يې خپل عكس العمل څرګند كړي ، له لېرې يې ملګرو او ورسره نڅېدونكو پېغلو د سر په اشاره د نڅا ميدان ته راوباله . هېڅ يې ونه ويل ، او په ورو شان د نڅا ميدان ته ورګډ شو ، خو اوس نڅا او ساز دواړه په ده بد لګېده او هر څه يې اوس د خپلو ملګرو او د مېز د نجونو د طبعې په خاطر كول . په ده كې اوس د خوښۍ احساس مړ و . په ناديا چې څومره ژر مئين شو ، هومره ژر يې په زړه كې كركه هم وكرل شوه .

ناديا خپلې سترګې د دوې په لور نيولي او د هر ليد او كتلو يې د دښمنۍ او تربګنۍ اور بليږي ، د دوى له هر حركت سره يې افسوس كاوه ، اوسيلي يې ويستل او بيا له ځانه سره څه وايي .

د حسن بيا طاقت ونه شو ، خو چې د ورتلو تكل يې كاوه ، بيا ساز غلى او دى هم بېرته له خپلو ملګرو سره خپل مېز ته راوګرځېد ، دا ځل د ناديا له خولې بې اختياره ووتل :

- اوف ! چې څوك زما ستاسې په وطن كې مړ واى .

د حسن يوه ملګري په حيرانتيا وويل :

- دا څه پرتې وايي ، لكه چې نشه وي ؟

حسن په بيړه په غوسې ځواب وركړ :

- ښه جوړه ده ، اصلاً ډېره بې حيا او لوى سترګې ده .

د دوى په دې وضعيت لكه چې د مېز نورې نجونې هم ورسېدې ، يوې په ورو شان وويل :

- دا احمقه لكه چې نشه شوه ، پام مه ورته رااړوئ .

بيا يې ناديا ته مخ وروګرځاوه !

- ناديا ! ولې داسې احمقه شوې ، دوې هرڅنګه چې وي مسافر دي ، مېلمانه دي.

- خو د ناديا احساس او كركه هماغسې تاوده وو .

- اّه ! ما به دوى ته دا نڅا ښوولې واى ، چې څوك مې هلته مړه واى .

او د ده د دې خبرې سره د حسن يوه ملګري مخ ورواړاوه ، او په قهر يې وويل :

- څه دې كولى شول ؟ … اوس دې هم څه چې د وسې پوره وي ، درېغ يې نه كړې .

بيا د هغې بلې ملګرې مخ ورواړاوه :

- ناديا ! هيله كوم … دا رستورانت دى ، نه د كرملين ماڼۍ … دا د تفريح او پام غلطۍ ځاى دى ، نه د رياست او ديپلوماسۍ .

او بلې يې په پلوۍ وويل :

- ناتاشا رښتيا وايي … دا زموږ او د دوى خبرې نه وي ، دا د برژنيف او كارمل خبرې دي … دوى او موږ عادي خلك يو .

خو په ناديه هېڅ خبرې اغېزه نه درلوده او د پخوا په څېر يې پرله پسې دغه يوه جمله تكراروله :

- كاشكې زما څوك ستاسې په وطن كې مړ واى … تاسې ته به ما دا نڅا درښوولې واى .

دوى په همدې جنجال كې و ، چې بيا ساز او اواز د رستورانت چوپتيا ماته كړه ، تر خوا ناستو نجونو بيا دوى ته د نڅا په لور بلنه وركړه ، ټول سره د دې چې د نڅا مينه يې ناديا په ډېره بېرحمۍ وژلې وه ، ورسره په ډېر سړښت له ځايه پورته شول .

دا ځل نه يوازې حسن ته نڅا ستړې كوونكې وه ، بلكې د دواړو ملګرو چُرت يې هم ښه نه و او دوى هم په هغه شور او قوت سره نه شو نڅېدلى . او چې ورسره نڅېدونكيو نجونو يې دغه حالت احساس كړ ، نو دستي بيا يوې وړانديز وكړ :

- زه پوهېږم چې نادانې ناديا ستاسې افكار ګډوډ كړل او خوشالي يې له تاسې وتختوله ، خو خيال پرې مه ساتئ !

او بلې د دې خبره ورغبرګه كړه :

- ناتاشا رښتيا وايي … هغه هسې لېونۍ ده ، پروا يې مه ساتۍ !

بيا يې ناتاشا ته مخ راواړاوه :

- څنګه خوښه دې نه ده ، چې يو دوه پيالې پورته كړو ، د دې خلكو فكر بايد بلې خوا واوړي .

او د ناتاشا په ځاى زموږ ملګري ځواب وركړ :

- په ځاى خبره ده … هر څه ستړي كوونكي دي ، نور هېڅ شى خوند نه راكوي ، فكر بايد بلې خوا ته لاړ شي .

او دوى ټولو يوه بل ته د تاييد په ډول سرونه وښورول ، او له ځايه روان شو ، خو هلته هم له ورايه د ناديا تروې تنډې او د دوى په ادرس له ځانه سره د سپكو سپورو زمزمې د دوې په ذهن كې عجيبه ننداره جوړوله . دوى هرڅنګه چې وو ، زړه لوى كړ ، او په مېز كېناستل ، خو په ناستې يې د ناديا ټنډه هم لكه پښېمانه شوې چې وي ، وغوړېده . له خولې يې هېڅ نه راكښل او قرار په خپل ځاى ناسته وه .

ناتاشا دستي په ټوكو كې وويل :

- ناديا ! لكه چې عقل دې سر ته راغلى دى ؟

ناديا هېڅ ونه ويل … نه ! ښه ! او نه بد .

بيا تانيا خبرې پيل كړې :

- څنګه ناديا لكه چې د چلنده دې پښېمانه يې ؟

ناديا هماغسې چوپ وه ، او لكه چې بې ځوابه وه ، ناڅاپه ناديا په خبرو راغله … خبرې پرېږدئ ! راځئ چې پيالې پورته كړو !

ناتاشا ځواب وركړ :

- موږ هم د څكلو لپاره ميدان پرېښود ، خو له تا هيله كوو ، چې سياست شا ته واچوې او نور زلميان خوابدي نه كړې .

ناديا بيا ځواب ورنه كړ ، او لكه چې څه يې نه وي اورېدلي ، خو لږ ځنډ وروسته يې بيا خپله غوښتنه تكرار كړه :

- خبرې پرېږدئ ! پيكونه پورته كړئ !

پيكونه ډك او په لاسونو كې ونيول شول ، حسن غوښتل يو څه ووايي ، خو ناديا ترې لومړۍ او د خبرو وار يې واخېست :

- زه به يو څه ووايم … خو له تاسې ټولو هيله كوم ، زما شعار بدرګه او تاييد كړئ!

حسن او ملګرو ټولو د تصديق سرونه وښورول . هغې په داسې حال كې چې لاسونه يې رېږدېدل او غومبري يې د احساساتو سره رااوښتي وو ، په زور راغږ كړ :

زما خبرې اورئ !؟

ټولو ځواب وركړ :

- هو ، ډېر ښه .

- نو پيالې پورته كړئ !

ټولو پيالې پورته كړې .

ناديا شعار پيل كړ :

- ستاسې د نابودۍ په هيله !

او پياله يې بې اختياره په سر راواړوله .

دې خبرې په ټولو لړزه راواسته ، حسن او ملګري يې حيران دريان شول ، حسن غوښتل څه ووايي ، خو ناتاشا پرېنښود او ناديا ته يې كلكه څپېړه وركړه ، خو ناديا د هېڅ او هېچا پروا ونه كړه ، او دا ځل چې تر څو د ټولو پام كېده ، د ودكا پاتې بوتل چې نيمايي ته رسېدلى و په يوه ساه ټول په سر راواړاوه . په لږه شېبه كې په رستورانت كې عجيبه ننداره جوړوه شوه ، سازيانو ساز ودراوه او د رستورانت مسوول د رستورانت د تړل كېدو اعلان وكړ ، ناديا لكه حلال كړى حيوان په زمكه پړمخې برابره غځېدلې وه له خولې يې ځګونه ختل او د بې هوښۍ په نړۍ كې ډوبه وه .

كابل ، د 1370 هجري لمريز د حمل 2

ګناه او سزا

- نن بايد دا غلا معلومه شي ، غل يې بايد په سزا ورسول شي . زه نو نورې داسې ګډوډۍ نشم زغملى .

ميز يې په زوره وواهه او بيا يې په لوړ غږ پسې زياته كړه .

- پوهېږئ !؟ زه دلته څومره زور او اعتبار لرم ، تاسې زما په زور نه ياست خبر . توبه ! له كبره ، هر څه مې په وس پوره دي ، په پارلمان كې ، په كابينه كې او خپله صدراعظم هرچېرې لاس په نامه اشنايان لرم . د دې ښار د پوليسو مشر مې همدا پرون مېلمه و ، زه به په دې غله خپل زړه خامخا تشوم . دا نمك حرامه !

د ناستو كسانو لويې برخې يې په ملاتړ په يوه اواز وويل :

- نمك حرامه .

بيا د ادارې مشر په لوړ غږ ګواښ وكړ :

- دا سړى بايد را په ګوته كړئ ، كه نه ټول د مخې كډې وتړئ !

يوه تن په كراره شان پوښتنه وكړه :

- صاحب ! د وچو له غمه لامده څنګه سيزئ ؟

رئيس په غوسې سره ځواب وركړ :

- چې داسې ده ، نو ولې سړى نه راښيئ !؟ غواړم چې ځان او ټوله اداره يې له شره خلاص كړم . نن يې له دفتره د فكس ماشين پټ كړ ، سبا ستاسو جيبونه هم وهلى شي . دا بې وجدانه نه چې ګوښه ، بلكې نېغ بايد زندان ته واستول شي ، دا ځل به په هېچا زړه ونه سوزوم هېڅكله .

رئيس څو ځلې \"هېڅكله\" تكرار كړه او بيا يې ناست كسان مخاطب كړل :

- نن له تاسو يو كس بايد چې زندان ته لاړ شي .

وروسته يې په سړه سينه وويل :

- دا به ډېره ښه وي چې سړى راوښيئ ، زه ډېر وخت نه لرم ځكه چې وزيراعلى يو ډېر مهم ملاقات ته غوښتى يم .

ناستو كسانو يوه بل ته وكتل ، او ټولو دې ته سترګې لكې ونيوې چې څوك به د ادارې مشر ته د غله نوم په خوله واخلي .

د ټولو له وېرې سرونه ځوړند وو او د هر يوه په خوله د سكوت مهر لګېدلى و ، خو رئيس بيا په غوسې خپله ګواښنه ورغبرګه كړه :

- زه د چا په كيسه كې نه يم ، كه سړى راونه ښيئ ، ټول سر له اوسه له ادارې سره مخه ښه وكړئ !

بيا هم چا غږ ونه كړ .

ده ناببره چېغه كړه :

- څنګه ! پوهېږئ څه وايم ؟

دا ځل د مجلې مسوول مدير چوپتيا ماته كړه .

- صيب ! په ډېر ادب ! غواړم ووايم ، چې دا كه تا ته نږدې كس هم وي .

رئيس په غرور ورغبرګه كړه :

- كه زما زوى هم وي .

د مجلې مدير په ورو شان وويل :

- دا سړى ټول پېژني .

رئيس په حيرانتيا پوښتنه وكړه .

- نو ولې پرې برغولى ږدئ ؟ ما خو وويل كه په ما مو هم شك راځي . دموكراسي او عدالت خو همدې ته وايي .

نور نو د مجلې مسوول مدير ټينګ نه شو ، په ورو يې له خولې ووتل :

صاحب ! دا ستاسو مشر زوم جمال دى او موږ هم ستا له بل زوم اداري رئيس اګاه شو .

رئيس په بيړه خپل زوم چې د رياست اداري رئيس و ، مخاطب كړ :

- دا نو د پټولو خبره ده ، كه له ما شرمېدې ، خواښې ته به دې ويلى واى ، د كور خبره دې دفتر ته راوړه .

د ده خبرې لا بشپړې نه وې چې تورن زوم يې د خبرو منځ ته ورولوېد او په احساساتي بڼه يې خوله راخلاصه كړه :

- رئيس صاحب ! ته پوهېږې ، كه زه او يا زما كورنۍ داسې غله واى ، نو لور دې راكوله !؟ ما غلا نه ، بلكې د بې عدالتۍ او نابرابرۍ په وړاندې يو عكس العمل ښودلى ، ما له دفتره يوازې د فكس ماشين نه ، ټيپ ، كمره او نور شيان هم وړي … . ما قصدي غوښتي ، چې دا خبره او دا بې عدالتي منځته راواچوله شي.

رئيس د خبرو منځته ژر ورولوېد :

- شاه بس ! اّفرين ! زه باجرئته كسان خوښوم .

ووايه ! څه بې عدالتۍ رانه سر وهلى ؟

تورن زوم دستي ورغبرګه كړه :

- صاحب ! زه دې له بل زومه څه كمى لرم ، هم په عمر ، هم په تجربه او هم په تحصيل په هر څه پرې جګ يم ، خو په امتياز كې ترې بيا ټيټ ، معاش مې ټيټ، منصب مې ټيټ او … .

رئيس يې خبره دستي پرې كړه :

- بس پوه شوم ، شاه باس ! زه دا اعتراض وارد بولم .

بس سر له نن نه ته د هغه پرځاى اداري رئيس شوې . بل زوم يې د اعتراض په بڼه له ځايه پورته شو .

- صاحب ! رئيس صاحب ! دا زما د حيثيت مساله ده .

رئيس وخندل :

- خوشاله اوسه ! په دومره لږه سزا ! چې په ياد دې وي ، بيابل ځل د كور خبره دفتر ته رانه وړې .

زوم يې غوښتل وضاحت وغواړي .

خو رئيس غلى كړ :

- بس كېنه !

بيا يې تورن زوم ته مخ ورواړاوه :

- دا چې اوس ته اداري رئيس شوې ، د مجلې د مدير ټول اسناد په لاس وركړه چې بيا يې دلته ونه ګورم .

د مجلې مدير خواشينى له ځايه پورته او په حيرانتيا يې وپوښتل :

- ولې رئيس صاحب څه مې كړي ؟

رئيس ناڅاپه خندا ونيو .

- نور څه وكړې ؟ زموږ د كور خبره او زموږ د ادارې دننه خبره نشې بيلولى . دا خبره دې راته بل ځاى خصوصي نه شوه ويلاى ؟

ما خو ويل چې نن به يو څوك له دفتره زندان ته لېږم ، خو همدومره سزا دې بس ده له زندانه دې تېر يم .

د مجلې مدير غوښتل نور څه هم ووايي ، خو رئيس په بيړه د ناستې پاى اعلان كړه او په چابكو قدمو د خپل موټر په لور وخوځېد .



براتسلاو - سلواكيا

د 2003 د سپمتبر 12

د قاتل په لټه


د نيمې شپې د دروازې ټك ټك نه يوازې له درانده خوبه راكېنولم ، بلكې ويره يې هم زما مله كړه ، په كراره مې له بړستنې په ورو غږ كړ :

- څوك ياست ؟

- د دروازې تر شا ستومانه غږ واورېدل شو .

- وبخښئ ! دروازه پرانيزئ !

ما ډېر ژر دى وپېژاند ، په بيړه دروازې ته ورغلم او دروازه مې پرانېستله .

- سلام شوستر ! په دې نيمه شپه كې ! خيريت خو به وي ؟

هغه له وعليكم پرته په رېږدېدلي غږ ځواب راكړ :

- غواړم په يو چا خپل زړه سوړ كړم او سر يې پرې كړم .

د ده پرېكړې حيريان ، دريان كړم ، له خولې مې ژر ور ووتل :

- خير دې وي ، څه خبره شوې ؟

ژر يې ځواب راكړ :

- په دې دې هله خبروم چې ډاډ راكړې ، چې دا كار دې له وسې څومره پوره دى ؟

زه موسك شوم .

- په ما دې ګومان راځي ، چې زه دې څوك ووژلى شم .

په ورو يې ځواب راكړ :

- زه نه وايم چې ته يې ووژنه ، خو څوك راته پيدا كړه . زما هيله او اميد هم ته يې، دا راز يوازې له تا سره شريكوم . په دې چې ته مې د خپل شرقي او افغاني كلتور له مخې نشې محكومولى .

اوسيلى يې وويست او خبره يې داسې وغزوله .

- دا ډمه ، بې وجدانه … .

په خبرو كې ورولوېدم .

- څوك يادوې ؟ ولې څه يې كړې چې دومره يې پړسولى يې ؟

ويې ويل :

- زما ښځه ، دا تايوانۍ بيزو ، دا لولۍ ، له ما سره جوخته له خپل لونډ سره يوځاى كالېفورنيا ته راورسېده ، او په همدې هوټل كې يې له خپل لونډ سره زما سره څنګ كې كوټه كرايه كړه .

بيا يې سوړ اوسيلى وويست :

- اى كاشكې ړومبيه عقله چې وروستى واى … پوهېږې همدا يوه اونۍ دمخه مې د خپل ملكيت ( 70 ) برخه دې ته او ( 30 ) برخه د اولنۍ ښځې نه زېږېدلو زامنو ته په نامه كړه .

په خبرو كې ورولوېدم .

- نو ولې دې داسې بيړه وكړه ، ته خو لا ځوان يې ، داسې پريكړې خو هغه څوك كوي چې د ګور په غاړه ناست وي .

ځواب يې راكړ :

- مياشت وړاندې داكترانو راته وويل چې د زړه رنځ مې په بحراني حالت كې دى او هره شپه كېداى شي ، د قبر مېلمه شم . ما د دې لپاره چې له مړينې وروسته دا ډمه تايوانۍ له ميراثه محرومه نه وي او د زامنو له شره مې ژغورلې وي ، دا كار وكړ او دې چې څنګه خپل كار وكړ ، يوه ثانيه يې هم ماته ونه كتل . اوس چې فكر كوم دې له هماغه د واده له پيله زما ميراث ته سترګې پټې كړې وې .

په ډاډيېنه مې ورته وويل :

- زه خداى به هر څه اسانه كړي ، ځه اوس بېده شه ، سبا به بيا په اّرامه سره پرېكړه او مشوره وكړو .

خو وړانديز پرې ښه ونه لګېد :

- تر سبا به زما زړه له قهره وچوي ، زه مې په زړه باور نه لرم ، غم يې لكه غر په ما ولاړ دى ، غواړم نن شپه دا هر څه سر ته ورسېږي او يا دې ډاډ راكړ شي .

بيا يې په كراره شان پسې اوږده كړه :

- زه د دې كار لپاره چې څومره ژر وشي ، چې څه لرم او نه لرم د ټولو وركړې ته چمتو يم .

ما بيا سكون او اّرام ته راوباله :

- ځه خداى به هر څه اسان كړي ، په دې نيمه شپه كې په دومره بيړه دا كار ناشونى دى .

خو هغه لكه زما خبره چې نه وي اورېدلي - وويل :

- زه پوهېږم ، خو زه تر سل زرو ډالرو پورې همدا اوس د قاتل له سره قربانولى شم.

بيا بېرته د هغې په غيبت سر شو :

- دا لولۍ پوهېږې چې زه مرم ، څه اّسمان به رالوېدلى واى چې زما تر مړينې يې صبر كړى واى ، بيا يې چې ټوله جرمني په ځان اچولى واى خپل كار يې و ، زه خو په رښتيا د زړه رنځ لرم ، خو لا له زوره نه يم ولېدلى او په داسې حالت كې نه يم چې د دې ډمې د جنسي غريزې ځواب ونه وايم .

زه يې اندېښنو ته چُرت وړى وم او نه پوهېدم چې په دې نيمه شپه كې يې څنګه مرستې ته وردانګلى شم ، په ورو مې بيا د غوږه ورتيره كړه :

- زه تا دركوم ، ځه اوس پرېوزه ! سبا به داسې يو سړى په لاس دركړم .

په دې خبره له خوشالۍ وغوړېد ، ژر يې پوښتنه وكړه :

- زه ډاډه اوسم ، سرونه به پرې شي .

بيا يې وويل :

- زه هم دې عمل ته تيار يم ، خو هسې نه چې رسوا شم او دوى راڅخه دمخه شي .

ما بيا ډاډ وركړ :

- ځه بې غمه اوسه !

له دې شېبې وروسته مې د قاتل په لټون شروع وكړه ، خو په امريكا كې داسې كسان چې يا ما او يا زما دوستانو پېژندل ، يا خو بنديان او يا هم نادركه شوي وو .

شوستر شپه او ورځ او هره ګړۍ زما كوټې ته د دې معاملې له پاره ته او راته ، په څلورمه ورځ له جرمني داسې يو قاتل راورسېد ، له هوايي ډګره سيده د شوستر كوټې ته ورغلو :

شوستر زموږ په ليدو وغوړېد او پرته له دې چې قاتل ته د روغبړ له پاره لاس وركړي او يا ترې د قتل بيه وپوښتي ، سمدلاسه يې خپل دېپلومات ته لاس كړ او له ما سره راغلي قاتل ته يې وويل :

- ما ده ته د ( 50 ) زرو ډالرو ويلي ، خو زه درته له لكو زيات چك لاسليك كوم ، دا ټول له تا قربان . بيا يې په ورو بكس پرانېست او موجود ډالر يې زموږ سترګو ته ونيول .

- اوس مو باور راځي او كه نه ؟

خو د مخه تر دې چې د ډالرو بكس پرانيزي ، په رېږدېدلي غږ يې له راغلي كس وپوښتل :

- څه وخت دا زېرى راباندې كولى شې ؟

قاتل دستي ځواب وركړ :

- همدا نن شپه .

د شوستر په سترګو كې د خوشالۍ اوښكې په نڅا شوې .

- رښتيا !

قاتل ځواب وركړ :

- ډاډه اوسه ! په همدې مېز يې سرونه رانه وغواړه .

شوستر بيا هم وپوښت :

- دا امكان لري ، ته دومره ماهر يې !؟

قاتل ځواب وركړ :

- بې غمه اوسه !

شوستر په دې ډاډ په بيړه د پيسو بكس بيا پرانېست او په شمار شميرلي د(100) زريزو ډالرو بسته د هغه په ګوتو كې كېښوده .

بيا يې ورو شان وپوښت :

- بس دى ؟

قاتل حيران شو :

- څه چې ستا خوښه وي .

شوستر وويل :

- زما خو ټوله هستي له تا قربان ده .

قاتل هم بيا ډاډ وركړ :

- زه به هم په ټول قهر سره دا سرونه قلم كړم .

شوستر له خوښۍ وغوړېد :

- بس چې سرونه ووينم ، نور انعامونه دې هم خپل دي .

بيا يې د وروستي ځل له پاره قاتل وپوښت :

- بس زه د دې سرونو د ليدلو په خوبونو كې ويده شم .

قاتل ځواب وركړ :

- ډاډه اوسه ! دا خوب نه رښتيا دي .

شوستر غيرارادي چېغه كړه :

- ته رښتيا وايي ؟ بيا يې قلم راواخېست او ويې ويل :

- دا دى زه د ( 50000 ) بل چك هم لاسليك كوم ، خو په چك يې قلم نه و راكښلى چې ناببره په مځكه راولوېد او چې مو څو پام كېده بيا يې په خوله كې ځګونه راغلل او سترګې يې د تل له پاره پټې شوې .



براتسلاو – سلواكيا

د 2004 ميلادي كال د مارچ 20

پيشو

د تېلفون زنګ له درانده خوبه راكېنولم .

په بيړه مې غوږى پورته كړ :

- هلو !

ځواب راكړ شو .

- داكتر كاتونا يم … سلامونه ! څنګه ياست ؟

ځواب مې وركړ :

- سلامونه داكتر كاتونا ، پوره درې مياشتې له تاسې بې خبره وم … .

- … ډېره بنده وم … ته زما په بوختياوو ښه خبر يې … په درې ادارو كې كار كول او ټولو ته رسېدل … .

- پوهېږم ، ښاغلې كاتونا … څه نوې زړې ؟

- هر څه په خپل حال … يوازې نوي كور ته تللې يم …

- نوي كور ته ؟

هو … په درې لكه ډالرو ، په يوه اشرافي سيمه كې .

- مبارك ، مبارك !

- خير يوسې … پوهېږې عبدالله … پلار او مور زما پوره طبعه كوي … خو زه ډېره سخته طبعه … خپل رازونه او خپل ځانګړى ژوند لرم … داسې نه ده ؟

- ولې نه تاسې رښتيا وايى …

هغې بله خبره كوله چې زه په خبره كې ورولوېدم :

- رښتيا لور دې هم ځانته راولې ؟

په بيړه يې ځواب راكړ :

- نه ، هغه لېونۍ له نيا او نېكه سره خوشاله ده … او زه هم لازمه نه بولم ، چې له ما سره دې اووسېږي .

ما ته دستي د هغې د مېړه په باب پوښتنه سر ته راغله او د هغې خبره مې په نيمايي كې پرې كړه :

- او له ښاغلي ( چابه ) نه څه احوال لرئ ؟

له هغه مې هم طلاق واخېست !

- په اندېښمن غږ مې ورغبرګه كړه :

- او … دا خو ښه كار نه دى شوى .

- څنګه يې كوې عبدالله … ښه كار نه دى … خو له اوسنيو ميړونو ګوښه ژوند ډېر خوندور دى . ته پوهېږې زه خرابه ښځه نه يم … خو له هغه مېړونو نه مې هم ښه نه راځي … چې د ښځې هر قدم او پل څاري … .

- غواړم د ملګري په باب دې وپوښتم :

ژر په خبره كې راولوېده :

- په همدې خاطر مې تاسې ته تېلفون وكړ چې له نوي ملګري سره مې وپېژنئ … زه به په ټول ژوند كې دى له ځانه لېرې نه كړم … .

پوهېږې ، عبدالله چې هغه ما ته څومره نږدې دى … دا له تصوره لېرې ده .

- كولى شې چې د هغه په باب معلومات راكړئ ؟

- معلومات څه كوې ؟ بس ځان راوزګار كړه … نوى ملګرى او نوى كور دواړه به يوځاى وګورې … .

*** **** ****

زيړى مازيګر و چې د بوداپست اشرافي سيمې ته چې داكتر كاتونا هلته نوى كور اخېستى و ، ورسېدم … .

- په اسانۍ مې كور وموند . او په بيړه مې د كور په زنګ ګوته كېښوده .

- درنګ شېبه كې داكتر كاتونا ور پرانېست ، داكتر كاتونا چې يوې وړې پيشو يې د يوه عسكري باډيګارد په څېر د مخه او شا تله راتله ، ما ته په وارسره د كور هره كوټه ، پخلنځى … او د لمبلو ځاى … او نور راوښودل … .

په رښتيا هم د هغې كور په هر حساب صفتي و او د مجارستان د وګړو ډېرو كمو يې د دې توان درلود چې په داسې ګرانبيه كور كې دې هستوګنه ولري .

- د كور له ليدو وروسته دستي داكتر كتونا وپوښتلم :

- څنګه ، خوښ دې شو ؟

ځواب مې وركړ :

- ولې نه ! ډېر ښكلى … ډېر ښكلى …

په داسې حال كې چې خپله نازولې پيشو يې د ډېر ګران ماشوم په څېر غېږې ته رانږدې كوله حيرانوونكې پوښتنه وكړه :

- او څنګه !؟ زما د ملګري په باب څه وايې … ؟

- هغې پيشو ته اشاره كوله ، خو زه په دغې اشارې نه رسېدم . ځواب مې وغوښت:

- كوم ملګرى يادوې … ؟ په رښتيا مې هم ستا ملګري ته تلوسه ده … . تاسې خو ما ته وويل : چې تاسې دواړه به زما راتګ ته انتظار باسئ .

- هغې په كړس ، كړس وخندل …

- ولې هېر دې شو … هغه له ما سره ستا هركلي ته درنه رغئ څه ؟!

- دا څه وايي ، ښاغلې كتونا … تاسې سره خو دا ستاسې ګرانه پيشو وه .

- هغې بيا په كړس ، كړس وخندل … او په خندني غږ يې وويل :

- خو زه هم همدا يادوم ، او په تېلفون كې مې هم همدا يادوله … . ښايي مېړه مې لا له ما سره دروازې ته نه واى دروتلاى ، خو دا وفاداره څنګه له ما د مخه دروازې ته دروسېده … .

- هغه بيا زمكې ته ټيټه او پيشو يې خپلې سينې پورې ونښلوله او بيا يې خپل لاسونه د هغې په سر ورتېر كړل .

- اوه ! ګرانې … ته څومره ښكلې او هوښياره يې … رانږدې شه … سينې ته مې جوخته شه … ماچه راكړه . او هغې په رښتيا څو وارې هغه ښكل كړه …. بيا يې ما ته مخ راواړاوه :

- پوهېږې عبدالله … دا اوس زما لپاره هر څه ده . په دې د لور ، ملګري ، مېړه او ټولو ما ته نږدې كسانو تنده ماتوم . او دا ځكه چې اوس هر چا پرېښې يم .

هغې خبرې كولې چې په درنګ شېبه كې يې پيشو بل پوړ ته پورته او د څه شي په راګوزارولو شوه . مېرمن كتونا په بيړه له ځايه پورته او ويې ويل :

- لكه چې بيا يې كوم قاب مات كړ … پوهېږي عبدالله دا د يوه نازلي ماشوم په څېر ده ، كله كله خپله سرتنبه ګي كوي .

كتونا په بيړه پيشو له پاس پوړه راښكته كړه . په داسې حال كې چې د هغې په سر يې خپل لاسونه تېرول … له ځانه سره په خبرو لګياوه … .

- چُرت مه خرابوه … سل قابونه درنه قربان ! پوهېږې عبدالله ، ما د مخه وويل … دا د يو سپېڅلي ماشوم په څېر ده . كله چې كار وران كړي ډيره بېګناه بڼه اختياروي او هغه رښتيا د يوه سپېڅلي ماشوم په څېر زړه لري .

هغه د پيشو په باب او د هغې د وفادارۍ په باب په خبرو كې غرقه وه چې ناببره پيشو د هغې له غېږې ټوپ كړ … او د باندې كوڅې ته يې مخه كړه … داكتر كتونا له لېرې پرې غږ كړ :

- چېرې لاړې … احتياط … ګوره د چا د موټر لاندې نه شې … جنجال راته مه جوړوه راوګرځه !

په پيشو پسې له ځايه راولاړه شوه ، خو پيشو په هر څه غوږونه كاڼه او د باندې ووته !

نن د دې د خبرو ټوله موضوع د هغې پيشو وه … هغې د خپلو خبرو په منځ كې ما ته د پيشوګانو … د هغو وفاداري ، د هغو د ډولونو ، نسلونو ، د پيشوګانو د نړيوالو مسابقو او ان تر دې چې د پيشو وژنه په ختيځ كې د كومې ګناه انډول ده . په باب اوږده معلومات راكړل .

د پيشو په باب له ډېرو معلوماتو وروسته يې وويل :

- عبدالله ، كه ته هم زما په ځاى شې ، له دې پيشو به يوه شېبه مخ وانه ړوې … پوهېږې زه زړه نه يم ، خو ځوانه هم نه يم . ما چې په ځوانۍ كې يو حسابي مين پيدا نه كړ ، اوس به په دې عمر كې داسې يو ايډيال سړى له كومه كړم … ؟ هره ورځ او هره اوونۍ د اشنايانو بدلول د يوې ښځې حيثيت ټيټوي . او نن د دغو ګڼو ناروغيو په ضررونو هم له ما ښه بلد يې .

بيا يې په خورا غرور او د موسكا په څپو كې پسې خبرو ته دوام وركړ :

دا پيشو ، ګوره معمولي پيشو هم نه ده . دا د هغې پيشو لور ده چې مور يې څو نړيوالې لوبې وړې دي … دا هم د راتلونكي كال د يوې نړيوالې لوبې كانديده ده.

د هغې خبرې خلاصې نه وې ، چې د يو موټر د ناببره بريك دروند غږ د هغې خبرې پرې كړې ، په منډه له خپله ځايه د دروازې په لور وخوځېده . ژر يې له كوڅې قهرجنې كړيكې او غږونه راورسېدل .

- ښاغليه عبدالله ، ښاغليه عبدالله ، ژر كاغذ او قلم راورسوه .

د هغې له وارخطايي ډكو كړيكو زه هم خورا اندېښمن او په بيړه قلم په لاس لارې ته ور ووتلم .

مېرمن كتونا په داسې حال كې چې ټول وجود يې لړزېده او په چېغو چېغو يې ژړل، په ما له لېرې راچېغه كړه … .

- وليكه ! ښاغليه عبدالله : 0324-Bud

په داسې حال كې چې قهر يې ټول وجود نيولى و ، او ټول بدن يې لړزېده … له ځانه سره د لېوني په څېر اخته وه .

- دا بې وجدانه قاتل … چېرته به رانه وتښتي ؟ والله چې د پارلمان او صدراعظم پورې خو مې خپل غږ ورسوم … .

په داسې حال كې چې پيشو يې سينې پورې جوخته نيولې وه ، ما ته مخ راواړاوه .

- ښاغليه عبدالله ما وبخښه ! زه په خفګان كې خپل ځان نه شم اداره كولى … . ما تر تېلفونه ورسوه هسې نه چې ولوېږم . په سترګو مې توره تياره ده . زه بايد ډېر ژر ترافيك خبر كړم … . دا معمولي پيشو نه وه ، د خپلې مور په څېر يې د مجارستان نوم په نړۍ كې اوچتولى شو ، سږكال له دې سره پاريس ته د پيشوګانو نړيوالو لوبو ته روانه وم .

هغې په منډه د تېلفون نمبرې دايرې كړې .

تېلفون يې دا ښووله چې خورا لوى غم او ټكه پرې رالوېدلې . په تېلفون كې د يو جنرال او پوځي مشر په څېر د ترافيكو ادارې ته سپارښگتنې كوي :

- بلې … هغه بايد ډېر ژر ونيسئ ! هغه بايد ستره سزا وويني ! زما پيشو عادي پيشو نه ده … . هغې كولى شو ، په سږنۍ نړيواله مسابقه كې د مجارستان نوم پورته كړي … د هغې له مور لا چا د هوښيارو پيشوګانو نړيوالې مسابقې نه دي ګټلي … .

داكتر كتونا دغه وير داسې تروره كړې وه چې د پيشو هېڅ ډول حركت يې نه شو محسوسولى ، او فكر يې كاوه چې پيشو يې بلې نړۍ ته لېږدېدلې ده .

ژر مې د هغې پاملرنه د پيشو حال ته راواړوله :

- ښاغلې كتونا پيشو لا ژوندۍ ده … مه وارخطا كېږه !

كتونا ژر په حال راغله ، او په وارخطايۍ يې غوښتنه وكړه :

- نو ښاغليه عبدالله ، زه خو په هېڅ نه يم ، ژر كوه چې ځان روغتون ته ورورسوو.

په بيړه يې ما ته د خپل موټر كيلۍ راواچوله :

- زه په ځان نه پوهېږم … ته پوهېږې او موټر خو ژر كوه ، د خداى لپاره … عبدالله ما درك كړه … ښايې ستا لپاره دا معمولي پېښه وي ، خو په ما لويه بلا راپرېوتې ده . زه به خپل يوازېتوب څنګه وزغمم … زه به په چا لاس راكاږم … ان دا لوى كور خو له كومه مهربانه موجوده پرته زندان دى … له دې پرته له ژونده كركه لرم … . همدا پيشو وه چې په ژوند يې زما باور پيدا كړى و … ښاغليه عبدالله دا زما د مينې او وفادارۍ سمبول و … دا بايد هېره نه شي … هله ژر كوه … .

او ما په بيړه په موټر پښه ټينګه كړه ، خو لا روغتون ته نه وو رسېدلي … چې د داكتر كتونا موبايل تېلفون ته د ترافيكو د ادارې له خوا ځواب راغى :

- ښاغلې كتونا د موټر لمبر مو سم نه دى درج كړى ، كه نورې نښانې ولرئ … ژر د پوليسو ادارې ته خبر وركړئ .

د دې خبرې په اورېدو داكتر كتونا له ډېره قهره په موټر كې پورته ټوپ كړ ، خو ژر مې مداخله وكړه :

- مه وارخطا كېږئ ، هر څه به سم شي ، پيدا به شي .

ژر يې په قهر راغبرګه كړه .

تاسې څه وايئ ښاغليه عبدالله ، څنګه به هر څه سم شي … زه نشم كولى دا لوى ظلم وزغمم ، دا بې وجدانه بايد د قانون منګولو ته وسپارم … . زه به خپله ټوله سرمايه په دې لار كې ولګوم ، چې هغه ستره سزا وويني … .

دې دا خبره كوله چې موږ روغتون ته راورسېدو ، خو د موټر له راښكته كېدو سره سم د كتونا ګران بيه پيشو هم ساه له لاسه وركړه … .

او خدايه ! او په ما يې چېغه كړه :

- ښاغليه عبدالله ، درنيسه مې ! لكه چې په ما حمله راغله …

په درنګ شېبه كې كتونا يخ لرګى شوه … او چې تر څو مې بيړني امبولانس ته رسوله ، هغې هم د پيشو لار خپله كړې وه .



د سلواك جمهوريت

2002 – 3 – 30

هم دين او هم دنيا

مولوي سيدكريم چې څنګه دريشي وويستله ، په بيړه بيا كټ ته پورته شو ترڅو يې د الوتكې د اوږده سفر ستړيا ليرې او د څه شېبې لپاره يې سترګې سره ورشي، د شپې لس بجې وې چې د سر څړيكو او درد له درانه خوبه راكېناوه ، ګروپ يې ولګاوه ، بيا بيت الخلا ته لاړ او چې بېرته راوګرځېد دستي يې يخچال پرانېست ، ترڅو څه وڅكي ، ځكه په سرخوږۍ سربېره يې حلق هم له تندې ښه پوره وچ شوى و .

د يخچال له پرانېستلو سره سم يې عجيبه فكرونو زړه ته لار وكړه .

- دلته خو داسې بوتلې دي چې هېچرې مې نه دي تر سترګو شوي ځېنې به ضرور د ستړيا او سردردۍ وي .

بيا يې په ورو يو كوچنى د \"ودكا\" د شرابو بوتل راواخېست :

- دا به هرومرو څه دارو وي ، دلته خوشې شيان نه ږدي ، زه خو سردردۍ مړ كړم.

خو بېرته په زړه كې ور وګرځېدل :

- دا كافران ډېر ټګان دي ، هسې نه چې چېرته شراب مراب نه وي ، د كلونو عبادت به په اوبو لاهو كړم .

مولوي د شرابو بوتل سترګو ته ښه رانژدې كړ :

- د شرابو رنګ لكه چې سپين وي !!

د ودكا بوتل يې بېرته كېښود ، سترګې يې د ويسكي په بوتل ولګېدې :

- دا راته شربت ښكاري ، خو خداى دې وكړي چې دارو وي ، هسې تشه كولا مولا نه وي .

په ورو يې د بوتل سر پرانېست ، خو زور يې پرې ونه رسېد . بوتل يې په زمكه كېښود ، سترګې يې په بل بوتل ( كنياكو ) ولګېدې ، له ځانه سره يې كړل :

- خداى مې دې غاړه نه بندوي ، دا بوتل راته روغ ښكاري .

بيا په ټول زور سره د بوتل په پرانېستلو شو :

د مخه تر دې چې له بوتله لږ څه ګيلاس ته راوځنځوي ، بوتل يې سپږمو ته نږدې كړ .

- دا خو د يوناني شربت غوندې بوي كا .

لږ چُرتي شو :

- شى خو معمولى شربت نه دى ، هر شى چې دى ، يا شراب دي او يا دوا ؟

بيا ور په زړه شول :

- وايې دا د كافر زامن ځېنو دواګانو ته هم شراب وراچوي هلته چې د اسلام هېواد دى ، څومره به مو په ناخبرۍ كې څكلي وي ، دلته چې د كفارو ملك دى … خداى دې راته عفوه وكړي .

خو بيا يې سترګو ته هغه بل بوتل \"ويسكي\" چې لا يې په يخچال كې بېرته نه و اېښى ، ودرېد :

- ته راځه دا هم بوي كړه .

مولوي د كنياكو بوتل په خورا احتياط بېرته يخچال ته كړ او د \"ويسكي\" په خلاصولو شو ، د بوتل سر په سختۍ خلاص شو . هغه يې هم سپږمو ته ور وړ او چې ورته بوي يې سپږمې وتخڼولې خورا حيران شو :

- عجيبه … دا خو ټول يو شان دي … .

ژر يې لومړنى د \"ودكا\" بوتل ته لاس ورتير كړ او په بيړه يي سر ور پرانېست . هغه يې هم ژر وازمايه ، دا ځل يې حيرانتيا نوره هم زياته شوه او څه غلى شان له ځانه سره وبوږنېد :

- دا خو ولاكه بل شى وي … تو لعنت په شيطان .

مولوي په شړك سرخلاصى بوتل بېرته يخچال ته ورتير كړ . ناهيلى او اندېښمن بېرته په كټ كې وغځېد ، خو لږه شېبه تېره نه وه چې بېرته له ځايه راپاڅېد . دا ځل يې په زړه تلوېزيون ور وورېد :

- ته راځه ، دا د خنځير شى چالان كړه ، چې په دنيا كې څه خبرې دي .

د تلوېزيون په روښانه كېدو اتومات CNN چالا شو . د دې كانال په خبري سروېس كې د جورج بوش په باب مطلب ويل كېده . مولوي په قهر له ځانه سره وويل :

- دا بلا خو په هر كانال كې لربر كېږي. په پېښور كې، په كابل كې، په دوبۍ كې، هر چېرې … رنګ يې ورك كړه .

دستي يې بل كانال ونيو ، دا د الجزيرې خبري كانال و ، په هغه كې بيا د بن لادن څېره لره بره كېده او هرومرو د هغه په اړه كوم مطلب خپرېده، مولوي ته د هغه ليدو هم خوند ورنه كړ .

- ته خو په غضب شې ، دنيا ته دې اور واچاوه ، په شرمو دې ټول عالم اسلام وشرماوه .

ژر يې بيا بل كانال كړ . دا د MTV د موسيقۍ ځانګړى كانال و ، په خپرونه كې مادونا په نيمه بربنډه حال كې له نڅا سره يوځاى سندره ويله . د مولوي سترګې چې څنګه د هغې په راښكاره شوو تيونو ولګېدې ، ژر يې سترګې واړولې .

- خدايه ! پرده مې وكړې !

په بيړه يې دا كانال هم واړاوه ، بل كانال د فرانسې و چې يو رومانتيك هنري فلم يې خپراوه ، مولوي يوه شېبه ورته ځير و ، خو دقيقه لا نه وه تېره چې د فلم د اتلانو غېږه په غېږ كېدل او د يوه بل بربنډول بيا په مولوي پيريان راوستل . ناببره يې غلې شان چېغه كړه :

- دا څه حال دى !؟ … دا خو له يوې مخې بې لارې كانالونه دي خداى دې معافي راته وكړي .

له ځانه سره يې وويل :

- يو بل كانال چالانوم ، كه هغه هم بې لارې و ، بس ځان هسې نه ګنهګاروم ، بېدېږم .

بل كانال د بربنډو فلمونو سوداګريز كانال و . مولوي لكه مچۍ يې چې وچيچي چېغه كړه او په قهر له ځايه راولاړ شو :

- خدايه له غضبه دې امان غواړم … لعنت دې په شيطان وي … دا څه نخرې دي؟ ژر په بړستن ورننوت او لكه بېرېدلى چې وي په روښانه ګروپ كې يې د خوب تابيا وكړه ، خو د يخچال شربتونو او د تلوېزيوني خپرونو چرتونو ترې خوب داسې وړى و چې په ګرانۍ يې بېرته رانيولى شو . په دې سربېره يې د سر د درد كړيكې هم ګړۍ په ګړۍ زياتېدې . پوره درې څلور ګړۍ يې ځان اړخ په اړخ واړاوه را واړاوه ، خو خوب يې له سترګو تښتېدلى و ، د ليوني په څېر له ځانه سره په خبرو راغى !

- خداى دې راته معافي وكړي ، هرڅه چې وي څكم يې ، كه شراب هم وي ، كفر ته خو څه پرې نه خېژم ، له دې مې ډېر لوى ګناهونه كړي … .

ژر يخچال ته ورغى او په ورو يې پرانېست .

- بس اول د همدغه سپين بوتل مزه ګورم .

په ورو يې د \"ودكا\" له بوتله ګيلاس ته شراب راوځنځول ، د ودكا څكلو يې مرۍ ترخه غوندې كړه ، ويې ويل :

- ولاكه بل شى وي !؟

بيا يې ورو تلوېزيون هم پسې ولګاوه .

- دا د ايټاليا كوم كانال و چې دوه جوړه ميينان پكې بربنډ او يو د بل په رودلو بوخت وو ، ملا څو ځلې سترګې پټې ، خو تلوېزيون يې ګل نه كړ ، يوازې همدومره يې وويل :

- خدايه ! معافي ، معافي ، توبه ، توبه ! ستا ګنهكار بنده يم .

بيا نو د ملا سترګې له تلوېزيونه ليرې نه شوې او چې د ودكا اثر يې ماغزه لږ څه ګرم كړل ، په ورو يې وويل :

- ايله چې دا سرخوږى مې ودرېد .

دا ځل يې بيا په زړه كې څه وګرځېدل .

- راځه دا ځل د دې بل بوتل خوند وګوره .

دستي يې ويسكي په سر را واړاوه .

- دا خو هم هماغسې خوند كه .

او چې لږه شېبه تېره شوه ، نو د ملا له خولې غيرارادي ووتل :

- ولا چې تبه مې وشلېده ، دا ځل دا بل ګورم ، چې څه را كې پاتې وي ، ګوندې هغه يې جارو كړي .

خو د مخه تر دې چې مولوي كنياكو ته لاس كړي ، لكه پوهېدلى چي وي ، نشه كېږي ، څه صبر يې وكړ او ښه پوره شېبه د فلم عشقي صحنو له ځانه سره بوت .

- او الهي ! د قدرتونو دې جار شم ، په قلم دې رسمه كړې ، په ليدو يې سړي مړېږي نه .

او چې څو صحنې يې پرله پسې وليدې ، بيا يې بل كانال واړاوه .

دا ځل د پاپ مشهوره سندرغاړې شكريه سندره بلله چې تر ډېره نيمه بربنډه وه ، په مولوي دا ښه ولګېده ، زر يې له ځانه سره كړل :

- واه ! قربان خو دې شم ، ته اودرېږه چې زما دا چرتونه لږ نور هم جوړ شي .

د كنياكو بوتل يې په ګيلاس كې راوځنځاوه ، درېيم ګيلاس مولوي ورو پسې واخېست ، نور ترې هر څه هېر شول چې چېرې دى او څه كوي ، په بيړه د تلوېزيون د كانالونو په اړولو سر شو .

له ځانه يې وپوښتل :

- هغه لعنتي كانال څه شو ؟ هغه بربنډ ؟

او چې څو كانالونه يې تيرو بير كړل ، نو ناببره يې له خولې چېغه ووتله !

- بس دا دى پيدا شو !

دا ځل يې د وروستي ځل لپاره له ويسكي غړپونه وكړل او په لږه شېبه كې په يوه ساه په لنډو وقفو كې د شرابو وړې بوتلې چې ايله څو ګرامه وو ، وڅكلې ، خو وايي چې د لمدو خټو لږې اوبه بانه وي ، مولوي نور په خود كې نه و . په خپل كټ وغځېد او د مستۍ او خندا په عالم كې يې تر سهاره د بربنډو فلمونو نندارې ته شپه سبا كړه .

سهار وختي چې د ده نور ملګري او د سيمينار برخه وال له خوبه راپاڅېدل ، د ملا ايله نوې سترګې سره ورغلې او په درانه خوب ويده شو ، خو په تلوېزيون كې بربنډ فلمونه لا هماغسې د تلوېزيون په پردې لربر كېدل .

د هوټل په رستوران كې له مولوي پرته د سيمينار ټول برخه وال حاضر وو ، او لږه شېبه په نهو بجو ټول بايد له دغه ځايه د سيمينار د جوړېدو ځاى ته لېږدېدلى واى . د مولوي غيابت ټولو ته سودا ورواچوله ، يو تن له نورو وپوښتل :

- ملا صاحب ، څنګه نه ښكاري ؟

بل تن چې په الوتكه كې د ملا ترڅنګ ناست و ، ځواب وركړ :

- ملا لږ څه ناسازه ښكارېده ، هسې نه چې د شپې بې خوبه او اوس خوب پرې غلبه كړي وي .

وړانديز وشو چې مېلمه پال يې بايد پوښتنې ته ورشي چې څه بل څه پرې نه وي شوي ؟

مېلمه پال په دې خبره دستي له ځايه ولټېد او نېغ د ملا كوټې ته ورغى .

په ورو يې د ملا د خونې دروازه ووهله ، خو هېڅ ځواب ورنه كړل شو ، بيا يې په زوره دروازه ووهله ، خو بيا يې هم هېڅ وانه ورېدل . دا ځل يې د دروازې تر شا ورو ورغږ كړ :

- مولوي صاحب !

د مولوي په اورېدو ملا په ورو وټوخېده او ځواب يې وركړ :

- درځم . سر مه لږ څه دروند دى .

مولوى ژر كالي واغوستل ، په بيړه يې پرانېستي بوتلونه واړول او تش يې باطله دانۍ ته كړل ، ترڅو چې مولوي ځان جوړاوه بيا د سيمينار ټول برخه وال له هوټله په وتلو شول .

د سيمينار ګډونوال يو يو له دروازې وت چې ناببره د هوټل له ادارې غږ شو :

- د 320 خونې ښاغلى دې حساب تصفيه كړي .

- د 320 په اورېدو د ملا رنګ زيړ شو .

دستي يې ورغبرګه كړه :

- زه يم ، د څه شي حسابي ، له مېلمه چا حسابي غوښتې ؟

له مديريته په بيړه ځواب وركړ شو :

- د څښاك او فلم 300 ډالره .

د دې رقم په اورېدو مېلمه پال ژباړن حيران غوندې شو ، ژر يې وپوښتل :

- مولوي صاحب ! دا څه وايي ، څنګه شراب خو به دې نه وي … . مولوي ژيړ او سور شو ، خو بله چاره نه وه اعتراف يې وكړ .

- نوم يې مه اخله ، بس په خولې برغولى كېږده ، چې څوك درنه ګوره خبر نه شي ، د الله شرمنده ښه يم ، نه د اولس .

او بيا يې په حيرانۍ وپوښتل :

- دا نو دومره ګران دي ؟

مېلمه پال ورغبرګه كړه :

مولوي صاحب ! سل ډالره د بربنډ فلم دي ، دلته هر څه په پيسو دي .

ملا چې فكر يې كاوه ، هېڅوك ترې خبر نه دي ، نور هم له شرمه غړي سست شول، ناڅاپه يې له خولې ووتل :

- هم دين او هم دنيا … خداى دې له دې حاله مسلمان ساتي .

بيا يې ورو د پطالنه جيپ ته لاس كړ ، درې سل ګوني ډالري نوټونه يې ترې راكښل او په تلوار موټر ته په سيمينار كې د ګډون په موخه پورته شو .


سلواكيا – براتسلاو

د 2004 ميلادي كال د فبرورۍ 16

فرمان

والي او د ولايتي شورا مشر له ډېرې غوسې له خپلې چوكۍ پاڅېد او د ولايتي شورا ناستو غړو ته په لوړ غږ په خبرو ګډ شو :

- نور نو زما د زغم كاسه اخر ته رسېدلې ، كه دا چورتالان همداسې ګډ وي ، له دې ولايته به ياغيستان جوړ شي .

مستوفي په خبرو كې ورولوېد :

- څه چاره په كار ده ؟

د امنيې قوماندان وويل :

- چاره دا ده چې په غلو دې نور رحم ونه شي .

ټولو په يوه ساه وويل :

- خود ، په غلو رحم بايد ونه شي .

د زراعت د رئيس دې پوښتنې ټول حيران كړل :

- غل كه هر څوك او هر چا پورې تړلى وي ؟

والي ژر ځواب وركړ :

- خامخا ! عداالت بايد وساتل شي .

د پوهنتون رئيس نيوكه وكړه :

- تېركال ( 6 ) غله معاف شول ، دا ټول په موږه چارواكو پورې تړلي وو ، د چا اوښي وو ، د چا د تره زوى ، د چا وراره … .

والي يې په غوسه خبرې پرې كړې .

- نور نو په هېچا رحم نه كوم ، همدې بې عدالتۍ خو ټول ښار په غلو اړولى ، دا ځل كه ما هم په غلا ونيسئ ، لاس مې بايد پرې شي .

بيا يې د څارندوى قوماندان ته مخ واړاوه او ويې پوښت :

- څومره د غلا پېښې راجستر شوي ؟

قوماندان په بيړه ځواب وركړ :

- صاحب ! يوازې په تېره مياشت كې ( 900 ) .

والي له غوسې سور واوښت او چيغه يې كړه :

- د خداى لپاره ( 900 ) ، … نور نو ځمكه ځاى نه راكوي .

بيا يې په لوړ غږ امر وكړ :

- بس چې داسې ده ، نور نو بايد سخت مقررات وضع شي .

د محكمې رئيس لاس پورته كړ :

- صاحب ! كه قوماندان صاحب فعال شي د ( 900 ) په ځاى به ( 1800 ) غله ونيسي او بيا له ما نه په همدې مېز ( 1800 ) پرېكړي لاسونه وغواړه .

په والي دا وړانديز ډېر ښه ولګېد :

- ښه وړانديز دى ، دا يې يوازېنۍ لار ده ، بيا دې نو څوك نر شي او غلا دې وكړي .

د والي خبره لا بشپړه شوې نه وه چې د ښار د امنيتي حوزو مشر د ولايتي شورا غونډې ته راننوت .

د هغه ناببره راتګ د شورا ټول غړي حيران كړل .

والي سمدلاسه وپوښت :

- څه خبره ده ؟

په كراره يې ځواب وركړ :

- صاحب ! په يادولو يې د يوه پوليس په توګه شرمېږم .

والي په غوسه شو :

- خبره مه شاربه ! وايه څه ټكه رالوېدلې ده ؟

د حوزو مشر غلي شان له خولې ووتل :

- ستاسې موټر پټ شوى دى .

دې خبرې د ناستو كسانو په منځ كې عجيبه غوغا جوړه كړه ، ټول يو بل ته ځير شول او د هر يو له خولې په حيرانتيا ووتل :

- د والي صاحب موټر !؟

- د والي صاحب موټر !؟

- د والي صاحب موټر !؟

د والي او د هغه د موټر كلمه د هر يوه په خوله څو ځله راغله او لاړه .

خو له والي بې اختياره چېغه ووتله :

- زما موټر !

بيا يې په شړك مېز وواهه ، خو لږ وروسته په كراره شو .

- كه موږ همداسې اوده يو ، ما به هم درنه زما د موټر په څېر ژوندى وتښتوي .

د والي مرستيال چې د ولايتي شورا مرستيال هم و ، دستي پاڅېد او په احساساتي توګه يې وړانديز وكړ :

صاحب ! نور نو رحم په تاخچه كې كېږدئ !

والي پوښتنه وكړه :

- نو څه وكړم ؟

مرستيال غوښتل ځواب وركړي خو مستوفي ترې ړومبى شو .

- صاحب ! فرمان وليكئ چې له غلو دې د لاس سره يوځاى پښه هم پرې شي .

ښاروال پسې زياته كړه :

- او په فرمان كې ستاسو د موټر تښتوونكي ته ځانګړې ماده وركړئ .

د محكمې رئيس يې په تاييد وويل :

- ستاسو د موټر له تښتوونكي دې ، په لاس او پښې سربېره پوزه هم پرې شي .

ښاروال بيا په خبرو كې ورولوېد :

- له پوزې سره د غوږ لږه برخه هم .

والي ته وړاندېزونو خورا خوند وركړ :

- بس چې داسې ونه كړم ولا چې ما او زما موټر څه چې ټول له ښځو سره بونځي ، غله ډېر زړه ور شوي دي چې سخته وېره ونه ويني ، ولاكه لارې ته راشي .

د والي له دې خبرې سره ټول له ځايه راولاړ شول چې غونډه خوره اعلان كړي . د محكمې رئيس لاس پورته كړ .

- بس يوه د خير دوعا ، زه همدا اوس دا فرمان شرعي كوم او په والي صاحب يې دستخطوم .

ده لا دا خبره غزوله چې ناببره د جرايمو مشر خبر راوړ :

- صاحب ! والي صاحب ! موټر پيدا شو .

والي ژر وپوښت :

- رښتيا !؟ كله ؟

د جرايمو مشر ځواب وركړ :

- همدا اوس په همدې شېبه كې تېلفوني خبر راغى .

والي په خندا شو :

- د غلو غوږونه څومره لېرې اوري ، د فرمان يې بيا دومره په بيړه واورېدل .

بيا يې پسې زياته كړه :

- ښه ! غل مو ونيو ؟

ځواب يې وركړ .

- هو صاحب !

والي پوښتنه وكړه :

- اّفرين ! څه مو پر وكړل ؟

د جرايمو مشر ورو شان ځواب وركړ :

- صاحب ! خوشې مو كړ :

والي حيران شو :

- غل مو خوشې كړ ؟

بيا يې په غوسې چيغه كړه :

- نه ، نه ! د هغه بايد لاس ، پښه ، پوزه او غوږ پرې شي .

د پوليسو قوماندان مخ ور واړاوه :

- والي صاحب ! نور هر څه ما ته پرېږده ، چا چې خوشې كړى بېرته به يې راپيدا كوي او كه نه ولا چې ستا فرمان مې په هماغه نه وي پلى كړى .

خو د جناياتو د مشر دې خبرې د هغه په زړه يخې اوبه وشيندلې .

- صاحب ! غل ستا خپل زوى دى .

د دې خبرې په اوريدو ټول كسان حيران شول او په غونډه كې لوى سكوت راغى ، خو والي په ورو دغه سكوت مات كړ .

- اى مهربانه خدايه ! ښه دى چې فرمان مې نه دى امضاء كړى .

د محكمې رئيس په غوړه مالۍ وويل :

- جنابه محكمه خو دومره بېده نه ده ، پوهېږئ چې لېونيان د خداى له ډېرو فرمانونو معاف دي ، نو بنده لا كومه مولۍ ده ؟

والي موسكى شو :

- ښه شوې رئيس صاحب ! چې تاسو شاهدي وركړه ، زما د زوى په ماغزو كې په رښتيا هم خلل دى ، كه يې موټر له ليكې اړولى واى ، بيا يې نه صاحب كېدم .

بيا يې لاسونه لپه كړل :

- اوس به ټول يوه دوعا وكړو ، خداى دې ټولو غلو ته د نيكۍ هدايت وكړي .

ناستو كسانو په يوه خوله وويل :

- اّمين .

بيا يې د محكمې رئيس ته مخ ور واړاوه او لارښوونه يې وكړه :

- په دې مياشت كې هم له دې فرمانه تېر شه ! دا دوعا كافي ده .



براتسلاو – سلواكيا

د 2004 ميلادي كال د جنوري 5

د خير كار

د دروازې په زوره وهل او د باندې په كوڅه كې د وسله والو طالبانو شور او زوږ د ټنګ ټكور ټول پروګرام ګډوډ او له ټولو يې اّرام او خوښي وتښتوله ، ټول له يوه سره په منډه په كوټو كې خواره او د هېچا له خولې سوڼ قدرې ونه خوت ، ټولو يوه بل ته رډ رډ كتل ، خو لويې دروازې ته هېچا زړه نه ښه كاوه ، ناببره جنت ګل ته يو كس وړانديز وكړ :

- جنرال صاحب ! ورووځه ،كه موږ هر يو لاسته ورشوو ، ولا چې په وهلو خو مو پوستكى وباسي .

جنت ګل په خپله اوږده ږيره لاس راكښود ، كلمه يې په ځان چوف كړه او د دروازې په لور ، ځولۍ – ځولۍ ور روان شو :

له دروازې د باندې د وسله والو طالبانو ګواښونو يې په وجود كې وينه وچه كړه ، خو زړورتيا يې له لاسه ورنه كړه ، لويه دروازه يې پراننېستله ، يوازې له دروازې يې سر لږ شان ور وويست او بيا په عجز او زاريو سر شو :

- صاحب ! زه پخپله طالب يم ، جنرال يم ، د پوليسو په قوماندانۍ كې يم ، … هسې دې ځوانانو ته دې خداى انصاف وركړي … .

لا خبره يې بشپړه كړې نه وه چې له د باندې يې كلكه څپېړه وخوړه .

- چوپ شه منافقه ! د طالب نوم په ځان مه ږده ، كه نه اوس دې دا شاجور په ګېډه درتشوم .

جنت ګل په ورو سر رادننه كړ ، خو لويه دروازه يې هماغسې تړلې پرېښوده او بيا د دروازې له شا په زاريو شو :

- په خداى قسم خورم كه چا هېڅ شى كړى وى .

وسله وال طالب وغورېد :

- د دوكڼو ساز مو عالمونه په سر اخېستي وو او ته منافق وايې چې هېڅ شى … .

جنت ګل بيا ځواب وركړ :

- صاحب ! ښادي خو خامخا څه خندا او ساتيري غواړي ، خو زه په دا سپينه ږيره درته قسم خورم ، كه چا باجه او يا دوكڼه وهلې وي .

وسله وال طالب پوښتنه وكړه :

- او كه مو بيا درسره پيدا كړل :

جنت ګل ځواب وركړ :

- بس غرغره مو كړئ ! ما خو په قوماندانۍ كې ټوله دنيا پېژني .

وسله وال ملا وويل :

- چې داسې ده د دې دوكڼو غږ مو له كومه راته ؟

جنت ګل ځواب وركړ :

- دا هسې د تېلو بوشكه او لويه د اغږلو كاسه وه .

وسله وال ملا په غوسه شو :

- منافقه په دا سپينه ږيره درواغ مه وايه .

جنت ګل بيا په قسمونو سر شو :

- په خداى قسم خورم ملا صاحب ! …

د ډلې مشر ملا لږ څه ارام شو :

- ښه چې قسم خورې .. هغه كسان او هغه شيان دلته راحاضر كړه :

جنت ګل وويل :

- په سترګو ! خو سوال درته كوم چې هلكانو ته به څه نه واى .

وسله وال ملا وويل :

- كه له كاسې او بوشكې داسې لعنتي ساز جوړولى شي ، بخښم يې .

په جنت ګل كې په دې خبره سا وچلېده ، ژر په هغو زلمو پسې ورغى او په بيړه يې هغه دوه زلميان ، بوشكه او كاسه حاضر كړل .

ملا له دروازې ورغږ كړ :

- د باندې يې راوباسه !

جنت ګل زړه نازړه دروازه خلاصه كړه .

- بيا ملا له زلميانو وپوښتل :

تاسو دې خداى ووهي چې باجه او دوكڼه مو نه دي وهلي ؟

زلميانو په زړورتيا ځواب وركړ :

- په خداى قسم خورو .

بيا نو ملا امر وركړو :

- ښه نو شروع كړئ چې اوس مو دروغ او رښتيا معلوم شي .

زلميانو دستي د بوشكې او كاسې په وهلو پيل وكړ . ساز لكه جادو په ټولو وسله والو داسې اغېز وكړ چې يوه د درېدلو بولنه نه وركوله ، خو د ډلې مشر وويل :

- يره دا د كافر شيان خو ولاكه د باجې او دوكڼې سره وپېژنې .

وروسته يې زلميانو ته كړل :

- ښه تاسې اوس ورسره يوه سندره هم ګډه كړۍ !

زلميانو پوښتنه وكړه :

- كومه سندره !ء

له يوه طالبه غير ارادي ووتل :

- په طالبانو پورې دې كومه سندره نه ده ياده ؟

زلميانو دستي ځواب وركړ :

- طالبه ډېر مې يادېدې … .

د طالبانو مشر په منډه ځواب وركړ :

- بس د نښې منځ دې ووېشت .

بيا زلميانو سندره پيل كړه او چې سندرې ټول پسې واخېستل ، نو د طالبانو مشر لكه جادو چې پرې وشي ، ناببره له خولې ووتل :

طالبه خداېږو به ملا شې

په كتاب پروت يې يادوې شينكي خالونه

او بيا لكه له خوبه چې راكښيني ، دستي يې امر وكړ :

- هلكان پرېږدئ ، ځكه لوظ مو ورسره كړى ، لوظ نه ماتوو ، دا كاسه او بوشكه راواخلئ ، ټوله خبره په همدې شيانو كې ده .

بيا يې هلكانو ته مخ كړ :

- ځئ كور ته ! معاف مې كړئ ! لوظ نه ماتوو ، خو كاسه او بوشكه پرېږدئ . دې ښارښتي شي چې په موږ ښارښت راوست ، ستاسو لاسونه بيا كله اودرېږي ، بيا به تر سهاره ګډ ياست .

- د دوى له منځه د يوه طالب له خولې غيرارادي ووتل :

- ملا صاحب رښتيا وايي ، كه لږ دا ساز اوږد شوى واى ، ولا چې زه يې په ګډا راوستى واى .

بل هم د ده په پله وويل :

- ولا چې زما اوږې يې هم له مستې وخوځولې .

درېيم طالب پوښتنه وكړه :

ملا صاحب ! بوشكه او كاسه چېرې وړو ، وړو يې چې چېرته مجلس پرې تود كړو، كه څنګه ؟

ملا په قهر شو :

- بوشكه او كاسه بلې دنيا ته .

بيا يې وويل :

- بس څومره چې دې د كافر شيانو ته ورګورۍ په تاسو د منكراتو پيريانو كښېني.

بيا يې په زور غږ كړ :

- راواخلئ دا لعنتي شيان چې ولايت ته يې د معجزې كيسه تېره كړو ، بيا هغوى پوه شه او فرمان يې .

بوشكه او كاسه يې راواخېستل او په راسبا يې نېغ د ولايت د امير مخې ته كېښودل .

امير چې څنګه له حاله خبر شو ، هغه هم خورا حيران شو او په حيرانتيا يې وپوښتل :

- رښتيا وايي !؟

ملا ځواب وركړ :

- په خداى قسم خورم كه دې له سم ډول سره پېژندلى واى ، داسې غربهارى يې كاوه چې څه يې كوې .

بيا د ولايت امير د امر بالمعروف او نهى عن المنكر رئگيس ته مخ ور واړاوه .

د امر بالمعروف او نهى عن المنكر رئيس وړانديز وكړ :

- دا مخلوق كه هر څومره بند كړۍ ، يو سورى په هر شكل چې وي ځان ته راوباسي .

والي ته هم خندا ورغله .

- او يوه لار ځانته پيدا كوي .

بيا لږ څه جدي شو !

- ښه چاره څه ده ؟

رئيس ځواب وركړ :

- بس منكرات چې دومره چالاكي كوي ، موږ يې هم ټول سوري بايد وربند كړو .

امير وپوښت :

- د دې معجزې په باب څه وايې ؟

رئيس په بيړه ځواب وركړ :

- بس حكومت او يا مشر ملا ته وړانديز وليكه چې د داسې بوشكو او كاسو په وارداتو دې بنديز ولګول شي .

- امير وويل :

- او دا چې راغلي !؟

رئيس ځواب وركړ :

- د راغليو په اړه دې سر له سبا په لوډسپېكرونو كې اعلان وشي چې ټولې دا ډول كاسې او بوشكې دې زموږ ادارې ته وسپاري .

امير يې په بيړه وړانديز تصديق كړ :

- بس زه همدا اوس دا د خير كار دستخطوم .

رئيس يې په ملاتړ وويل :

- او زه دا اوس خپلو طالبانو ته امر كوم چې په تطبيق يې لاس پورې كړي .

براتسلاو - سلواكيا

د 2004 ميلادي كال د اپريل 20

بېرېدلې نانځكه


ګلاب چې د ويسكي څلورم جام په سر راواړاوه ، نو په بيړه يې له كاتيا لاسونه راتاو كړل ، خو هغې ژر ټيل واهه .

- لږ ودرېږه ! چېرته بيړه لرې ؟

ګلاب سترګې سپينې او بېرته يې خپلې شونډې د هغې په شونډو كېښودې ، لږ وروسته دواړو يو د بل تڼيو ته لاسونه ورتېر كړل . د كميس وروستۍ تڼۍ يې پرانېستلې چې د تېلېفون اّواز شو، ګلاب په غورېدو غورېدو تېلېفون ته ورغى:

- په غضب شئ ، وخت او ناوخت نه ګورئ !

د تېلېفون غوږۍ يې په تاو پورته كړه :

- هلو ! ګلاب يم .

له مخامخ لورې له سلام اچولو پرته ځواب ورغى :

- خنځيره ! نه مې درته ويل چې په دې ډمه مې پګړۍ په زمكه مه وله ، در يې وله! پنځه كاله دې د دې پاڼه وانه ړوله .

له دې سره ټلېفون ژر بند شو .

د ګلاب سر خلاص نه شو ، سودا ورولوېده ، ژر يې بېرته د تېلېفون په كولو لاس پورې كړ ، خو لا يې وروستۍ شمېره نه وه وهلې چې كاتيا له لاسه راونيوه :

- هېڅ اّداب دې نه دي زده ، ما خو درته ويل ، بيړه مه كوه چې داسې دې تېلېفونونه اورېدل ، زه دې ولې لوڅولم ؟

ګلاب وررغبرګه كړه :

- لږه اودرېږه ! څه مهمه خبره ده .

كاتيا ژر ځواب وركړ :

- په بلا يې ووهه ! د تېلېفون مزى راوباسه ! اوس دې زه راپارولې يم ، ځه ! د خوب كوټې ته ځو .

دا ځل دواړه بربنډ شوي وو چې بيا د تېلېفون غږ شو او چې څو د كاتيا پام كېده، ګلاب په منډه تېلېفون ته ځان ورساوه .

- هلو !

ځواب يې واورېد :

- زه جلال الدين ، ستا تره يم . پلار دې له غوسې درته نه دي ويلي … زه به يې درسپينه كړم .

ګلاب حيران شو :

- ولې څه خبره ده ؟

تره يې ځواب وركړ :

ښځه ډمه دې د سړي سره ونيوه .

ګلاب په خبرو كې ورولوېد :

- لږه اشاره ابا هم راكړه … لړه مو كړه كه در نه ختا شوه ؟

- هو ! په هماغه دم مو له هغه خنځير سره يوځاى …

- چا ؟

- نسيم وراره ، زوى دې !

ګلاب په غرور ورغبرګه كړه :

- وا ، شاباس ! نره ! دى هم ګولى ورولى شي .

تره يې هم په غرور ځواب وركړ :

- دوه جاغوره يې پرې تش كړي .

دا ځل كاتيا په ډېرې بې صبرۍ د ګلاب له لاسه تېلېفون راواخېست او په شړك يې په مځكه كېښود ، بيا يې په بې شرمۍ د تېلېفون مزى راوكېښ .

- درته ومې ويل چې د تېلېفون مزى راوباسه ، كه مې اشتها وسوه بيا چې راته په زاريو مړ هم شې … ولاكه …

ګلاب ژر په ننواتو شو :

- سمه ده ګرانې ! هرڅه منم ، ملامت يم … خو دا ډېر مهم ټېلېفون و .

كاتيا وپوښتل :

- له كومه ځايه ؟

ګلاب ځواب وركړ :

- له پاكستانه ، له كوره ؟

- مېرمن دې وه ؟

ګلاب په غوسه شو .

- دا غوا راته مه يادوه !

كاتيا موسكۍ شوه .

- له كله راهيسې درباندې دومره ګرانه شوم ؟

ګلاب په مكيز ځواب وركړ :

- ته تل په ما ګرانه وې .

بيا يې اوږد اوسيلى وكړ :

خو دا ګرانښت راته ډېر ګران تمام شو .

هغه هم حيرانه شوه .

- ولې څه خبره ده ؟

- ګلاب ژر ځواب وركړ :

- له مېرمنې خلاص شوم .

- هغې په تعجب وپوښتل :

- دا څه وايي ؟ مړه شوه ؟

- نه مړه نه شوه ، مړه يې كړه .

- چا ؟

- هغه په غرور ځواب وركړ :

- زما زمرى زوى .

هغه نوره هم حيرانه شوه .

- دا څنګه ؟ ستا زوى خپله مور !؟

په اّرمه يې ځواب وركړ :

- هو كاتيا ! دا زموږ رواج او رسم دى چې ښځه له خپل مېړه پرته له هر پردي سره په زنا او خطا په هماغه دم وژني .

- هغې ټوپ كړ :

- دا څه وحشت دى ، زوى خپله مور … .

هغې ته نوره هم سودا ورولوېده :

- نو ما او تا خو هم واده نه دى كړى ، كه ستا زوى ما له تا سره وويني !!

ګلاب په سړه سينه ځواب وركړ :

- د ښه مرغه لا داسې پېښه نه ده شوې چې چا دې خپل نارينه له پردۍ ښځې سره په زنا او خطا وژلى وي ؟

كاتيا دستي استدلال وكړ :

- ته دا عدالت بولې ؟

ګلاب په بيړه ځواب وركړ :

- اوس به څه د حقوقو لكچر دركوم ، رانږدې شه چې په هر څه تيږه كېږدو او سر له سبا د واده پلانونه جوړ كړو . او زما د زمري زوي لپاره د يو بلنليك چاره هم وسنجوه .

ګلاب له هغې لاسونه راتاو كړل ، خو كاتيا ژر د ده لاس له خپلې اوږې پورې واهه.

- نو كه ستا زوى دلته ما له چا سره په دې كار ونيسي ؟

ګلاب دستي ځواب وركړ :

- چې له مور سره يې وكړل ، ميره څنګه پرېږدي ؟

- كاتيا لكه په ماغزو كې يې چې كړنګ وشي ، په غوسې د خوب كوټې ته لاړه . په بيړه د كاليو په اغوستلو شوه او له ځانه سره ګډه شوه :

- دا وحشت دى ، ظلم دى ؟

ګلاب ژر بيا په زاريو شو :

- نن خو پاتې شه ! سبا به په هر څه په تفصيل رڼا واچوو .

ګوره ! زموږ عنعنې كه بدۍ لري ، ښېګڼې هم لري .

خو هغې په زور له هغه خپل لاس راكښوده ، او د تل لپاره يې له ده سره پنځه كلنه دوستي پرېښوده .


سلواكيا – براتسلاوا

د 2003 ميلادي كال د نومبر 23

پنځوس ميليونه


هغه څوك چې بن لادن مړ يا ژوندى امريكايانو ته وسپاري ، د پنځوس مېليونه ډالرو انعام به خپل كړي . خبر لا پاى ته نه و رسېدلى چې د جانداد له خولې بې اختياره ووتل :

پنځوس مېليونه !

بيا يې د مقاومت او جهاد د كلونو نژدې ملګري ګلداد ته مخ ور واړاوه او د دويم وار لپاره يې د اوږده اسوېلي په ملتيا وويل :

پنځوس مېليونه ؟ دې ته غوپه وايي .

ګلداد يې خبره تصديق كړه :

ښه مشوړه ده ، خو داسې نر لا مور نه دى زېږولى چې د ده درك معلوم كړي … هغه په پنځوس مېليونو سوړو كې پيسې لټوه نو !

جانداد دستي ورغبرګه كړه .

امريكايان ساده ګان نه دي . دوى پوهېږي چې په پنځوس مېليونو سوړو كې د هغه درك همداسې پنځوس مېليونه كلونه او سرونه غواړي .

بيا يې ګلداد ته وويل :

خو پنځوس مېليونه ډالره هم په خوله ياديږېي ، كه سړى د دې پيسو له پاره 50 مېليونه خطرونه هم په ځان ومني لا كم دي .

خو ګلداد وويراوه :

- خو هغه ګوره داسې وړې سپګې نه دى خوړلى ، د هغه معاملې كې ګوتې وهل ، لكه په سره انګار كې چې پښې ږدې ، له امريكايانو نه د ده خبرلوڅي ډېر دي . او چې خبر شي درباندې ولا چې د پنځوس مېليونو سوړو څخه خو دې راوباسي .

جانداد په خندا شو .

- او پنځوس مېليونه ميخونه خو دې په سر ټك وهي .

خو ژر بېرته اصلي خبرې ته راغى .

- ښه څه يې كوې ، اوس اصلي خبرې ته راشه ! ته څه وايې ، چې كه مټې پسې رابډ وهم ، څه به ونه شي . په طالبانو كې خو بلا لوى خلك لرم .

ګلداد وپوښت :

- نو ته وايې چې ځان يې ليكو ته ورګډ كړې .

جانداد ځواب وركړ :

- خود ، كه خداى يې كوم وت راپيدا كړي .

ګلداد يې خبره تاييد كړه :

- دا خو دې ولا ښه سوچ كړى ، چې مازې بوى يې درشي او په ډاډه شې ، امريكايان دې خالي لاس نه پرېږدي ، د خلكو خولو كې ګوتې ووهه ، څه هرومرو ترې راوځي .

جانداد وپوښت :

- څه وايې ، چې دا كار څنګه كېدونكى دى ؟

ګلداد په بيړه ځواب وركړ :

- كار خو ګران ، خو شونى دى . بس داسې وكړه چې په غرونو ورسر او طالبانو ته ځان وروسپاره او زه به د امريكايانو سره شم . بس چې څه اورې او ګورې ، ما ته احوال رالېږه . بيا زه پوه شه او امريكايان .

دوى په همدې خبرو كې وو چې د ماښام اذان وشو ، او په اورېدو يې دواړو خبرې بس او په منډه يې جومات ته ځان ورساوه .

جانداد له لمانځه وروسته ګلداد سره مخه ښه وكړه او كور ته روان شو . كور ته د راتګ په ټوله لار يې ګڼو فكرونو زړه ته لار وكړه او هغه ټول په بن لادن او د 50 مېليونو ډالرو په هوس راتاوېدل . وېرې واخېست او څه عجيبه پوښتنې ورسره پيدا شوې . كه راباندې پوه شي ؟ دوى يې چې په دومره سړو او پيسو كې نه شي لاندې كولى زه به يې څنګه ومومم ؟

- چې ظاهرشاه يې په ايټاليا او مسعود يې په چاريكارو كې ښكار شول ، زه څنګه ترې بچېداى شم ؟

په همدې چرتونو او خيالونو كې و چې كور ته راورسېد كور ته په راننوتلو هم هماغه چرتونه او خيالونه ترې راتاو وو او داسې فكر نه كېده چې دى دې په خپل كور كې وي او د خپلې ښځې خوا ته دې ولاړ وي ، بلكې بيخي په بله نړۍ د بن لادن او د پنځوس مېليونو د هوس په نړۍ كې يې مزلې كولې .

دې پوښتنو او ځوابونو ترې خوب وتښتاوه ، اړخ په اړخ اوښت رااوښت او د اوږدو چرتونو په ټال كې يې ټالۍ وهلې ، خو دوهمې او ځوانې ښځې يې د چورتونو لړۍ پرې كړه .

څه درباندې شوي ؟ ويده يې كه وېښ !؟

سم له لاسه يې ځواب وركړ :

- سودا رالوېدلې .

ښځه حيرانه غوندې شوه .

- د څه شي سودا ؟

جانداد ژر ځواب وركړ :

- د بن لادن .

د ښځې حيرانتيا نور هم زياته شوه .

- بن لادن !؟ ستا يې په هغه څه كار … هغه خو د امريكايانو مدعي دى .

جانداد وپوښتله :

- راډيو دې واورېده ؟

ځواب يې وركړ :

- نه .

په بيړه يې د راډيو له اعلانه خبره كړه .

- د بن لاندن په مړي يا ژوندي امريكايانو ( 50 ) مېليونه ډالره منلي .

ښځې په حيرانتيا تكرار كړه ؟

- پنځوس مېليونه ډالر !

جانداد وويل :

او ! پنځوس مېليونه .

پنځوس مېليونه يې څو څو ځلې واړول راواړول او بيا يې ښگځې ته مخ ور واړاوه .

- پوهېږې ، ښځې ، كه مې خداى په دې كار كې كامياب كړي په سرو او سپينو كې به ګرځې . دومره پيسې په خولې يادېږي . بيا به هېڅ قوماندان زما سيال نه وي ، چې پيسې وي سړي هم وي او چې سړي دې وي امريكايان دې هم خپل دي او بيا چې په كوم منصب لاس كېږدې هغه دې خپل دى .

خو ښځې يې ووېراوه :

په خزانې پسې كه سره زر هم وي څوك ځان اور ته نه ګوزاروي . لږ اوار راځه ! اوس دې د څه شي كمى دى ؟

جانداد وويل :

- كمى !! … دا دوه موټرګي ، يوه بنګله او دوه دوكانګي ، دا دې ټوله دارايي ده . په دې تاسې دواړه د دومره لښكر بچيانو سره ساتل كېږئ ؟ زه له كوم صاحبه كم يم . له چا كم جنګېدلى يم ، په شمار مې (10) جازونه په سټينګر وېشتلي ، (25) ټانګونه مې په خپل لاس سوځولي ، (1500) ملحدين مې په خپل لاس له تېغه تېر كړي . دا دومره قربانۍ او دا دومره ستړې … دا ټول په هوا ولوزوم ؟ … جنګ كې دې د مخه او غنيمت كې دې د ټولو شا ته ، دا شونې نه ده .

جانداد په راسبا دستي ګهيځ له كوره ووت ، او نېغ هغو سيمو ته ورغى چې يې فكر كاوه ګوندې بن لادن به هلته پټ وي . د نورستان غرونه ، توره بوړه ، كونړونه، سپين غر ، هلمند ، ارزګان … يو ځاى هم ترې پاتې نه شو . خو په هېڅ ځاى او سيمه كې د بن لادن څرك ورمعلوم نه شو . په دې لټه يې پوره كال واوښت، خو لټې يې ثمر ورنه كړ . د بن لادن نه ميندنې هغه پوره نهيلى كړ . داسې يې انګېرله لكه لويه جګړه چې يې بايللې وي . دا يې خپله لويه ماته ګڼله ، داسې ما ته لكه يو لوى امپراتور چې وي او د يوه هېواد په يرغل كې پاتې راغلى وي .

دې ماتې نه يوازې د ده د (50) مېليونو حاصل شنډ كړ ، بلكې د ده په نه تسليمېدونكي غرور يې هم لوى اثر پرېښود .

د دومره ډېرو پيسو هوس يې عجيب فكرونه په ذهن مېلمانه كړي وو :

- كار هم ونه شو او دا د ظالم زوى هم يوه ورځ ضرور راباندې خبرېږي … يو څه فكر په كار دى !؟

ناببره بيا د سوچونو درياب واخېست .

خامخا بايد يو څه وكړم . دا غوپه مې بايد له لاسه ونه وځي .

د بن لادن څېره چې له جيبه راوكښله او ښه شيبه يې په ننداره شو .

- دا به چا ته ورته وي ؟

دستي يې په خپله ځان ته ځواب وركړ .

- خانمير كاكا ! هغه خو په عمر پوخ دى .

بيا يې شاه ځوان ماما په نظر ورغى .

دى هم ورته دى ، خو دى همم په عمر نه ور برابرېږي .

ګلاب چې خورين يې و ، په ذهن كې تداعي شو .

- دا سركوزى ورته دى .

- خو افسوس يې وكړ !

كاشكې چې خام نه واى .

په درنګ شېبه كې يې ټول كلى او خپلوان مخې ته ودرېدل او له هر يوه سره يې د بن لادن څېره پرتله كړه ، خو له بل هېچا سره يې سر ونه خوړ .

كور ته د راتګ په ټوله لار كې يې دا چرتونه او فكرونه ووهل . په همدې چرتونو كې و ، چې بيا كور ته راورسېد .

كله چې كور ته راورسېد لا يې د كور د دروازې په ډبولو لاس نه و پورې كړى چې له ده كشري يوازېني ورور يې له لېرې پرې ورغږ كړ :

- لالا ستړى مه شې .

جانداد د خپل ورور په ليدو ټكان وخوړ ، خو له حيرانتيا سره يې يوې غيرې مريي خوښۍ په زړه كې ځاى ونيو :

دا مې څنګه له پامه وليدلى و ، دا خو كټ مټ ورته دى ، په خپله هماغه دى … .

دې فكر يې په ذهن د خوښۍ احساس پاچا كړ . د مخه تر دې چې كور ته ورننوځي . ورور ته يې په ورو شان وويل :

ته درځه ! زه لږ سارا ته تېرېږم .

په بيړه يې بيا د بن لادن تصوير له جيبه راوكيښ ، او په ننداره يې شو ، ښه پوره شېبه يې د ورور او بن لادن په پرتلې ذهن وجنګاوه . بيا د كشرۍ ښځې كوټې ته ورننوت ، ښځه يې له ليدو په بيړه ورغاړې وته :

ودې مينده !؟

او د ده له خولې دستي د رحمان بابا دا شعر راووت :

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي

چا ويل چې په درياب كې ګوهر نه شته

خو ښځه يې جدي شوه :

څه د لېونيانو غوندې سر يې ؟ سم دم ووايه ! بيا دې موند ؟

جانداد په بيړه ځواب وركړ :

- خود .

ښځې يې د ځاى پوښتنه وكړه :

- چېرته ؟

جانداد ځواب وركړ :

- همدلته .

هغه حيرانه شوه .

- چېرته دلته !؟

جانداد ځواب وركړ :

- بس همدلته ، په همدې كور كې .

ښځه نوره هم حيرانه شوه .

- دا څه په ګډو وډو سر يې .

جانداد موسكى شو :

- نور يې څه كوې ، كه (50) مېليونه درته رانه وړم ، پنځه مېليونه خو به شي .

ښځې يې وضاحت وغوښت :

- زه دې په خبرو نه رسېږم .

جانداد ورسپينه كړه :

- دا عكس ګورې ؟

ښځې ځواب وركړ .

- هو ، دا خو بن لادن دى .

بيا يې پورته په دېوال كې راځوړند عكس ته ګوته ونيوله :

- پاس عكس وينې ؟

ښځې ځواب وركړ .

- دا خو مې د لېوره ، ستا ورور زرداد دى كنه !

جانداد پوښتنه وكړه :

- په دواړو كې فرق وينې ؟

ښځې يې په حيرانتيا ځواب وركړ :

- … دا خو لكه سكه وروڼه چې وي .

جانداد كړس په خندا شو .

- راكړه لاس ، وموګټله ، همدا ستا تصديق مې په كار و .

ښځې يې په حيرانتيا بيا وپوښت :

څه شى دې وګاټه !؟

ځواب يې وركړ :

- 50 مېليونه ډالره .

بيا يې وويل :

- خبره خلاصه شوه .

ښځې يې بيا وپوښت :

- د څه شي خبره ؟

جانداد ځواب وركړ :

- د زرداد خبره ، زما د ورور زرداد .

ښځه نوره هم حيرانه شوه .

- ولې څه خبره ده ؟

جانداد ځواب وركړ :

- بس لكه چې مقصد كې خداى كامياب كړو .

ښځې وپوښت :

- د څه شي مقصد ؟

جانداد ځواب وركړ :

- د مېليونو ډالرو مقصد .

د ښځې زړه تنګ شو .

- خبره رالنډه كړه .

جانداد وويل :

- خبره لنډه شوه .

ښځې يې بيا وپوښت :

- څنګه ؟

جانداد ځواب وركړ :

- داسې چې زرداد په مرګ او موږ په ژوند جنت ته ځو ..

د ښځې له خولې ناڅاپي چېغه پورته شوه :

- دا څه وايې ، وژنې يې ، خداى به اوس اسمان راوغورځوي سكنى ورور دى وژنې … ؟

جانداد احساساتي شو .

- دا په كابل كې چې دا دومره كلونه زموږ په پاچاهۍ كې مرګونه وشول ، دا څه وروڼه نه وو ، هلته ولې خداى اسمان نه راغورځاوه !؟

ښځې نور هېڅ ونه ويل ، خوابدې ، ژړغونې او بېرېدلې بلې خونې ته لاړه ، خو جانداد خپل حال ته پرېنښوده ، او نېغ پسې ورغى د تفنګچې لټ يې وواهه او په كراره شان يې د غوږه ورتېره كړه .

- سوڼ دې ونه باسې ، كه دې څوك خبر كړ ، دا شاجور ټول درباندې تشوم .

بيا يې په كراره سره وويل :

- زه خو دا يوازې ځان لپاره نه كوم ، غواړم چې ان كړوسيانو ته دې د خانانو ژوند جوړ كړم .

ښځې يې چې رېږدېدله په كراره ورغبرګه كړه .

- زه او بچيان مې دې زهر وخورو . د خداى روى وګوره .

خو جانداد لكه چې هېڅ يې نه وي اورېدلي خبره واړوله او د خپل مرام په پلي كېدو شو .

- چېرته ده ، هغه لويه چاړه ؟

ښځې يې هېڅ ځواب ورنه كړ .

جانداد په غوسه شو :

- ځه وركه شه ! په بړستنه ننوځه ! زه يې پخپله پيدا كوم ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي .

لږ وروسته يې لويه چاړه ومېندله او په لږه شېبه كې د خپل مېلمه ورور پسې ورغى .

ورور يې د جانداد د نيمايي شپې بې خبره ورتګ وارخطا كړ او چې كله يې د ده په لاس كې لويه چاړه وليدله وارخطايې څو برابره شوه . فكر يې وكړ چې ورور يې ګواكې لېونى شوى ، نېغ په كټ كې راكېناست ، د مخه تر دې چې له جانداده د ناببره ننوتو په باب وپوښتي ، جانداد ترې ړومبى شو :

- مه وارخطا كېږه . د يوې پوښتنې ځواب ته راغلى يم . راته ووايه چې زه دې ورور يم !؟

زرداد په ژړغوني او حېرانوونكي ډول ځواب وركړ :

خود ، ولې دا پوښتنه كوې ؟

- جانداد بيا وپوښت :

- زما لپاره هر كار ته حاضر يې ؟

ورور يې په كراره د زړه له اخلاصه ځواب وركړ .

- لالا چې سر مې دې هم په كار وي .

جانداد له خوشالۍ نه وغوړېد .

- شاباس ! ورور همداسې وي .

پوښتنه يې تكرار كړه :

- له زړه نه وايې ؟

زرداد ځواب وركړ :

- ما كې منافقت نه شته لالا ، تا سره خو وړوكى رالوى شوى يم ، ته مې د پلار په ځاى يې ، په مرۍ كې مې همدا اوس چاړه راكاږه كه مې د خولې سوڼ وخوت ، خون مې دربښلى !

جانداد نور هم تازه او وغوړېد .

- په ايمان دې رحمت شه .

بيا يې په كراره شان وويل :

- ستا او ځان لپاره مې د ډېرې ښې سودا تابيا كړې .

زرداد حيران شو :

- سودا ! د څه شي سودا . سر مې خلاص نه شو … څه خبره ده ؟

جانداد په بيړه ځواب وركړ :

- څه يې كوې ، د ددواړو په خير ده .

زرداد سپيناوى وغوښت .

- لالا ، راسپينه يې كړه ، څه سودا رااچوې . دا څه شى دي ؟

جانداد ځواب وركړ :

- دا درته نه وايم ، له دې يو خداى ، يو زه او يوه دې كشرۍ ورېندار خبره ده .

زرداد نور هم حيران شو ، خوله يې خبرې ته جوړوله چې جانداد ترې د مخه شو .

- ځه څه يې كوې ؟ تا خو وويل چې هر بار درباندې كېږدم ، غاړه ترې نه غړوې .

زرداد بيا ځواب وركړ :

- لالا ما خو درته وويل چې په مرۍ مې چاړه راكاږې او ستا ښه په شي ، دَووس به نه وكړي ، سر مې درنه ځار لالا .

- دې وروستۍ خبرې جانداد ته د خپل هوډ او نيت حقوقي سند وركړ .

دستي له ځانه سره ګډ شو .

- اوس مې نو خداى ته هم غاړه خلاصه ده .

بيا يې زرداد ته مخ ور واړاوه او ترې ويې غوښتل :

- بس ځه اودس وكړه .

زرداد حيران شو :

- اوس خو د لمانځه وخت نه دى ، لا وختي دى .

جانداد ټينګار وكړ .

- بس خو چې زه څنګه مناسبه ګڼم ، نېك عمل بايد په اوداسه كې وشي ، ځكه بركت ښه كوي .

بيا دواړه د نفلي او ثوابي لمونځ په ادا بوخت شول .

جانداد له سلام ګرځولو وروسته د دعا لاسونه پورته كړل او له ځانه سره په خبرو راغى !

- لويه خدايه ! ته خو پخپله ګواه يې چې ده خپل سر او وينه راوبښله ، په خپل مرحمت مې ټول كړي ګناهونه راوبخښې .

- جانداد به له هر لمانځه وروسته په دعا ښه پوره وخت اړاوه ، خو دا ځل يې دوعا ډېر وخت ونه نيو .

زرداد ته يې مخ ور واړاوه :

- ګوره بيا درته وايم ، چې زما او زما د خير لپاره هره سختي په ځان منې ؟ ګوره خداى هر څه ګوري او اوري يې .

دا ځل زرداد بې حوصلې شو .

- لالا ! دا څه په ګډو وډو سر يې ، څه دې اورېدلي ، خو درته ومې ويل چې سر مې له تا قربان ، دغه دى دربښلى مې دى .

له دې سره سمدستي بيا د جانداد چاړه د سترګو په رپ كې د زرداد مرۍ ته ورسېده او په درنګ شېبه كې يې سر له تنې بيل شو .

د هغه چېغې ژر د جانداد ښځه راخبره كړه ، خو د مخه تر دې چې چېغه كړي . جانداد له لرې پرې غږ كړ :

زه دومره ساده او بې رحمه نه يم ښځې . خداى ګواه دى هر څه اوري او ګوري ، ما ته يې پخپله خپل سر او وينې راوبښل .

ښځې يې غوښتل چې څه ووايي ، خو ده پرېنښوده .

- خو خداى يې بې اجره نه پرېږدي چې دومره يې زما لپاره وكړل ، زما دعا به يې هم ټول عمر په جنت كې ساتي .

ساه يې واخېسته ، او بيا يې خبره داسې وغزوله .

اوس هر څه چې وشو ، د خداى رضا به وه ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي . ښځې يې په داسې حال كې چې له ژړا رېږدېده په ورو شان وويل :

- ستا له لاسه … .

خو جانداد يې خبره ژر په خوله كې وچه كړه .

- بس وركه شه !

بيا يې غلي شان وويل :

- د خداى رضا او د ده خوښه وه … اوس داسې وكړه چې د سر بندوبست يې زما او د تنې يې ستا ، چې بنده ذات درنه خبر نه شي .

- بيا يې په منډه د خپل ورور سر په ځانګړې ټوټه كې وپوښت ، صندوق ته يې ورواچاوه او په بيړه د امريكايانو د پوځي مركز په لور له كوره ووت .

خپل جيپ يې ودراوه او له څو ساعته مزله وروسته يې بيا د امريكايانو د پوځي مركز ترمخه . د موټر په درېدو امريكايي پوځيان حيران شول ، په بيړه يې د ژباړن له لارې د ده د ورتګ پوښتنه وكړه ، خو ده د ژباړن په مخ كې هېڅ ځواب ورنه كړ . په ورو يې د يوه پوځي تر غوږه په كرار وويل:

- بن لادن .

- پوځي حيران شو ، خو هغه ژر خپل جيپ ته لاس ونيو ، امريكايي نور هم حيران شو ، بيا يې له ژباړن وغوښتل چې دى وپوښتي ، خو ده ژر په خپلې خولې لاس كېښود او هغه يې وپوهاوه چې له ده سره د بن لادن په باب پټه خبره لري . پوځي په بيړه له ځايه لاړ او په مخابره كولو شو ترڅو د دې معما په باب خپل مقام ته راپور وركړي . له مقامه دستي امر وشو چې په بيړه يې له موټر سره يوځاى ور ورسوي .

امريكايي پوځي دستي د ده د موټر په لټه شو ، ژر يې د مړ بنيادم بوى پزو ته راغى ، خورا حيران شو ، خو جانداد ژر ورو له غوږه ورتېره كړه .

- بن لادن .

او بيا يې د تېر په څېر په خوله لاس كېښود .

جانداد او ورسره پوځي په درنګ شېبه كې د لښكركوټ مشر ته ورسېدل . او د مخه تر دې چې هغه ته د روغبړ لاس وركړي ، د خپل ورور سر يې د ده په مېز كېښود .

د سر په ليدو د لښكركوټ د مشر په سترګو كې له ډېرې حيرانتيا او خوشالۍ نه اوښكې راغلې ، فكر يې كاوه چې خوب يې وليد . په يوه ساه يې څو ځلې جانداد وپوښت :

بن لادن ، بن لادن ، بن لادن … ؟

جانداد دستي سر وښوراوه .

- خود ، پخپله هاغه دى ، بن لادن دى . يو كال د ده په لټه نه رانه غر او نه سمه ټول مې په يوه پښه پسې وكتل ، صاحب !

د لښكركوټ مشر د مننې له څرګندولو وروسته په بيړه په ټېلفون او مخابره سر شو ، لږه شېبه بيا نه وه تېره ، چې د امريكايانو پوځي ځانګړې الوتكه راورسېده او ژوندى جانداد او وژل شوى زرداد دواړه يې د كابل په لور پورته او واخېستل . په كابل كې دواړه سره بيل شول .

دى په كابل كې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره تم شو او هغه په مدرنو لابراتوارونو كې د څېړنو لپاره امريكا ته واستول شو .

- د سي اّى اى ( CIA ) لوړ رتبه مامور د جانداد په لومړي ليدو له روغبړ وروسته په داسې حال كې چې د خوښۍ احساس يې په ټول بدن خپور و ، جانداد ته له خپل اوسپنيز بكسه د (100) سل زرو ډالرو بنډل راوويست او ويې ويل :

- دا اوس واخله ، هغه كه بن لادن وي او كه نه ؟ دا يوازې ستا د ښه نيت ځواب دى او كه موږ ته په دې هكله مثبت ځواب راشي ، په هماغه دم دې 50 مېليونه خپل دي .

جانداد د پنځوس مېليونو په اورېدو بيا وغوړېد ، په ورو يې د سي اّى اى (CIA) مامور ته كړل :

- خداى دې وخېژوي چې هم ستاسې سر په دنيا كې جګ شي او هم زما خواري اوبه يونسي .

مامور وخندل :

- ستا خواري خو اوبه نه ده وړې ، ما خو درته وويل : سل زره خو دې خپل شو ، هغه سر كه د بن لادن وي او كه د بل چا ؟

جانداد وويل :

- كه د هغه سر نه وي ، د كوم خپلوان خو به يې وي !

مامور يې په ملاتړ وويل : چې هر څوك او هر رګ يې ورسره شريك وي او زموږ لابراتوارونه يې تصديق كړي ، كه پنځوس نه وي پنځه مېليونه خو دې خپل دي .

جانداد وويل :

- او كه بيخي پردى ، بېګناه څوك وي ، نو بيا ؟

مامور وخندل :

- پس بيا دې همدا يو لك په نصيب كې وو .

په جانداد رنګارنګ خيالونو غلبه راوړه او ګڼې سوداګانې او فكرونه ورولوېدل .

كه راباندې پوه شي چې ورور مې دى څه به ورته وايم .

- څه سزا به راكړي ؟ … سزا يې په بلا پسې ؟ دا د دنيا او د خداى تعالى شرمنده ګي ګوره .

خو بيا يې زړه ته ډاډ وركړ .

- ځه ! څه يې كوم !؟ ماشينونه هم غلطي كوي ، كه داسې غلطۍ نه كېدلى ، نو دوى څنګه تېره مياشت د طالبانو په ګومان ماشومان ووېشتل ؟ خداى مهربانه دى كه لابراتوار غلط شي .

له جانداده دا څو ورځې كېدې چې دا ډول اندېښنې او سوچونه راتاو وو . په څلورمه ورځ د سي اّى اى ( CIA ) بل مامور وروغوښت او دستي يې خبر وركړ :

- جانداد خانه ! هغه سر د بل چا وخوت !

جانداد وارخطا شو :

- دا څه وايې صاحب ! خواري مې اوبو يوړه ؟ د ده په لټه خو مې پوره كال تېر كړ، نه رانه نورستان او نه وزيرستان … بس الله تعالى به يې نه وژني ، كه نه ما خو يو كال … .

مامور يې خبره پرې كړه :

- موږ ستا په خبرو باور لرو ، او ستا په اخلاص پوهېږو .

- جانداد له وېرې او وارخطايۍ ژيړ رااوښتى و .

- خو مامور ډاډ وركړ :

مه ډارېږه ، هرڅوك چې وي، وي به، زه هم كه ستا په ځاى واى، داسې مې كول … سړى بايد پرې تېر وځي ، كټ مټ ورته دى . دې كې هېڅ شك نه شته .

جانداد په عجز وويل :

صيب ! دا خو ولا ډېر خراب كار شوى ، هم مې كړې خواري اوبو يوړه او هم مې بېګناه سړى وژلى .

مامور ډاډ وركړ :

هېڅ خبره نه ده ، سهوه يوازې ته نه كوې ، موږ هم كله ناكله تېر وځو . څو ځلې رانه د طالبانو په ځاى عادي وګړي او كوچنيان لګېدلي .

بيا له خپلې چوكۍ راپورته او جانداد ته يې نور پنځوس زره ډالره هم وركړل .

بس دا خبرې د دندو په سر ته رسولو كې پېښېږي ، خو دا ځل تېر نه وځې ، دا ځل به مو د رښتيني بن لادن په سر نمانځې چې هم ته په ډالرو كې ولامبې او هم موږ د ترورېزم سره په مبارزه كې ستر برى لاس ته راوړو .

براتسلاو ، سلواكيا

10 – 1 – 2004

Thursday, March 09, 2006

مدرنه پښتو

لوبغاړي :

۱- احمد
۲- محمود
۳- حامد ( په دریشۍ کې )
۴- خالد (په دریشۍ کې)

صحنه عادی لاره ده یو څوک چي نا بلده دي پاڼه په لاس کوم ادرس لټوي

احمد :
(د پتي کاغذ په لاس له ځانه سره) ... نه صبر دغه سړي ته ورشم ... جامی خو یی د پښتنو دي هرومرو پښتون دي ... (وروړاندي کیږی) ... بخښنه غواړم ... یو ه ( لږ څه ځنډني کیږي ) ... پوښتنه مي کوله

محمود:
( What) ( په تعجب) وټ

احمد :
( له ځانه سره) ... پي تیروتم ... سړي بل څوک اوښت ؟
محمود:
کړه؟(Cut) ...ولی د خبره کټ (Shut up) (په قهر ) او شاډاپ

احمد:
( په ورخطایئ ) ... صاحب !... هسي وټ او کټ ته چرت یوړم ... او صاحب!... دغه ادرس راته ړښایئ ! ( پاڼه ورکوي )

محمود:
... په دغه څه ...!!! ( مخ احمد ته راوړوي ... ټیک، ټیک ده ... ښه داسي به (Sorry) ( له ځانه سره ) ساري
وکړي :
( Corner) اخوا چې لاړي ، مخ ته دي یو کارنر ( Stop) به سره نيسي ... یو دوه سټاپه (Road) همدغه رو ډ
راځي ... د هغي (Hause) او لوي هاوس (Stadium) راځي ،هغه به کټ کړي ... مخي ته دي وړاندي یو سټډیوم
مخي ته ورځي بس هلته چي (Play Ground) او پلي ګرونډ (Garden) چي لږ څه وړاندي لاړ شي یو ګارډن
ورسیدي،بیا یوه پراپرټی او کراکری څنګ په څنګ ویني،... بس هلته چي ورسیدي ... هلته به له کوم بهایی نه پچاس هاوس (پنځوسم کور) پوښتنه وکړي . بس چي په هاوس ورننوتی ... په پچیس کمره (پنځویشتمه خونه)
دئ ....(Office Chief) پیژنم هغه د یو افیس چیف (Sir) کې به دي یار ناست وي .... زه سر

Understanding!?
سر دي خلاص شو؟

احمد :
( په نمیلي او پریشانۍ) ...ولا نه چندان ... هاوس،سر،ګارډن،شټاپ ... بښنه غواړم. تاسي په کوم قوم څوک یاست؟شینواری،افریدی،مومند،څمکنی ...؟

محمود:
(Why) شینواری (په تعجب) وای

احمد:
( په ورخطایی ) ... ولی ! (وای)... څنګه!څه دي وخوږیدل!؟ که څنګه!؟

محمود:
بس !بس! شډاپ بکواس بند کړه !
تا دی خدای پوه کړي ... ســـــــــــــــــــتاپه ماغزو کې څه فرق دئ؛ زه لاړم ( په قهر روانیږي)

احمد:
(په بل روان کس یې نظر لګیږي،هغه هم ددخواته ځیر او رانیږدی کیږي)

دا روان سړي( حامد):
… دا ته یې !؟ (Sorry) (له لیري ) اوووووووو ساري

احمد:
( په خوښۍ او حیرانتیا) ... او دا څوک وینم ؟... دا خو محمود دي (یو بل ته ورغاړه وځي ) ... همدا اوس درپسي دروان وم .

محمود :
زمونږ د ډپټۍ د بنګلی پته هو هر چاته ته معلومه ده مونږ په ډیر مډرن هاوس کې یو.

احمد :
(احمد له ځانه سره) ... دا خو ده هم ژبه اړولي ده ...



محمود :
(Fruit) ښه! ښه زه پوهیږم ... ستړي به یې ؟ کیړۍ دی هم لمدی دی ... راځه ! راځه ! اول به څه فروټ
مروټ وخورو، بیا د روټۍ بندوبست وروسته کوو ... د روټۍ وروسته به ښه مزدار چکر ولګو ... یار! زه خپل ګاډي لرم . د ښار ټول ګارډونه،روډونه،هسپتالونه ،کالیجونه،سکولونه ................ به دباندی وګورم . د مازدیګر په پاندره( ۱۵ بجي) به دي ستیج شو ته بوزم ،هلته ډیره ښه ډارامه چلي ... زما ګوزاره اوس ښه ده ...
Understanding!
څنګه سمه ده!؟

احمد :
(په تعجب) روډونه،ګارډونه ،هسپتالونه،سکولونه،کالجونه،پندره،ګیاره ... دا ځه ګډوډي ده ... په دي یوه هم ره پوه نشوم .

محمود :
... دا پښتو ستاسي له پښتو نه لږ څه اوچته ده .Sir… ته ګرم نه یي Ok ( په کټ کټ خاندي ) ...

احمد :
( په تعجب ) دا څنګه ،پوه نشوم ؟

محمود :
( خاندي) دا ځکه چې دا پښتو مدرنه ده . مدرنه ... مدرنه ...
په دي شیبه کې یو څوک په عصري پتلون کې ډوډۍ لور ته راځي .

خالد :
Hello Mahmood!
محمود :
His name is خالد دا زما ډیر زوړ یار دي . احمد Oh ,Hi

خالد :
(په تعجب ) دا څنګه کوڼ دي ( محمود ته مخ راګرځوي)Nice to meet you

احمد :
( په حرانتیا ) بښنه غواړم ... په لیدو دي ډیر خوښ شوم ( خپل ملګري ته مخ رااوړوی ) ... خو زه دد په خبرو ونه پوهیدم ... دا ورورد کوم ځاي دئ ؟

محمود :
( خاندي) دي هم زمونږ د وطن دئ ؛

احمد :
دی خو بیخي په بله ژبه غږیږي .

محمود :
کې عمر تیر کړی ... دده پښتو زمونږ ه هم مدرنه ده . (England) ده په انګلینډ


احمد :
( په حیرانتیا ) دا څنګه ؟

محمود :
ولي د انګلینډ نوم دي نه دي اوریدلي !؟ ... مونږ چې د پاکستان غوندي ملک کې اوسو،داسي مدرنه پښتو وایو . او په انګلینډ کې عصري او مدرنه پښتو نه وي یاره !

احمد :
بس پوه شوم ... پوه شوم .

محمود :
چُرت مه وهه ! دلته به هم ډیر ژر مدرن پښتون شي .

پا

شیرو خط

لوبغاړي :

ولسوال : (ځوان ږیرور ملا)
لومړې عارض
دوهم عارض
عسکر
قاضی
ځاي
دولسوال د کار خونه ده،ولسوال د لوي میز تر شا ناست دي . د ناستو ټولوکسانو څپلۍ او بوټان ددوازې مخې ته ویستل شوی؛ توف دانۍ د میز په سر ایښې ده ،ولسوال په داسي حال کې چې تسپې اړوی ،کله کله توف دانۍ ته لاړې هم غورزوی،له ځانه سره په خبرو ګډ دي .

ولسوال : یره دا مخلوق چې په سوټي لاری ته رانشي ولاکه یې د چا پلارپه وعظ او نصيحت سمي لارې ته سم کړي .
په دې شيبه کې یو تن عارض دي خونې ته راننوزي .

لومړي عارض :
سلام علیکم ولسوال صاحب !!!
ولــــسوال :
وعلیکم ! څه ټکه درباندې رالویدلې چې خوله دې داسي ورانه دي ؟
لومړي عارض :
صاحب ! ګاونډي مې له پلار او نیکونو نه په راپاتې ځمکې دعوا کړي ،که می دادوانه وري ،سړي رانه قتل کیږي :
ولسوال :
ښه ،دا زمري څوک دي چی په وهلووهلو یی درته ګيدړ کړم ،څنګه زما په ولسوالۍ کې په پردیوځمکو دعوا کوي، له لږ تعامل وروسته ،... تاسره دې ځمکو څه اسناد شته ؟
عارض :
له جيبه قواله راباسي او د ولسوال پر میز یې ږدی .
لمړي عارض :
دادي صاحب ! دادامیر عبدالرحمن خان دوختو قوالی دي .
ولسوال :
امیر عبدالرحمن خان یې لا څوک دي؟پخواني خانان پریږده اوسنی خانان یادوه .


لمړي عارض :
بس خو کوم پاچا به و صاحب ! هغه ستدره دې نه ده اوریدلی : شاه عبدالرحمنه زوروره دشاغسي کلا دي ولې ورانوله ... نور یې نو څه پیژنم ... زه هم تا غوندی ناپړی او نا خوانه سړي یم .

ولسوال :
(په غوسه ) څه دي وویل ؟

لمړي عارض :
( په وارخطایي اوبیره) صاحب قربان دي شم هسی می له خولی خبره ووتله

ولسوال :
زه نا پړی یم !؟ دلته چی فاکولته پاس راشي ولاکه دا لانجې داسې حل کړي لکه زه

لمړي عارض :
خدای دي ولسوالۍ تل تر کله بر قراره لره

ولسوال :
زه ریښتیا هم ناخوانه یم،خو له نیکونو او پلرو راته دا ملکې په میراث پاتي ده او دا لانجی چې د هماغو ملکانو په دود حل نه کړي ولاکه یې د چا پلار حل کړي .

لمړي عارض :
بس صاحب تاسوته مي ځان درسپارلي،اول د خدای هیله او بیا تاسو ته چې له دې ظالمه مې خلاص کړئ ، غریب سړی یم

ولسوال :
بس ماته یې پریږده چې پاس په ونه کې راځوړند نه کړم کله یې پریږدم،څنګه په پردیو ځمکو زما په ولسوالۍ کې څوک دعوا کوي .

په دی شیبه کې دوهم عارض راننوزي

دوهم عارض :
سلام علیکم صاحب ! دا صاحب درواغ وایي ،دا قوالې ټولې درواغ دي ،زه صاحب د شیرعلی خان پاچا نه په شمار شمیرلي څلور قوالې لرم ،دې ظالم څوکاله زما په ځمکه ګیډه اچولې .

قوالې وراچوي
ولسوال :
لمړي عارض ته مخ ورواړوي ... په حیرانتیا ... دا خو هم قوالي لري ... شیرعلی خان لاڅوک دي

دوهم عارض :
د عبدالرحمن خان تره او تربور

ولسوال :
دا تربګنۍ لادهغه وخت راپاتي ده ،او اوس یې په ما غوڅوي ... ښه نو اوس په چا باور وکړم

لمړي عارض :
په لوړغږ په ما صاحب

دوهم عارض :
په ما صاحب

لومړي عارض :
قسم خورم

دوهم عارض :
زه هم قسم خورم

ولسوال :
( په قهر) بس ،بس ... خو مو داسي حیران کړه لکه زه چې مو حیران کړم
قاضی ته مخ ورواړوي : قاضي صاحب ! ته په کې څه وایي څوک په حق دي

قاضی :
صاحب ! دا ولا سخته ده ... اوس دې دواړه اسناد پریږدی ،په دواړو به غور وکړو،خودا ډیر وخت نیسې

ولسوال :
زما له مردم آزاری ډیر بد راځی ،څه بله لار نه لري چې ژر یې فیصله کړو

قاضی :
(په حیرانتیا) بله چاره!؟



ولسوال :
(په قهر) بس دچې نه پوهیږي،غلي شه او ماته یې پریږده ( له ځانه سره ) زه هغه اولسوال نه یم چې دسات (ساعت) په کار ورځ او د ورځ په کار میاشت او د میاشتي کلونه اړوم، زما کارونه چټ پټ دي .
عارضینو ته یې مخ کړي ... زما فیصله درته منظوره ده ؟

عارضین :
( دواړه په ګډه) هو صاحب !

ولسوال له جیبه میده روپۍ راوباسي ،ژرله دواړو وپوښتي :

ولسوال :
شیر که خط!؟

عارضین غلي شي

ولسوال په زوره بیا:
شیر که خط

لمړي عارض :
ضرور یو څه ووایم

ولسوال :
بابا،ضرور چې لانجه مو چټاپټ غوڅه کړم، ... زه د نن کار سبا ته نه پریږدم

دوهم عارض :
( ناببره چیغه کړي ) شـــــــــــیــــــــــــــــــــر

لومړي عارض :
خــــــــــــــــــــــط

ولسوال روپۍ پورته فضا ته وغورزوي او چیغه کړي : خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــط. .... بس ځمکه د خط ورسیده د خیر دعا به وکړو.


پــــــــــــــــــاي

پــــــــــنـــــــــــــډ او نری


لوبغاړي :

۱ـ نری (په زړه دریشی ،بوټانو ... ... کې )
۲ـ پنډ ( مفشن په عصري لباس کې )
۳ـ وږمه ( د نری ماندینه)
۴ـ اشرف ( دنری زوی)
د هوایي ډګر دالوتکو د الوتنی د انتظار سالون دی . په داسی حال کې چې د نري د زوي او ماندیني په لاس کې واړه او لوي بکسونه دي او د الوتکی د پرواز اعلان ته انتظار باسی .... .... یو بل تن ( پنډ) خورا مفشن او دیپلومات بکس په لاس کې دی راننوځی، پنډ د نری په لیدو له لیری :
پڼډ :
او ،هو! زرجانه اشنا ! ... ... دا ته له کومه ؟... ... هی ! هی! څومره اوړي او ژمي تیر شول ... ...
نری :
( هیښ پیښ د حیرانتیا په ډول ) ... اوه ! سبحان الله ! مرجانه اشنا ! زما د کوچنیوالی دوسته !... ... ته څنګه راپیښ شوی ... دا څه وینم دا ته یي !؟
( دواړه دری څلور ځلی یو بل ته ورغاړي وځي اویوبل په لیدوخوشحاله اوحیرانیږي .) نري دښکلوونه وروسته:
- انډیوال جانه ! ... ستا لیده زما د تصوره ډیر لیری ؤ... او ځان باید ملامت هم ونه بولم . ځکه په وطن څه حال تیرشو !! ؟ اه ربه !د قدرتونودي جار شم ،هماغسی ښایسته وی لکه چی وی . هماغسی ډولی یی لکه چی وی . که ریښتیا درته ووایم . ... ... هیڅ بدلون دي نه دی کړی . هماغه پرونی هلک یی ... دخدای فضل درباندی شوی،په غوښه یی هم ښه اباد کړی یی ای ،هی ! ... نه لکه زه ویښتان می سپین او غوښه می رانه پاکه غمونووړی ده . ښه وایه ! څه حال؟ څه احوال ؟ شتمن خو منم چی یی . واده دی کړی ... دا (ماندینی ته اشاره کوی) زما ماندینه ده ... اشرفه ! کاکا ته دي سلام وکړه !... وږمی مه شرمیږه ! ... دا می د ښوونځی دوست دی .... اشرفه! کاکا ته دي سلام وکړه! ... ای څه وختونه ؤ ... په یاد خو دي دي ... ته یی په ښوونځی کې ملانصرالدین او زه یی شیخ چلي بللم،او لکه دا ټولی خبری ریښتیا هم شوی ... ریښتیا چی مانه هر وخت په چُرتونو کې هګۍ ماتی وي کله چې دپاچاهی پع تخت کیښتم او کله بیا ګداشم ریښتیا ده زمانه همداسی ده .
اشرف : ابا ! تاسی دواړو کې څوک لایق وه؟

نری ( اسویلی) څه کوی زویه !؟ خودومره درته وایم چی ما دښوونځی په دوران کې شپه او ورځ درس ویلی دی او دخدای په برکت چارانه نمره نه ده وړی . څنګه دوسته داسی نه وه !؟ دورغ خو به نه ویلی ؟
پنډ: دي ریښتیا چی شوخ وه خو لایق هم وه ....

اشرف : او کاکا می ؟
نری : کاکا دی څه کوی؟کاکا دي ما غوندی دوستان لرل ما درس وایه ،هغه ددواړو بس وه . کاکا دي داسی سړی مه بوله ! هغه بیل سړی وه داسی هم شوی چی یوه نیمه پارچه یی هم لیکلی ( بیا پنډ ته مخ راګرځوی) خفه کیږه ! مه اشنا ! خبره درباندی نه وځی ... ... هسی می د زوی زمونږ تیر تاریخ ته تلوسه وه .
پنډ له اوږده ځنډ نه وروسته : ښه وایه ! دوسته زاړه یادونه څه کوی د اوس خبری کوه ! ... ژوند دي څنګه دی؟ چیری کار کوی؟څه مکافات دي په دا دومره وخت کې لیدلی دي . د کومو بستونو مزه دي څکلی که نه ؟
نری : ای دوسته! د مکافاتو خبری مه کوه! خبری د مجازاتو کوه! زړه می څه ته راسپړی ؟ دامی د ماموریت لسم کال دي د اتم او نهم بسته لوړ نه شوم ښځه می هم په وړکتون کې ښوونکی ده ښه دی دواړه معاش اخلو لویه خیلخانه راپه غاړه ده او نرخونه هم خورا ډیر لوړ دي ګذاره مو ډیره سخته ده .
پنډ: عجیبه ده دا څنګه !؟ خلک په کلونو کې خانان شول په تا څه ټکه رالویدلی ده په کوچنیوالی کې خوله ماهم تیزوی بډی مډی نه اخلی که څنګه؟

نری :
کاشکی د هغه کوچنیوالی چالاکی راپاتی وای . او په صداقت خو هیڅ نه یودیږی .
پنډ:
نو څنګه زړه دي ونه کړ که څنګه ؟
وږمه :
او چی څنګه یی زړه وکړ دیوه ډبلی سګرټ درشوت په بدل کې دوه کاله زندان تیر کړ .
پنډ :
محترمی دی په کوچنیوالی کې هم په ځینو کارونو کې همداسی بی زړه وه ملامت نه دی . دا کار لوی زړه او پوره هوښیاری غواړي .
نری :
یره په دی هنر کې درته تسلیم یم اشنا ښه اوس د ځان په باره کې خبری وکړه ته څنګه ؟ د څیری خو دي معلومیږی چی کوم لوی مدیر یی که څنګه !؟
پنډ :
نه ګرانه څو زینی جګ وخیژه .
نری :
یعنی دا چی ریس یاست ؟
پنډ :
نه
نری :
څنګه لوی ریس یاست ؟
پنډ :
ما خو درته وویل چی څوزینی جګ وخیژه نه یوه او دوه .
نری : یعنی معین یاست .
پنډ : بلی .
نری ( لومړی څه موسکی خو ډیره ژر جدي بڼه نیسي ځان سره راټولوي په ملا ګروپ شي ټيټ او لاپسی ټیټیږي دده په لاس شیان پع ځمکه لویږي خواره واره شي ماندینه یی د حیرانتیا تر وره ده ،نری په دی شیبه کې قهر زوی ته وایی :
ـــــ احمقه ! تڼۍ وتړه تیارسۍ شه خلک د لویانوپه وړاندی داسی دریږی؟ لږ وروسته پنډ ته مخ وروګرځوي ) ډیر خوشحاله شوم جلالتمابه ! دا زما دپاره دډیر ویاړ ځای دی چی زما داسی دیو لوی استعداد څښتن دوست می دومره لوی مقام تهرسیدلی دی،وږمی مبارک دي شه ! ستا میړه په دی سویه دوستان هم لری خیر دی که دی نن زمانی هیر دی دده په ځای خدای په دوستانو لوریدلی دی . ښه شو خدای زمونږ توبه هم قبوله کړه ! صاحبه ! او اوس زمانه همداسی ده چی په جګه زینه کی څوک لاس درنه کړی بام ته اوس ختل ډیر ګران شوی دي . صاحبه! ویلی شم زما د وړکتوب دوست وی اویو نا څاپه د معین چوکۍ ته لوړ شوی صاحبه ! خی ... خی ... خی ... صاحبه !
پنډ:
( په تریو تندی) اخر بس کړه ! دا څه تعارفات دي . دغه ډول لهجه څه په کار ده زه او ته خو د وړکتوب دوستان یوو بیا زما او ستا په منځ کې دغی مقام پرستی ته څه ضرورت دی ؟
نری :
مهربانه شئ! جلالتمابه! تاسی څه خبری کوئ! ستاسی د پاملرنی له پاره عرض کوم تاسی اوس زمونږ له پاره دژوندانه د اوبو مثال لری .
جلالتمابه! تاسی خو وینئ زما څه حال او روزګار دی آخر زه هم څه حق لرم که نه ؟
جلالتمابه مهربانه شۍ ! که په زینه کې بام ته لاس رانه کړۍ ښایی راکنډه شم هیله کوم له مونږه خپله لوریینه ونه سپموئ په مونږ پام وساتۍ اوس زمانه همداسی ده هو مربی باید مربا ولري .
پند:
زه دا ټولی خبری منم خو ته کله په زینه دختلوزړه لری هسی نه چی ما هم درسره راکنډه کړی بام ته ختل اوس ساده کار نه دی لوی زړه او هنر غواړي .
په همدی شیبه کې یو تن راننوځی :
ـــ معین صاحب د پاریس الوتکه راورسیده ځان چمتوکړئ .
پند:
ښه دخدای په امان دوسته !
نری :
(دواړه لاسونه په سینه کړوپیږي ) دخدای په امان چی هیر دي نه شم جلالتمابه .
وږمه :
ورشه اشرفه ! وګوره چی د مزار پرواز څنګه شو ؟
( اشرف وځی او ژربیرته راننوځي )
ـــ ابا د مزار پرواز دی
نری :
ځئ چی ځو دا به موتقدیروي که په ډیرودرسونه کیدای خووالله چی اوس دپاچاهی په تخت ناست وای .




پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاي

اصلي پرزه


لوبغاړی :
مامور : (۴۰ـ ۴۵ ) کلن
عارض : یو ځوان (۲۵ ـ ۲۸ ) کلن
ځــــــــــــــــــــــــــــــــــــاي
یو اداري دفتر دي،مامور تر میز تر شا ناست او خوب وړي .

عارض ( جمال ) راننوزی
جمال :
سلام مامور صاحب
مامور :
بیده او خریږي
جمال :
(بیا) سلام مامور صاحب
مامور ( چی له خوبه راکیښني، خوبولي په ناراسته ډول) .....
لږ ناوخته نه شوي راتلاي ؟

جمال :
( په تعجب) څه وخت راغلي واي صاحب !؟

مامور :
په ۴ بجو،
جمال :
( په حیرانتیا)،په ۴ بجې !؟
مامور :
بلې پوره په ۴ بجې
جمال :
په ۴ بجې خو تاسي رخصتیږئ !!
مامور :
خوزه دې هم باید په رخصتۍ کې راویښ کړي واي

جمال :
په رخصتۍ کې به اداري کارونه څنګه شي !؟
مامور :
اداري کارونه،اداري چُرتونه او اداري خوبونه غواړي ،او دا چُرتونه او خوبونه چې په اداره کې ونه شي په کور کې کله کیږي .
جمال :
زه خو چې پوهیږم صاحب ! اداره د کار له پاره او کور د خوب له پاره دي
مامور:
خوزه له هغه مامورینو ځینې نه یم ،زه د هرې دوسیې له پاره اول ورځ په اداره کې لمړي چُرت او بیا یو سترګه خوب وهم او بیا یې په دوهمه ورځ په دفتر کې پاي کوم ....ښه څه یې کوي ... څه غواړي ؟
جمال :
دا عریضه مې راوړې
مامور:
(عریضه اخلي) له لږ سکوت او سرسري لوستلو وروسته :
مامور :
یوه نیمه میاشت وروسته
جمال :
صاحب! دا څه وایي ،یوه نیمه میاشت!؟
مامور:
بلې یوه نیمه میاشت . که بل مامور واي ،دري میاشتې وروسته یې درته ویل او هغه مامور به په حقه هم وي، ځکه یوازې زه یم چې ستا دوسیه سر تر پایه په یوه نیمه میاشت کې میندلي شم بل مامور ته لا درې هم کمې دي .
جمال له جیبه یو لیک راباسی او مامور ته یې ورکوي ،مامور لیک اخلي او په بیړه یې لولې .
مامور:
( له لوستلو وروسته) دا خو زما هم صنفي دي، زه دده په خاطر یوه میاشت وروسته
جمال :
دخداي دپاره دا څه کوي؟
مامور :
وروره! دا حه اسان کار نه دي زه دهغه په خاطر دې تکلیف ته ځان ورکوم،ته پوهیږي زه باید په یوه میاشت کې ۱۵۰۰دوسې او ۱۵۰۰۰ پاڼې پرله پسې لاندې باندې کړم تر څو ستا دوسیې ترې راوباسم .
جمال بیا جیب ته لاس ورتیره وي بل لیک راباسي او مامورته یې وړاندي کوی،
مامور :
( دلیک له لوستلو وروسته)... او چې دا څومره ګل سړي دی ... دده له برکته مې ځوط پوهنتون ته داخل شو.... ځه دده په خاطر ۵ ورځې وروسته راشه
جمال :
( له ځانه سره) دې هم کار ورنه کړ
مامور:
( په قهر) څه دې وویل ؟
جمال :
(په وارخطائي )هسې! هیڅ
مامور :
ګوره زما له واسطو او پرزو ډیر بد راځي،خو دوی له دې امره مستثنی دي
جمال بیا جیب ته لاس کړی بل لیک راباسی او مامور ته یې وړاندې کوي
مامور په خندا دا خو زما خُسر دی
جمال :
پوهیږم ،څنګه دا کوم مرض دوا کوي که نه ؟
مامور:
زما خُسر خوپر ما زماله پلاره هم ګران دي
جمال :
(په خندا) ضرور دې ښځه هم درباندې ډیره ګرانه ده
مامور:
خو هغه راباندې ګرانه ده چې دی راباندی ګران دی که نه !؟
جمال :
ښه اوس خو به راته نن داکار خلاص کړی که نه مامور صاحب ؟
مامور :
یاره څه ووایم ،حُسرمحې ته غر هم نشی دریدای او که څوک مخې ته ودریږي ،غرونه پرې چپه کیږي
جمال :
او خدای دی بیا له ښخې د سر چپه کیدو هم سړي ساتي
مامور :
بس اصلی خبره خو دی اوس وکړه،د ښخو زور،چی یووار درته په لعنت شوه،په همغه دم کې دې تور ویښتان سپینیږي .
جمال :
(په خندا) چې داسې دې بس کار مې راخلاص کوه خُسر او ښځې دواړو دې احسان واوړي او هم به زما دعا واخلئ .
مامور :
بس د ښځې زور څوک لری،ځه یوه اونۍ وروسته دې دوسیه خلاصه وغواړه
جمال :
مامور صاحب د خدای ته وګوره
مامور:
(په جدی بڼه) زه انسان یم ،ماشین نه یم ،دمخه مې درته وویل چې زه باید ۱۵۰۰ دوسیی او ۱۵۰۰۰ پاڼې لاندی باندی کړم ،غواړی چې په همدی دوسیو او پاڼو کې ورک او ویده شم .
جمال بیا جیب ته لاس وړی خو مامور پری غږ کوی
مامور :
بس، بس !! نور نو جیب ته لاس مه وروړه چې د صدراعظم لیک هم وي هم امکان نه لري
جمال :
(په خندا) صبر دا د جمهورریس لیک دی ...
ژر یو زرګون له جیبه راباسي او مامورته یې وړاندی کوی
( مامور په وارخطایۍ دوازې ته منډه کړی،دروازه په زوره بنده کړی )
مامور :
دروازه بنده کړه ،هسې نه چې امنیت خراب شي
جمال زرګون په ګوتو کې ورکیږدی
جمال :
ښه اوس څنګه !؟
مامور :
اوس همدا اوس ....! جالبه اصلی پُرزه دې په اول کې نه راکوله ،په نقلی پُرزو دې ماغزه را خراب کړی،که دې دا پُرزه اول راکړی وای،اوس به دې له وخته دوسیه په لاس کې واې ... د پاچا زور نو څوک لري
پــــــــای